په هند کې فقیر “ګداګر” یا خیرات غوښتونکي ته وایی او انګریز په هند کې د جهادي مشر یا درویش لپاره د فقیر لقب یو ډول سپکاوي او حقارت له مخې کاراو. د وزیرستان ایپي فقیر په ۲۰ پېړۍ کې د برطانوي استعمار په ضد لوی مبارز و.
د ده نوم علي خان او ۱۹ پېړۍ په پای (ممکن ۱۸۹۷م) کې د وزیرستان “شینکۍ کرته” کلي کې وزیږېدو. ده لومړۍ دیني زدکړې په کور کې له خپل پلار ارسلا خان سره وکړې چې د اتمان زو وزیرو د توری خیل قام څخه و. بیا د نور سبق لپاره د بنو مولوي ګل خدایداد ته يې واستاو. هلته هندوان او سیکان هم اوسیدل چې زیات کاروبار د دوی په لاس کې و. یوه ورځ علي خان د ” ټانچي بازار کې د خلکو ګڼه ولیده نو ورنزدې شو. د لوی جومات په دروازه چا مرداري مښلې وه نو د خفګان نه علاوه څه يې نشول کولی.
په وزیرستان کې د انګریز سره جنګونه د علیخان له زیږېدو وړاندې، ملا پونده په وخت شروع وو. د میرزا علیخان ماشومتوب او ځوانۍ وختونه د دغو جنګونو او شخړو په ماحول کې تیر کړل. دی د ۱۲ کالو و چې پلار يې مړ شو نو بیرته کلي ته لاړو او هلته د مولانا عالم جان داوړ او نورو عالمانو سره يې اسلامي تعلیمات پوره کړل. د ده یو ورور هم و او پلار ورته په کجورۍ کې لږه زمکه پریښې وه. په ۱۹۲۲م کې دواړو وروڼو دا زمکه خرڅه کړه او په “سپلګه” کې يې یو جومات، حجره او کور جوړ کړل. علیخان د د مولانا محمد فاروق څخه د “فقه” تعلیم لپاره یو ځل بیا بنو ته ورغلو او د ملا قاضي شیرزاد د لور سره يې واده وکړو. میرمن يې سپلګې ته بوتله خو د دیني زدکړو لپاره به کله کله د “میرعلي” ایپي کلي ته هم ورتلو. یو ځل سوات او بیا جلال اباد ته يې تعلیمي سفرونه وکړل. د خپل تاریخ او نورو علومو څخه يې هم ځان خبراو. د پیر روښان، خوشال خټک او رحمان بابا د شاعرۍ نه علاوه د انګریزانو سره د افغانانو جنګونو او مبارزو تاریخ هم ولوستلو. په پښتو فارسي، اردو او عربي ژبو يې عبور و. په ۱۹۲۸م کې میرزا علیخان د کابل د لارې حج ته ورغلو. بیرته راتلو سره دی د سپلګې نه ایپي ته کډه شو. په افغانستان کې د امیر امان الله خان د اصلاحي پروګرامونو خلاف ملایانو فتوا ګانې ورکولی. علیخان د خپلو څو پیروانو په بدرګه پکتیا ته لاړو خو د ساه لنډی (ایستهما) له کبله بیرته راغلو. د سقاو په دوره کې دی یو ځل بیا خوست ته لاړو او د امان الله خان د بیرته راوستلو لپاره يې خلک مبارزې ته وهڅول.
په ۱۹۳۶م کې د بنو د ” اسلام بي بي” په قضیه کې د انګریز د بې انصافۍ خلاف پښتنو په “عیدک” کې یوه جرګه وروبلله. هلته ځوانانو شعارونه ورکول چې په بنو به حمله وکړو. میرزا علیخان په جرګې کې غلی ناست و چې ځینو ته د منلو وړ نه وه نو هغه يې د انګریز جاسوس وبللو. اخر ده ټولو ته وېنا وکړه چې تاسو په تش لاس د انګریز د لوی ځواک مقابله نشئ کولی. ښه به دا وي چې د یو جهاد لپاره ځانونه تیار کړئ.
د دې جرګې خبر انګریز ته ورسیدو او هغوی د میرزا علیخان نه د خطر احساس وکړو. ده ته يې هر قسم مالي امداد، ملکي، خاني او د زمکو وړاندیز وکړو چې هغه رد کړل. د وزيرستان ولس په دوو ویشلي وو، ځینو انګریز سره د روغې خبره کوله او نورو د جنګ لاره ښه ګڼله. په ۲۳ اپریل ۱۹۳۶م د سکاوټس یوې ډلې “ایپي” کې د حاجي صیب او نورو دوو مشرانو کورونه ړنګ کړل. میرزا علیخان د وزيرو، مسيدو، داوړو او بيټنو سره جرګې وکړې. د ژمي په پېل کې هغه خیسور (خيساره) کرکڼۍ کې میشت شو. انګریزانو توري خيلو ته ګواښونه کول چې که تر ۳ نومبر ۱۹۳۶م ایپي فقیر ورته و نه سپارلو نو دوی به ورباندې حمله کوي.
” ملکانو پيرنګي ته سپينه خبره وکړه چې نهٔ خو ايپي فقير لهٔ خپلې سيمې شړلای شو او نهٔ يې د جګړې نه قلارولی شو. او کهٔ پهٔ فوځ يا سکاوټس څوک بريد کوي نو مونږ يې نهٔ يو ذمه وار او ښه به دا وي چې تر درې مياشتو فوجي نقل و حرکت بیخي معطل شي.”
داوړو خپل دوه استاځي حاجي صیب ته جرګه واستول نو ده د هغو ټولو خلکو د ویستلو فیصله وکړه چې د انګریز لاس ورته رسیدای شو او یا حکومت سره يې دنده لرله.
په ۲۵ نومبر ۱۹۳۶م حاجي صیب، ۱۲۰ مجاهدینو سره په “لګډ” کې د انګریز ځواک ته مورچې ونیولې. یو سیک صوبیدار له جنګ وړاندې څو سپارو سره د دوی لوري ته ورغلو نو هغه ته یو لیک ورکړی شو. د دې متن داسې و.
” که تاسي هندوان، سيکهان، مسلمانان او د بل کوم داسې مذهب او يا قوم څخه ياست چې په اسيا کې اباد وي نو موږ تاسو ته خبر در کوو چې زموږ او تاسو په منځ کې دښمني نشته. ځکه زموږ جنګ يوازې د انګرېزانو سره دئ او بس. مهرباني وکړئ تاسي بېرته په څټ لاړشئ او دغه ليک خپل انګرېز افسر ته ورکړئ او ورته ووائي چې هغه دې د خپل قوم خلک زموږ مقابلې ته را وړاندې کړي. که تاسو پخپله زموږ سره کېنه لرئ او يا د انګرېزانو امر منئ نو تاسو ته دې معلومه وي چې دغه زموږ ملک دی. هر څوک چې دلته د جنګ په نيت راځي هغو ته موږ د داخليدو اجازه نه ورکوو.
صوبېدار، هغه لیک پر ځمکه و غورځو او ويې ويل چې موږ د انګرېز ملازمان يو او هغوی راته امر کری دی چې ايپي فقير ونيسئ.”
په دې خبره په مورچه کې ناستو مجاهدینو ورباندې ډزې پېل کړې او څو کسان پکې ووژل شول. د ډزو په غږ ۲۰۰ نورو غازیانو د انګریز په “راجپوت بټالين” عمومي حمله پېل کړه. د پوځ شا و خوا ۲۰۰ غړي ووژل شول چې یو انګریز میجر او یو کپتان پکې شامل وو. په دویمه ورځ هم ځاني تاوان ډېر و خو په دریمه ورځ د ۷۰۰ کسانو د وژنې خبره کیده.
په ۳ دسمبر ۱۹۳۶م د خیسور په اسمان کې برطانوي الوتکې ولس ته د خبردارۍ پاڼې وغورځولې چې زر تر زره دا سيمه خالي کړئ.
ملکي خلک له هغه ځایه وتلي وو او هوای ځواک د خیسورې جومات او د حاجي صیب په حجره بمبارۍ وکړې.
اخر په جنګ ونشوه نو انګریزانو بیا د خبرو اترو تابیا وکړه. په ۲۴ مارچ ۱۹۳۷م په میران شاه کې يې د اتمانزو وزیرو یوه چرګه وبلله او هغوی ته يې وویل چې د دوی له خوا ایپي فقیر ته د روغې ووایی. هلته یو ځوان غوره کړی شو او دی خیسور ته روان شو. د مخالف لوري نه څلورو کسانو ورته د روغې شرایط کیښودل. یوه دا چې انګریزان به د مسلمانانو په مذهبي کارونو کې مداخله نه کوي. دویمه، وران شوي کورونه او جوماتونه به ورته بیا جوړوي. دریمه، دواړو غاړو ته چې کوم ځاني تاوان رسیدلی دی، هغه به بخښل کېږي.
په ۱۶ اګست ۱۹۳۷م انګریزانو په “واڼه” کې يوه لويه جرګه وبلله. ايپي فقير ورته د روغې لپاره څلور شرطونه کېښودل. یوه دا چې اسلام بي بي دې بیرته مسلمانانو ته وسپاري. دویم په وزیرستان کې به شرعي نظام وي. دریم انګریزان به د تل لپاره له وزیرستان څخه ووځي. څلورم، د جنګ په وخت د وزیرو کوم کسان چې انګریزانو نیولي دي، هغوی خوشې کړي.
په جرګه کې د افغانستان استاځو هم ګډون کړی و او دوی میرزا علیخان ته مشوره ورکړه چې تر څو انګریزانو د ده د شرایطو جواب نه وي ورکړی، جنګ بند کړي. هغه ورته وویل چې تر څو انګریز زمونږ شرایط نه وي منلی، مونږ به جنګ جاري ساتو. څو ورځې وروسته په یوې بلې جرګې کې انګریزانو واضح کړه چې دوی د خلکو په مذهبي چارو کې څه غرض نه لري خو له وزیرستان څخه نه ووځي. دوی امر وکړو چې که هر چا د ایپي فقیر ملګرو ته په خپل کور کې پناه ورکړه نو هلته به بمبارۍ کوي. د بنو او رزمک په سړک د شپې چا سفر نشو کولی او حکومت هر ځای چیک پوسټونه جوړ کړل. په ۲۹ مارچ ۱۹۳۷م غازیانو د ” ډمډیل کیمپ” سره په یو پوځي قافلې حمله وکړه خو دوی پوځي نظم نه لرلو او د ۸۰ نه زیات پکې ووژل شول.
په ۲۴ جون ۱۹۳۷م د حکومت یو راپور وایی چې ځایی خلکو لپاره ” فقیر آف ایپي یو غیر عادي شخصیت و. دی په خپل کرامت، د ونې له یو لرګي څخه ټوپک جوړ کړي. د الوتکو نه غورځیدلی بمونه په کاغذ یا په مالوچ بدل شي. د ده د ملو شمیره د ۱۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰ اټکل کیده چې ورسره پتمن او هوډیالي وو. هغه د څو ټوپکو، مشین دارو او زاړو توپو نه علاوه څه نه لرل. ده د قبایلي دود سره سم ناڅاپه به په دشمن تاړاک وکړو. نیول شوي پوځیان به يې شکنجه کول چې دشمن يې په ویره وي.
په اپریل ۱۹۳۸م کې حاجي صیب ګورويک ته لاړو چې قدرتي غارونه لري او هلته بې شمیره سمڅې يې وکيندلې. یو جومات، استوګن ځايونه او د څاروو لپاره پکې غوجلې هم وې. انګریزانو د اطالیې مشر، مسولیني د فقیر ایپي سره په مرستې تورن کړو.
په ۹ می ۱۹۳۸م کې، د جمیعت العلماء هند مشر مولانا قمر زمان چې د ” وریښمین رومال” غورځنګ غړی و، د “عیدک” په لوی جرګې کې د “غازي” په نوم یوه جهادي ډله اعلان کړه. د دې مشر حاجي میرزا علیخان او معاون يې مولانا عبد الرحمن (تورملا) وټاکل شول. انګریز د سزا ورکولو په نیت، په توری خیلو کې د میرزا علیخان او حیدرخیلو کې د مولانا قمرزمان کورونو ته اور ورته کړو.
په ۱۹۳۹م کې د” آهنی تنګۍ” په شخړه کې انګریز ته سخت تاوان ورسیدو. په خیسوره دویم لوی برید کې د سیلۍ طوفان، سخت باران او سیلابونو کې د انګریز لښکر لاهو شو او هلته په لوړو ژورو کې د پوځ مړي پراته وو. دریمه لویه شخړه د ” ډمډيل کېمپ” په نوم مشهوره ده. په دغه ورځ له سهار تر ماښامه دواړو غاړو په یو بل ډزې کولی او اخر د انګریز پوځ د ۲۰۰ مړو سره بېرته لاړل. د “شهور تنګی” په شخړه کې ۷ انګریز افسران او ۴۶ پوځیان ووژل شول.
د ۱۹۳۹م په ستمبر کې دویم نړۍ وال جنګ ونښتو او برطانیې د چاوڼیو پوځ اروپا او نورو ځایونو ته يې واستاو. د هند په لویه وچه د انګریز ټولو مخالفانو له جنګ لاس واخیستو خو د میرزا علیخان ډله فعاله وه. د ۱۹۴۶م تر اګست وزیرستان کې په چاوڼیو حملې کیدې.
په هند کې د انګریز څخه د خپلواکۍ تحریک زور وموندلو نو په جون ۱۹۴۷م کې د بنو په یوه جرګه کې مختلفو قامونو د پښتونستان مطالبه وکړه. په اګست ۱۹۴۷م کې هند وویشل شو په لومړۍ اکتوبر ۱۹۴۷م د صوبه سرحد سیاسي استاځي په میران شاه کې د وزيرو او داوړو یوې جرګې ته اعلان وکړو چې د قبايلو ټول مفروران وبخښل شول. په دوی کې حاجي میرزا علیخان هم شامل و.
خو هغه لیدل چې د صوبه سرحد ګورنر جارج کنګهم نه علاوه، مشر وزیر او نور انګریزان چار واکي ټول په خپل ځای پاتې وو. د ۱۹۳۵م د انګریز قانون هم نه و بدل شوی او میرزا علیخان په پاکستان کې سمدلاسه، شرعي قانون غوښتلو.
په ۶ نومبر ۱۹۴۷م د صوبه سرحد ګورنر د وزیرستان څو مشرانو سره لوظ وکړو چې د دوی له سیمو به پوځ وباسي. هغوی ورته په یو سند ګوته ولګوله چې دوی به د حکومت سره پت من وي. خو په واڼه، میران شاه او نورو چاوڼیو څو کاله نور هم برطانوي بیرغ رپیدو.
د پاکستان حکومت د قبایلو مخه “کشمیر” ته واړوله او د وزيرستان خلکو نه يې غوښتنه وکړه چې هغه ورته آزاد کړي. د پاکستان لومړی وزیراعظم، لياقت علي خان وزيرستان ته راغلو نو خلکو ورته د غزا لپاره ۳۰۰۰ روپۍ چنده هم راټوله کړه. حاجي صیب د دې مخالفت کاو خو ډېرقبایل د لوټمار په هدف، کشمير ته لاړل.
د افغانستان حکومت له لومړۍ ورځې څخه پاکستان نه و منلی نو د ایپي فقیر سره يې مالي مرستې ته مټې ونغښتې. د ګورویک “چاپ خانې”، تخریبي پاڼې خپرولې. د هند په مرسته د وسلو په کارخانه کې به ټوپکې جوړیدې. په کابل کې د هند سفارت په واسطه، حاجي صیب لیکونه وراستول. یو لیک کې يې د هند وزیراعظم جواہر لعل نہرو ته ولیکل.”
…زه ستاسو ډېر منندوی یم چې ورسره مو مخامخ خبرې وکړې. خواست دی چې پاکستان یعنی انګریز له ډېر وخت په کشمیر کې ستونزه جوړه کړی ده. خدای دی ما ته او تاسو ته توفیق درکړي چې د کشمیر اوسیدونکي له دغه شر خلاص کړو. د خدای په فضل اوس پاکستان کمزوری شوی دی او هیڅ نشي کولی. دریمه خبره دا ده چې ستاسو د کومک راتلو سره سمدلاسه زه د سرحد خلک ناڅاپي جنګ ته به اړ کړم. ځکه پاکستان یعني انګریز له ډېرې مودې نه د
سرحد خلک د ولوږې وژني او دوی يې بربنډ ساتلي دي. کله چې زمونږ وطن ته ستاسو مرسته راغله نو دوی به په یو معمولي تنخواہ ما سره یو ځای شي او تاسو به د هندوستان له لوري حمله وکړئ. دا ځل اوّل حسن ستاسو لوري ته روان دی ځکه د کابل باچا په ټولو سفیرانو سخته پهره لګولی ده نو ځکه ستاسو سفیر ته رسیدل ګرانه ده. نوغوره به دا وي چې اوّل حسن ستاسو په اختیار په کابل کې ستاسو سفیر ته ورتلای شي نو هله به ټول کارونه د تسلی وړ وي. اوّل حسن به ضروري خبرې تاسو ته پخپله بیان کړي. ”
د ایپی یو لیک د هندي پوځ یو جنرال په نوم هم ونیول شو چې دی پکې وایی، زه هیله لرم چې تاسو به په راتلونکي کې هم زما د ملک د حالاتو څخه “پنډت جی” خبروئ چې زمونږ په کار کې څه تاوان ونشي. انګریز د روس له خطر، افغانستان ته په سخته ویلي وو چې په پاکستان، پوځي تیری به د دوی په ګټه نه وي. په ۷ ستمبر ۱۹۴۸م کې افغانستان میرزا علیخان ته خبرداری ورکړو چې د پاکستان خلاف هر ډول فعالیت نه دې لاس واخلي.
فقیر ایپي د رزمک په “ملک اژدر” کلي کې یوې غونډې ته په خطاب کې وویل چې د ” افغانستان حکومت تر اوسه زه غلط کری وم او د اسلام په نوم يې راته دوکه راکړه.” بیا يې خپلو ملو ته سپارختنه وکړه چې که افغان حکومت په راتلونکي کې زما په نوم د پاکستان خلاف څه پلان جوړ کړو نو تاسو به ورسره تعاون نه کوئ. ده په ګورویک کې یو شرعي عدالت جوړ کړو چې په ډاګه د پاکستان د قانون سرغړونه وه. د ۱۹۴۸م په جون کې د ملخو په داوړو، په جولائي کې د خدر خيلو په وزيرو، په ۱۹۴۹م د فرورۍ په لومړۍ نېټه د ملک اژدر په زيارت او په ۱۲ جون په مغلګي بمباري وشوه.
د ۱۹۴۹م په ۲۹ می، حاجي صیب د” ګورویک”په یوې جرګې کې حکومت نه ” پښتونستان” د یو خپلواک ملک په توګه د منلو غوښتنه وکړه. خو له ۱۹۵۰م تر ۱۹۵۴م د وزیرستان په کلیو بنبارۍ روانې وې.
فقیر ایپی په ۱۶ اپریل ۱۹۶۰م کې د ساه لنډي په مرض وفات او ګورويک ته مخامخ په يوې غونډۍ خاورو ته وسپارل شو. د پېړۍ په پای کې د اسلام اباد څخه سرینګر د لوی لار یو وړوکی سړک اوس د ” ایپي فقیر روډ” نومېږي.
سرچینې
۱. زمونږ غازیان. محمد ولی ځلمی. د افغانستان د علومو اکادمي. ۱۳۶۸ه ش.
۲. وزيرستان. لایق شاه درپه خپل.
5. The Faqir of Ipi. Dr. Babri Gul Wazir. The Faqir of Ipi’s true Jihad against the British Government of India. 1936-1947