خوشال او اقبال


‏د پښتنو ملي شاعر خوشال خان خټک په ۱۷ میلادي پېړۍ کې ژوند کاو. داسې اندازه ده چې هغه ۴۵ زره شعرونه وکښل او د ۲۰۰ کتابونو څخه ” باز نامه، فضل نامه، دستار نامه او فرح نامه” پاتې دي.
له ده ۲۰۰ کاله وروسته د هند نامتو شاعر او فلسفي، محمد اقبال ځینې شعرونه کټ مټ د خوشال مضمون لري چې نامتو مستشرق ایچ-جي راورټي په ۱۸۶۲م کې انګریزي ته واړول. دا غورچاڼ په کلکتې کې “د افغانانو شاعري” په نوم چاپ شو او د خوشال ۹۸ بیتونه يې لرل. په ۱۸۶۹م کې دوست محمد کامل د ” ایچ- ډبلیو- بیلو” په مدیریت د خوشال ټوله پاتې شاعري په انګریزي وژباړله او دا ټولګه په پیښور کې چاپ شوه. په ۱۸۹۰م کې یو بل مستشرق ” بیډلف” هم د خوشال شاعري په انګریزي ژبې لندن کې چاپ او خپره کړه.
محمد اقبال په نومبر ۱۸۷۷م کې په سیالکوټ کې وزیږېدو. نیکونه يې د کشمیر برهمن او د ۱۸ پېړۍ په پای کې مسلمان شول نو له کشمیر يې کډه وکړه. د اقبال پلار شیخ نور محمد سیالکوټ کې د مالوچو کاروبار کاو او یو دینداره سړی و نو خپل اولاد ته يې د اسلامي زدکړو تابیا وکړه. اقبال د کالج له زمانې شاعري کوله او د عربي، فارسي او اردو نه علاوه د انګریزي کتابونه هم ولوستل. په ۱۸۹۸ م کې د فلسفې تعلیم لپاره يې پنجاب پوهنتون کې داخله واخیسته او د پېړۍ تر پای خلک د ده له شعر اشنا شول. له ۱۹۰۳م د لاهور په ګورنمنټ کالج کې د انګریزي او د فلسفې استاد و. په ۱۹۰۵م کې ده کیمبرج پوهنتون کې د فلسفې نه علاوه د وکالت تعلیم لپاره د لندن په “لنکنز اِن” کې داخله واخیسته. د عربي ژبې استاد پروفیسر آرنلډ په اقبال ډېر اغیز لرلو او د هغه په مشوره ده د جرمني په میونخ پوهنتون کی د پی ایچ ډی لپاره داخله وکړه. ده په ۱۹۰۷م کې څلور میاشتې “هایډل برګ” کې جرمني ژبه زده کړه. بیا په میونخ پوهنتون کې يې شپږ میاشتې په خپلې پخوانۍ مقالې ” په ایران کې د ما بعد الطبیعیات ارتقا” کار کاو. د دې مقالې له دفاع وروسته، میونخ پوهنتون ورته ډاکټریټ ډګري ورکړه.
په یورپ کې د اقبال په مفګوره کې بدلون راغلو او دی د ملت پالنې مخالف، د اسلام له طلای دورې او د یورپ په منافقت پوهه شو. په لندن کې اقبال په اسلامی تصوّف، په یورپ د مسلمانانو اغیز، اسلامی جمہوریت او داسې نورو موضوع ګانو لیکچر ورکول. یو وخت ده د شاعرۍ نه لاس واخیستو خو بیا پروفیسر آرنلډ او نورو روڼ اندو وهڅولو. پروفیسر نکلسن د اقبال، فارسی مثنوی “اسرار خودی” انګریزی ژباړه وکړه نو یورپ کې خلق د اقبال د نوم سره اشنا شول.
په لندن کې د وکالت امتحان کې کامیابه شو نو په ۱۹۰۸م کې اقبال بیرته هند ته ورغلو. اروپایی محقیقین خټک ته ” سولجر پویټ اف پشتو” خطاب کوي. څرګنده نه ده چې محمد اقبال څه وخت د خوشال خټک شعر ولوستلو خو د هغه مطالعه ژوره وه او داسې اټکل دی چې د انګریزي ژباړو نه يې الهام اخیستی و. په ۱۹۳۴م کې چاپ د اقبال شعري غونډ ’’بالِ جبریل ‘‘کې یو لنډ نظم ’’خوشحال خان کی وصیت” په نوم خپور شو. په دې کې هغه د پښتو دغه نامتو شاعر د میړانې او هلو ځلو ستاینه کوي.
د نظم سره په حاشیه کې اقبال دا وضاحت هم ولیکلو چې ’’خوشحال خان خټک د پښتو ژبې نامتو وطن دوست شاعر و چې افغانستان يې د مغلو له پنجو ویستلو لپاره د سرحد افغاني قبایلو جماعت جوړ کړو.” د اقبال دغه نظم په اردو کې داسې دی.

قبائل ہوں ملت کی وحدت میں گم
کہ ہو نام افغانیوں کا بلند
محبت مجھے ان جوانوں سے ہے
ستاروں پہ جو ڈالتے ہیں کمند
مغل سے کسی طرح یہ کم نہیں
کہستاں کا یہ بچۂ ارجمند
کہوں تجھ سے اے ہم نشیں دل کی بات
وہ مدفن ہے خوشحال خاں کو پسند
اُڑا کر نہ لائے جہاں بادِ کوہ
مغل شہسواروں کی گردِ سمند
د دې نظم دویمه مصرع د خټک د شعر کټ مټ ترجمه ده،
د خوشحال سلام په هغو شا زلمو دی
‏کمندونه چې د ستورو په اسمان ږدي
د اقبال په نورو شعرونو کې هم د خوشال مضمون دی لکه،
ځه هغه شهباز شه چې یې ځای په سردرو وي
نه لکه د کلي کارغه ګرځه غم د نس کا
اقبال وایی
نہیں تیرا نشیمن قصر سلطانی کے گنبد پر
تو شاہیں ہے بسیرا کر پہاڑوں کی چٹانوں میں
خوشال وایی
د کلاغ لايق خو باز دی يا شاهين دی
په دا څه چې د کارغه په سر کلاغ شي
اقبال لیکي
برہنہ سر ہے تو عزمِ بلند پیدا کر…
یہاں فقط سرِ شاہیں کے واسطے ہے کُلاہ…
خوشال لیکي
لکه کاڼي و اغیار ته، موم و يار ته
په سختۍ او په نرمۍ کې هغه زۀ يم
اقبال وایی
ہو حلقہ یاران تو بریشم کی طرح نرم
رزم حق و باطل ہو تو فولاد ہے مومن

خوشال وایی
د شهباز او د عنقا برابر نه دی
مچ او ماشی که الوځي په وزرو
اقبال لیکي
پرواز ہے دونوں کی اسی ایک فضا میں
کرگس کا جہاں اور ہے شاہیں کا جہاں اور
خوشال لیکي،
دا سړی چی فرشته ده هم شيطان دی
که سړی د خپل عمل وته نګران شي
که جنت لره څوک بيايي که دوزخ له
بله نه وينم په منځ کې خپل اعمال دي.
اقبال وایی
عمل سے بنتی ہے جنت بھی جہنم بھی
یہ خاکی اپنی فطرت میں نہ نوری ہے نہ ناری ہے
د خوشال دغه شعر،
له بتانو اميدوار يې په خپل خدای يې نا اميده
لږ وښايه ته ما ته، نوره څه دہ کافري؟
اقبال ته الهام ورکړو چې،
بتوں سے تجھ کو امیدیں، خدا سے نا امیدی
مجھے بتا تو سہی، اور کافری کیا ہے؟

ځینې افغانان هغه لپاره د علامه یا ډاکټر محمد اقبال په ځای د ” اقبال لاهوري” لقب کاروي چې ناسمه ده ځکه دی د سیالکوټ اوسیدونکی و. دا د ویاړ خبره ده چې د اقبال په شان نړۍ وال شخصیت د پښتو له شاعر نه یواځې اغیز من شو بلکه هغه ته يې درناوی هم کاو.

2 Comments

Add a Comment
  1. ستاسې د ارزښتناکې لېکنې څخه ډېره مننه ما ستاسې ډېرى لېکنې لوستلي دي او ستاسې بې طرفي او د ليکنو سره عاطفي چلند نه کول مې خوښېږي دلته هم که بل څوک واى اقبال باندې به يې د خوشحال څخه د کاپي کولو تور لګولى واى زما ستاسې څخه يوه غوښتنه وه که يوه لېکنه مو د پښتو او پښتونولي په اړه ليکلى واى ځکه ډېرى افغان د ځانه پرې خبرې کوي او بله ليکنه که د جلال آباد او ننګرهار اړوند وکړئ ځکه ډېرى دقيق نه پوهېږي جلال آباد چا آباد کړى جلال الدين اکبر که بل چا اباد کړى دى بيا هم مننه روغه سټه او سلامتيا مو غواړم

    1. مننه. د جلال آباد په اړه معلومات به وکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *