د احمد شاه ابدالي دیوان


په دې تصویر کې د احمد شاه ابدالي د شعري غونډ د قلمي نسخې لومړۍ پاڼه ښکاري. د دې کاتب نامعلوم او ممکن د ۱۸ پېړۍ په پای کې ولیکل شو. د تور نه علاوه سور رنګ هم پکې ښکاري او محرابی حاشیه د سرو زرو په ورق ښایسته شوی ده.
مونټسټوارټ الفنسټن په خپل کتاب د کابل سلطنت کې لیکي چې احمد شاه د ادبیاتو شوقین و. په اوونۍ کې یوه ورځ به يې د علماو مجلس رابللو چې د دې په لومړۍ ناسته کې په دین او قانون بحث کیدو. خو زیات وخت به شعر اوعلومو ته وغځیده ان تر دې چې شپه به تیره شوه.
مېجر هنري جارج راورټي چې په پېښور کې د خپل پوځي نوکرۍ په وخت پښتو هم زده کړه او بیا د دې د ګرامر او ادب په اړه کتابونه ولیکل وایی چې احمد شاه بابا د يو شمېر سيمو له فتحې وروسته ادبياتو ته هم وخت ورکاو. دی هم د ایلفنسټون خبره یادوي چې هغه به علمي مجلسونه جوړول.
د دغې دیوان پېل د حضرت محمد(ص) له ستاینې کېږي چې د دویم مخ لومړی بند يې لوستلی شو.
ځما سترګی ژړیږي
زړه جرس غندي زنګیږي (هلته دے لاندې دوه ټکي د هغه وخت د پښتو املا په ګوته کوي)
د نور نظم د قافیې توري په کچه رنګ لیکل شوي دي نو ځکه اوس تت ښکاري.
د احمد شاه بابا د دیوان دغه نسخه د کابل ملي آرشیف کې خوندي ده.

سرچینې
1. An Account of the Kingdom of Caubul and Its Dependencies in Persia, Tartary and India. Vol.1
2. Selection from the Poetry of the Afghans, from the Sixteenth to the Nineteenth Century. Major Ravarty.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *