په ماشومتوب کې زمونږ لپاره یوه ننداره د تبخي د بل مخ سپرغۍ وې. مور به مې ټولې ډوډۍ په شکور کې پروت سور دسترخوان کې تاو کړل او لوی تور تبخی چې تر هغې د دې لاسکی هم سور شوی و، د یو لرګي سره له انغري اوچته کړه او څنګ ته دیوال سره به يې اړولې اودورله.
مونږ به هلته وړو وړو سپرغیو ته حیرانه وو چې لکه د سرکس د رڼاګانو پړک پړک يې کاو. په دغو رڼاګانو به مختلف شکلونه جوړیدل او ورانیدل. یو وخت به لوی هاتي راته څلیدو چې بیا خړتم به يې ورک شو او زمری به جوړ شو. بیا ژر به زمری هم پاتې نشو او یو مارغه به الوتلو. د ده وزرې به د پیشو په دوو غوږونو واوختل او بیا د شاتو مچۍ به ترې جوړیدل. مور به راته غږ وکړو چې ډوډۍ وخوره خو ما به هم هغسې د تبخي ته کتل چې لکه د تهیټر ( تیاتر) پکې د سپرغیو ډرامه روانه وه. په اخره کې توره پرده پرې وغوړیده او ما به ترې سترګې واړولې. د اور د بڅرکو یوه بله لوبه هم راته یاده ده. د جارو نه به مو یو نری اوږد تیلی راشوکول او د دې یو سر به مو په انغري کې لږ وخت کیښودو چې یوه سپرغۍ پرې جوړه شي. بیا به مو دغه تیلی په هوا کې ګول ګرځاو چې سپرغۍ نه دایره جوړه شي. تر څو چې په تیلي دا سپرغۍ بلیده، ما به ترې مختلف شکلونه جوړول. کله څرخ، کله تاو راتاو زنځیر او یا بیا مثلث او چارخانه. مشرانو به منع کولو چې اور سره لوبې شیطاني کار دی. کله به یوه وړانګه د چا په لاس یه پښه وغورځیده نو و به يې ترټلو. خو د وړانګو او د سپرغیو دغه لوبې د کلیوال ماشومانو د ژوند یوه برخه وه. اوس نه ده خاورو انغري دي او نه ماشومان د تور تبخي سپرغۍ پېژني.