چیندرو


د کور په چت، کوڅه یا د لوبو میدان کې به مو پر زمکه د سکارو یا د چاک سره څلور
ګوټیزه یا ګول کورونه جوړ کړل. د پالش یا د نسوارو تش ډبلی چې خاوره پکې ډکه وه، پر زمکه واچوله او په یوې پښې په ټوپونو وړاندې ورټېله کړه. د دمې لپاره به یوه یا دوه خانې جوړیدې. ډبلی یا ” ګیټۍ” که په لیکه راغله نو لوبغاړی به وسوځیدو. بیا به د بل وار و.
دا د چیندرو یا چینجو لوبه وه چې پخوا په کلیو او ښارونو په کوڅو کې به ماشومانو کوله. د چیندرو درې ډوله وو. یوه ساده چې اته یا لس کورونه يې لرل. دویمه هغه چې درې لوی کورونه او ورپسې یوه تنګه خانه وه چې ډبلی به پکې ځایدی شو. دغې ته به يې ” ګیلي” ویل او دمې سره به جوخته وه. ګیلي ته د ډبلي اچول او ترینه تیرول ګران کار و. دریمه چیندرو به په دایرو کې جوړیدل چې په تنګو لارو یو بل سره نښتي وو. د ټولو چیندروګانو پای به د کور یا د خانې بندول وو. هغه لوبغاړی چې د ټولو خانو نه په کامیابۍ تیر شو، چیندرو ته به يې شا کړه. دبلی به يې په یو لاس د خپل سره د پاسه چیندرو ته واچوله او دا په کومه خانه کې پریوته نو هغه به د ده په نوم او نورو لپاره بنده شوه.
نورو لوبغاړو به ګیټۍ د ده د بندې خانې نه وراخوا په زوره ویشتله او بیا به يې ترې اوږد ټوپ ووهلو. کله کله دوه خانې بندې شوې او چا به ترې وردانګلی نشول نو د بندو کورونو خاوند ته به يې زارۍ وکړې چې د ” مېږي لاره” راکړه. هغه به د خانې یو ګوټ کې ورته د یوې پښې د ایښېدو ځای ورکړو. هلته د دویمې پښې د ایښیدو مانا سوځیدل وو.
د یورپ په ځینو سکولونو کې د ماشومانو د لوبو په میدان کې په پوخ رنګ ګول چیندرو اوس هم جوړېږي. انګریزي کې چیندرو ته ” هاپ سکاچ” وایی او د هند په زیاتو ژبو کې ” کیري کاره یا “سټاپو” نومېږي.
د پښتو شاعر مصطفی سالک د چیندرو په اړه یو نظم هم لیکلی دی.

ژوندون لوبه د چیندرو ده
جوړ د کرښو کورکي دي
په يوه پښه مزل دی
څوک ترې خوښ دي څوک شاکي دي
******
منځ کې لنډه شان دمه ده
نور نو یون دی حرکت دی
دې کې لويه فلسفه ده
د ژوند دغه اصليت دی
******
چې دې ټيک په کرښه راشي
وار دې تیر شو سوځیدل دي
ستا د خپلې غلطۍ نه
مشكلات راټوکیدل دي
******
خو چې وار دې خطا نه کړې
بل نوبت دې راروان دی
سوځيدل دې تجربه شوه
حرکت دی راروان دی
******
د غم ټیک په پښه بهر کړه
د ژوندون هرې خانې نه
حقیقت د بريا زده کړه
د چیندرو د افسانې نه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *