اجیت خان


په ۱۹۴۰م کې د حیدراباد یو ۱۸ کلن ځوان د فلمونو په شوق کې د کالج سبق پریښودو، خپل کتابونه يې خرڅ کړل او بمبۍ ته لاړو.
دغه هلک حامد علیخان په ۲۷ جنوری ۱۹۲۲م کې د ګولکنډه یوې پښتني کورنۍ کې وزیږېدو. نیکه يې په ۱۹ پېړۍ کې له کندهاره کډه شوی او د اتر پردیش په شاه جهان پور کې اوسیدو. د حامد پلار د حیدراباد د نظام ( نواب) میرعثمان علیخان سره ډرایوري کوله. حامد ښه لوړ دنګ او ښکلی وجود نه علاوه دروند غږ لرلو. اردو يې هم ښه وه چې د ” ق” او “ش” يې سم ویلي شول. خو فلمي نړۍ کې د ده په شان ډېرو ځوانانو په فلمونو کې د معمولي ” ایکسټرا” کردارونو رول لوباو. بیا په څو فلمونو کې يې د هیرو ( اتل) په توګه د کار موقع ورکړی شوه خو کامیابه نشول.
له ۱۹۴۶م ده ته په شاه مصر، سکندر او حاتم طای په شان تاریخي فلمونو کې کار نه وروسته، پرله پسې فلمونو کې د اتل رول ولوبو خو دا ټول ناکامه شول. د فلمونو لپاره هغه وخت نامتو مسلمان ستورو خپل نومونه اړول چې یوسف خان(دلیپ کمار) ممتاز جهان بیګم ( مدهو بالا) او مه جبین ( مینا کماری) وو. حامد علیخان هم یو فلمساز “امرناتهه” په مشوره خپل نوم ” اجیت” ته بدل کړو او په ۱۹۵۰م کې ” بې قصور” نومې فلم کې يې د مدهو بالا مقابل کې د اتل رول ولوباو. دا فلم کامیابه شو او ښه بزنس يې وکړو. ورپسې د ” ناستک- بړا بهای- ملن- باره دری او ډهولک د ده کامیابه فلمونه وو. د ناستک فلم دا سندره دومره مشهوره شوه چې په کوڅو کې به ځوانانو زمزمه کوله.
دیک تیری سنسار کی حالت کیا هو ګۍ بهګوان- کتنا بدل ګیا انسان.
خو ژر د فلمونو په اسمان نور ستوري وځلیدل او اجیت په مغل اعظم او نیا دور په شان مشهورو فلمونو کې د دلیپ کمار او مدهوبالا سره کار وکړو. ده به د خپل فلمي ملګري راجندر کمار سره د سمندر پر غاړه یو هوټل کې تاش پتې (قطعې) کولې. هغه وخت یو ډایریکټر پرکاش راو د “سورج” نومې فلم جوړولو ته مټې نغښتې وې. په دې کې د راجندر کمار سره وجنتي مالا او د ویلن رول به پریم نات کاو. خو ځینو ښځو د پریم نات سره کار نه کاو او د راجندر کمار په مشوره پرکاش راو اجیت ته د دغې رول وویل. اجیت زړه نا زړه و خو راجند کمار ورته وویل چې هر یو ځوان د فلم هیرو نشي کیدای او کله کله ویلن (بد کردار) د اتل نه زیات مشهور شي. اجیت د سورج فلم له کبله د یو ویلن په توګه شهرت وموندلو. د ۱۹۷۰م په لسیزه کې “زنجیر او یادون کی بارات نه علاوه شکاري فلم هم مشهور شو. د ده ځینې مکالمې لکه “مونا ډارلنګ او ” للی ډونټ بی سلی” د هر چا په خله وو. تر ۱۹۷۰م اجیت چې خلکو به اجیت خان بللو، شا و خوا ۶۰ فلمونو کې د متمدن خو بدکردار سړي په توګه ښکاریدو. په ظاهره دی به په ښه لباس او شریفانه چلن ښودل کیدو چې په نورو خلکو يې د شیطانت کارونه کول. کله به قاچاق بر، ډون یا د قاتلانو او غلو مشر رول يې لوباو.
حامد علي خان په ځوانۍ کې د یوې اینګلو انډین مسیحي جینۍ سره په مینه واده وکړو چۍ ژر ختم شو. مور پلار ورته یوه پښتنه جینۍ شاهده ورواده کړه او له هغې يې درې زامن وشول. د دې میرمنې له مړینې وروسته د یو بل پښتون ایکټر جینت ( زکریا خان) په مشوره دریم واده د سارا سره وکړو. له دې يې دوه زامن وشول چې یو ارباز خان هم اوس په فلمونو کې کار کوي.
شا و خوا ۴۰ کاله، په ۲۰۰ فلمونو کې د کار څخه وروسته اجیت په کور کیناستو او په ۲۲ اکتوبر ۱۹۹۸م کې وفات شو.
د ده د ژوند حالات اقبال رضوی په ” زمری اجیت ” کتاب کې ولیکل چې ۲۰۲۲م کې چاپ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *