سواره


د ۱۹۹۱م په سپرلي کې مې د کلي په یو کور کې ښځو سره مرکې کولې. د پوخ عمر یوه ښځه له ډېر وخت هلته ناسته وه، په مخ يې لاس ایښې، د نورو خبرې اوریدې. کله چې ټولې لاړې او ما خپل مایکروفون په بیګ کې کیښودو نو هغې راته وویل، ” زما کیسې اوریدو ته حوصله لرې؟” په ما ناوخته و خو هغه د کوربه خواښې او له هغې دولس کاله کشره وه. بیګ ته مې لاس کړو نو هغې له ثبت منع کړم. ” زه يې په بدو کې ورکړی وم.” ما پوښتنه وکړه ” سواره؟” هغې سر وخوځاو. خو زه سواره نه وم، په پښو يې بوتلم. ټوله ورځ نهاره او اوږې وم. د اتو کالو ماشومه… د هغې غږ مات او سترګې يې ډنډ شوې. “څه چل شوی و؟ څه دشمني وه؟” ما وپوښتل. ” هغې بیا پلار ته ښیرې کولې. په ګور يې اور بل شه… الله دې په دوزخ کې وسېزي…” زه وبوږنیدم او سپین سری میرمن دننه راغله. ” داسې مه وایه…په مړو پسې خلک دعا کوي.” د سلګۍ له خلې نورې هم نارواه ښیراوې مې واوریدې او د هغې پام اړولو ته مې وویل، “ستا څو اولادونه دي؟” په سر يې د سپین ململ د لوپټې مخه په دواړو لاسونو پرانسته ” الله شکر دی چې نه يې لرم…د هغه ظالم …” مېړه ته يې پوچ ښکنځل کول او غږ يې مات شو نو یوه شیبه خاموشي وه. زما مخې ته په یو قاب کې میوه پرته وه، له هغې مې یوه مالټه سپینه کړه او سلګۍ ته مې ورکړه نو په لوپټه يې سترګې پاکې کړې، ” تا نه زار…میلمنه خو ته يې…ته وخوره…” ما ورته وویل، ” راځه دواړه به يې وخورو.”
ما د ” سوارې” د دود په اړه اوریدلي وو او په دې اړه د پښتو نامتو شاعر درویش دراني شعر هم د ښځو په پروګرام کې خپور کری و. خو دا لومړی ځل و چې یوې (سوارې) ښځې راته د زړه تڼاکې را ښکاره کړې.
د پښتنو ناوې په دودیزه توګه سره جوړه کې د ښځو په بدرګه ډولۍ کې کېني. خو په بدو کې ورکړی شوی جینۍ په اس یا په اوښ “سواره” دشمن کره وړل کېږي. د سلګۍ پلار یو کس ووژلو او بیا مفرور شو. بیا د دواړو کورنیو ترمنځ دشمني ختمولو لپاره په جرګه کې فیصله وشوه چې قاتل په تاوان (ناغه) کې دوه زره روپۍ ورکوي. په هغو ورځو کې دا ډېرې پېسې وې او د سلګۍ کروند ګر پلار دومره توان نه لرلو نو د شپږو کالو سلګۍ يې “سواره” ورکړه. دا به د مقتول کشر ورور ۱۶ کلن بادام ګل ته ودیده. خو وژل شوي ځوان لپاره يې یوه پیغله غوښتې وه او رواج دا و چې کونډه وریندار به د لیور سره نکاح تړي. د سلګۍ د مور تمه پیدا شوه چې ممکن د بادامي کورنۍ پېسې واخلي او لور يې سواره نشي. خو د بادامي له واده وروسته د هغه مور مړه شوه. پلار يې غوښتنه وکړه چې سلګۍ به ما ته په نکاح کړئ. جرګه بیا کیناسته او خلکو ورته د قناعت کوشش وکړو چې سلګۍ له هغه ۳۵ کاله کشره او لا هم ماشومه وه. خو هغه نه منل چې زه خدمت لپاره ښځې ته اړ یم. خپلې سپین سری مور چې د بادامي تره کره به اوسیده، ورته لوپټه په زمکه واچوله چې ظلم مه کوه، زه به دې خدمت کووم. ملا صیب هم د ده د نکاح مخالفت وکړو چې دا په شرع کې ناروا وو. خو د بادامي پلار نه منل او د مړ زوی د بدل ګواښ يې وکړو نو د اتو کالو سلګۍ يې “سواره” بوتله.
هغې خپل سپین ږیري مېړه ته ” بابا” ویل او ټولو به ورپورې خندل. “چیلم ډکول، له کوهي د اوبو بوکه ویستل، جارو وهل مې هم هلته زده کړل” د سلګۍ د مخ ګونځې نورې هم ژورې شوې. ” د شپې به خپلې خواښې سره ویده کیدم چې کور يې جوخت و. سلګۍ څه وخت ځوانه او کله د خپل بوډا مېړه د هوس پوره کولو جوګه شوه؟ د اوښکو او ښیراو اوږد داستان و. په هر اسویلي کې به يې څو ښیرې خپل پلار او مېړه ته کولې ” خدای به يې چرې هم نه بخښي…په ګور يې لعنت وي… غاړه به يې بنده وي …”
بدي ولې کېږي؟ جینې ولې د سړو د غرور او هوس قرباني شي؟ بدي ختمه شي خو د یوې پیغلې ژوند څنګه وي؟ څوک يې تپوس نه کوي. ما به داسې ګڼله چې د سوارې رواج یواځې په پښتنو کې دی خو وروسته خبره شوم چې په راجپوتانه او سنده کې هم دغه رواج ” ونی” نومیدو. د لویو باچاهانو سره د پوځي مقابلې په ځای وړو ریاستونو به خپلې پیغلې یا ماشومې لوڼې ورته وسپارلې.
د سلګۍ کیسه د نشر لپاره نه وه خو په دې موضوع مې د سیمې مخه ورو پښتنو سره خبرې وکړې. ځینو د دې غندنه وکړه خو نورو ویل چې دا یو وخت د دشمني ختمولو او د قامونو ترمنځ د صلح او د روغې لاره وه. ما سره دا سوال و چې پښتانه د خپل غیرت او پت پالنې لپاره شهرت لري نو بیا ولې د ځان د ژغورلو لپاره خپله لور یا خور چې د ده ننګ او غیرت وي، پردي کس ته سپاري. د سلګۍ جواب دا و، ” په دوه زره روپۍ به هغه وخت ۲۰ ګډان ( پسونه) کیدل. څاروی خو ییا هم په بازار کې خرڅ شي. زه مال وم، بیه مې نه وه معلومه.” بیا کټ کټ په خندا شوه.
ډېر کلونه تیر شول خو د سلګۍ هغه لیونۍ خندا رانه هېره نه شوه. څو میاشتې کېږي، په یو واده کې مې هغه استاده ولیده چې زه يې خپل کلي کې د مرکو لپاره بیولی وم. پخوانۍ خبرې مو یادولې نو هغې راته د سلګۍ د مرګ خبر راکړو. بیا يې وویل، ” هغې وصیت کړی و چې ” د پلار او خاوند له قبرونو مې ډېر لیرې خښ کړئ.”

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *