د پټیالې پوهنتون


د ۲۰۲۴کال د اپریل له ۱۵ تر ۲۰ نیټې مې د هندوستان د پنجاب پټیالې پوهنتون ته یواکاډیمیک سفردرلود. دا څو کاله مې په زړه کې وه چې د هغه پوهنتون په کتابتون کې د ډاکترګنډاسینګ کتابي آثار، خطي یادښتونه اونورې لیکنې وګورم. ګنډاسینګ د هرلوستي افغان له پاره د خپل نامتو تحقیق (دراني احمدشاه) له امله هم آشنا اوهم د درناوي وړلیکوال اومورخ دی. ده د خپل عمر په اوږدو کې ډیرآثارپه فارسي، اردو او پنجابي ژبوکې راټول کړي دي چې زیات شمیر یې په قلمي بڼه اوس د پټیالې پوهنتون د کتابخانې په هغه برخه کې چې د ډاکترګنډاسینګ په نامه نومول شوې ده، خوندي دي. په دغوآثاروکې د شپیتواواویاوو په شمیرفارسي قلمي نسخې هم شته چې زیات شمیریې دهند په تیره بیا د پنجاب پرسیمه ییزومسایلواو واکمنیوبرسیره د هند، پښتونخوا اوانګریزانو پردوره پورې اړوندې دي. شپږجلده هغه قلمي یادښتونه اولیکونه دي چې په انګریزي لیکل شوي چې څلورټوکه یې د نولسمې پیړۍ په وروستۍ نیمايي اوشلمې پیړۍ پورې اړه لري. داسې ښکاري چې د دغو لیکنواویادښتونو اصلي ژبه فارسي او یا نورې ژبې وې خومحتوا اوموضوع یې تاریخ دی اوټول په افغاني تاریخ، په تیره بیا په دراني دوره پورې اړه لري. دغه یادښتونه ټول ډاکترګنډاسینګ په خپله په انګریزي را ژباړلي او لیکلي، قلمي بڼه په دغه کتابتون کې د خپل ویاړلي میراث په توګه پریښي دي. د دغو یادښتونو دوې بیلګې چې د دریم پاني پت جنګ د ګډون کونکو مشرانو یادونه په کې شوې، لوستلای شو.
دا چې ما زیات وخت اواړینه شونتیا نه درلوده، ومې نه شوای کولای چې ډیرڅه ترې کاپی کړم. یوه فارسي رساله چې په دغو قلمي آثاروکې ډیره جالبه اونادره راته معلومه شوه، د ډیره اسماعیل خان د دراني مشرانو( شیرمحمدخان، دین محمدخان ولد آزادخان انساب روسای ډیره اسمعیل خان) په اړه وه چې ومې کولای شول کاپي یې کړم.
د پټیالې پنجابي پوهنتون د پنجاب په کچه دهندوستان له لویو پوهنتونوڅخه شمیرل کیږي. په زرګونوهندي اوپنجابي زده کونکي په زده کړو په کې بوخت دي. پر هندي زده کونکوبرسیره د باندنیو هیوادونو، په تیره بیا افغانستان، ایران او افریقایی هیوادونو زده کونکي هم پکې درس وایي. ما ددغه پوهنتون له رییس پروفیسورداکترارویند سره چې یوعالم او پرپوهه مین استاد دی او په خپله هم د استادۍ علمي تجربې لري، دده په دفترکې وکتل. له ده سره مې اوږدې خبرې درلودې، د خپل پوهنتون د بریاوو په اړه یې مفصل معلومات راسره شریک کړل. ما دغه پوهنتون په ۲۰۰۰ میلادي کال کې هم لیدلی و، خو اوس چې کوم پرمختګونه په کې لیدل کیدل، هغو په رښتیاهم د یوې اوږدې ودې او پرمختګ کیسه له ځان سره درلوده.
زموږ د بحث په موضوعاتوکې یوه هم د ډاکترګنډا سینګ په اړه زما د ځانګړې لیوالتیا یادونه وه. په دغه اړه ما دارواښاد ګنډا سینګ دعلمي کارونواوپه تیره بیا دده د نامتواثرپه اړه چې د لوی احمدشاه بابا په باب یې لیکلی دی، یادونه وکړه او د دغه اثرپه ځانګړي اهمیت مې د افغاني لید لوري له څنډې رڼا واچوله چې دده له پاره په رښتیاهم جالبه وه. داکتر ارویند وویل چې موږهرکال د ګنډا سینګ په نامه یو لکچر نیسو، خوما ورته د یوه وړاندیزپه توګه وویل چې دغه لوی لیکوال د خپل علمي او تاریخي رسالت اوصلاحیت له مخې هرکال د یوه لوی نړیوال سمینارلایق دی. دده په اړه باید یو نړیوال سمینار جوړکړئ. رییس زما وړاندیز په دقت سره واورید اوپه ورین تندي سره ومانه.
د اپریل په ۱۷ نیټه د تاریخ څانګې د مشرې پروفیسورې سندیپ کور، د تاریخ د څآنګې د استادانو پروفیسور ادریس صاحب اونورو په ګډون د څآنګې یوه تالارته چې هلته د تاریخ څآنګې د بیلابیلو برخو لیسانس، ماستري او پي اچ ډي ترسلوزیات زده کونکي راټول شوي ول، لارښود شوم. د څانګې مشرې یوه ورځ مخکې راته ویلي وو چې دهند اوافغانستان په تاریخي اړیکو اوهم د ډآکترګنډاسینګ د کتاب احمدشاه دراني اونورو په اړه خبرې وکړم. زده کونکو په ډیره لیوالتیا سره زما خبرې د هند اوافغانستان د تاریخي اړیکواوهمداسې د ګنډا سینګ د اثراود هغه د تاریخ لیکنې په اړه واوریدې. سوالونه وشول، استادانوهم خپل نظرونه وویل. د زده کونکو له لیوالتیا څخه داسې ښکاریده چې دوی د هند او په تیره بیا د پنجاب د تجزیې سره هیڅ ډول مینه نه درلوده او پردې باوروو چې هند اوافغانستان باید بیرته په خپلو تاریخي سرحدونوباندې سره ودریږي اوهغه تش په نامه هیواد چې انګریزانو د خپلوغرضو په خاطرد یوې ناروا اوغیرانساني تجزیی پرلامل جوړکړی او زموږ طبعي جغرافیایی سره ګډه وډه کړې باید د ګډې اوپرله پسې مبارزې په زور له منځه یووړل شي. د پنجاب دغه ځوان نسل داسې فکرکوي چې لوی پنجاب باید خپله لویي بیرته ترلاسه کړي اوهمداسې پښتانه اوبلوڅ باید خپلو خپلواکو برخلیکونوته ورسیږي. د تاریخ څآنګې دغه نږدې دوو سوو ګډون والو ته دا هم په زړه پورې وه چې د ډاکترګنډاسینګ تحقیق د افغاني پوهانو په وړاندې د ځانګړې تاریخي اهمیت لرونکی اثردی. دغونډې په پای کې د تاریخ څآنګې مشرې او یوه استاد پروفیسورادریس صاحب هم د هند اوافغانستان په اړه خپلې خبرې اوپوښتنې له ما سره شریکې کړې.
هغه سره مې په خبروکې د افغان محصلینواو د هغوی دعلمي کارونوپه اړه وپوښتل. راته يې وویل چې: موږ ته د افغانستان اوسني حالت ډیر ښه معلوم دی. ستاسې د ځوانانو پرستونزو، په تیره بیا هغوی چې دلته په هندوستان اوزموږ په پوهنتون کې زده کړې کوي، پوهیږو. څرګنده ده چې له هغوی سره د خپلې راتلونکې په اړه اندیښنې شته دي. د هغو په وړاندې له خپلوکورنیوڅخه لرې والی، په تیره بیا چې د هندوستان د حکومت له خوا د ویزې ستونزه رامنځ ته شوې ده، په خپله یوه ستونزه ده چې دوی یې زغمي. خوله دې ټولوسره سره موږ بیاهم هڅه کړې او لایی کوو چې ددوی له پاره په خپل پوهنتون کې علمي اسانتیاوې برابرې کړو. باوري یم چې دوی به په ډاډه زړه خپل علمي کارونه اوڅیړنې په ښه توګه ترسره اوپای ته ورسوي.
د پوهنتون مشر د خارجی محصلینود څانګې مشره اود انجینري پوهنځي استاده پروفیسوره رنجیت کور راوغوښته او ویی ویل چې زیات معلومات به دا درکړي، اودا به له افغان محصلینوسره ستا د لیدنې له پاره هڅه هم وکړي.
استادې رنجیت کور د خپلو خبرو په پیل کې زما هرکلی وکړاو خوښي یې څرګنده کړه چې زه دلته راغلی یم اوبیا د خپلو محصلینود ژوند اوعلمي بوختیاوو په اړه خبرې ور سره کوم. نوموړې وویل، افغان محصلین په خورا ښه روحیه دلته په خپلوزده کړو بوخت دی، سره له دې چې ستونزې لري. خوموږ هڅه کړې اوکوو یې چې د دوی د ستونزو په حل کې له دوی سره له بیلابیلوخواو مرستې وکړو، له موږ سره ښایسته شمیرافغان زده کونکي دلته په لوړو زده کړو بوخت دي، کوم افغان زده کونکي چې دلته لوړې زده کړې کوي، دهغوی اکثریت برخه په خپلو دکتوري څیړنو بوخت دي. په هربرخه کې یې د لارښودو استادانواو ځانګړوڅانګو له خوالارښونه کیږي. زه ددغې برخې د مسوولې په توګه هڅه کوم چې تل د دوی له ستونزوڅخه ځان خبرکړم، زه په ټوله کې دافغان محصلینوله علمي هڅو، د پوهنتوني ډسپلین په نظرکې نیولو له چلند څخه ډاډمنه او راضي یم. په تیره بیا د دوی له نجونوڅخه چې د خپل هیواد په دغوسختو شرایطوکې بیاهم د خپل هیواد ارزښتونو او راتلونکې ته په جدي توګه کارکوي، څیړنې کوي او په یوه ژوندۍ روحیه موږ ته د افغانستان د راتلونکې ښیرازه ټولنې پیغام را رسوي. ټول افغان محصلین چې زموږ په پوهنتون کې درس وایي دوی د هند د حکومت سکالرشیفي امتیازلري. د دغې استادې غوښتنه وه چې زه باید له افغان محصلینو سره د دوی په یوه تالارکې غونډه ولرم.
په پټیالې پوهنتون کې اوس ۷۰ افغاني ځوانان د پي اچ ډی پرعلمي زده کړو او څیړنو بوخت دي. له محصلینوسره کتنه په بله برخه کې.
ع : رشید

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *