زما ژوند او ژوندون (۱۳)


د انګریز په پولیسو کې داسې کسان هم وو چې د اڅکزو سره يې زړه سوي لرله. د دې د مخ نیوي لپاره، حکومت د شپږو میاشتو لپاره د کوټې په پولیسو کې ۲۰۰ اپریدي او نور ځایی خلک د ګلستان شا و خوا غرو کې واچول. په دغو اپریدو کې د یو پیکټ (څوکۍ) ټول سپایان چې اتلس کسان وو، د اڅکزو په مرسته د وسلو سره افغانستان ته واوختل.
په جولای ۱۹۳۰م کې یوه ورځ عبد الصمد د خپلو ملو سره د پولیسو په پهره کې د ” سنډیمن هال” ته يې بوتلل. دننه جرګه روانه وه او دوی يې په باغ کې کینول چې د خپلوانو او ملګرو يې ډک و. له بیلو بیلو تاڼو راوستي ملزمان په بیلو ډلو کې کینولي وو. پولیسو خپل ګواهان (شاهدان) هم راوستي وو چې ” ټول دروغجن وو.” د تاڼو بندیان يې یو یو دننه کول چې د ځینو سره به ګواهان هم ورتلل. خو تر ماسپښین هم د عبد الصمد وار نه راغلو. په بله ورځ يې بیا بوتلل او له ډېر انتظار وروسته يې دننه کړو. هغه وخت د جرګې غړو ته يې چای او کیکونه ( پیسټرۍ) ایښودل چې یوه نوی خبره وه. اڅکزی لیکي، ” د پښین، چمن او کوټې د ځایی جرګو غړو ته به يې لغړې دوې بلغمی پیالی شنې چای ورکولې.” خو په دې جرګه کې د بلوچستان د پښتنو د سر ” جرګه بازان” ناست وو چې ټول د شاهي جرګې غړي وو. څلور خو پکې د اڅکزو غټ ملکان وو. د سرکار له خوا د چمن ای -اې سي، سردار نور احمد خان، دوه د پولیسو افسران خان بهادر باز ګل خان او سردار دلدار سنګ چې څو میاشتې د مخه يې د عبد الصمد بیان اخستې و، هم پکې وو. ځینو ورسره روغبړ وکړو او دوی ته يې چای ورکړې. دا هال عبد الصمد په لومړي ځل دننه څخه ولیدو چې مخامخ ورته په دېوال د رحمان بابا دا شعر لیکلی و،
په دنیا کې بدی نشته …که بدی نه وای له تا
چاپیره په دیوالونو نور شعرونه هم لیکلي وو چې دده له یاده ووتل. له چایو وروسته، سردار امیر احمد خان د عدالت کار د دوی په پیژندګلوي پېل کړو چې دا ځوانان د ګلستان اوسیدونکي او د ګاندي ( ګاندهي) ملګري دي. سردار دلدار سنګ به درته د عبد الصمد خان یو بیان ولولي چې څو میاشتې وړاندې يې ورته ورکړی و. دا پخپله سردار صاحب د بازګل په مخکې لیکلی و. اڅکزي ترې تپوس وکړو چې پر مونږ د څه “نالښت” او تور دی؟ د جرګې غړو ته دا نوی خبره وه خو وې ویل چې دوی سم وایی. نور احمد خان وویل چې صبر وکړئ، تاسو به خبر شئ. بیا دلدار سنګ په انګریزي کې هغه اوږد بیان، ولوستلو او نوراحمد په پښتو بڼه نورو ته ویلو. اخر د اڅکزي سره مل، ایوب خان ورته وویل چې ” دا بیان خو په انګریزی دۍ او ډېره ښه او اوچته انګریزی ده او د اودل سمد خان خو دومره انګریزی نه ده زده.” سردار جی وارخطا شو او ویل ، دا ما لیکلی دی …ده به خبرې په پښتو یا اردو کولې او ما په انګریزي ټایپولې. ایوب خان ورته وویل نو دا ستا خبرې دي…د ده خو نه دي. هغه ویل چې خان بهادر هم ناست و چې ما لیکلی. ایوب خان ورته وویل چې خان بهادر خو هم په انګریزي نه پوهیږي …هغه څه خبردی چې تا څه لیکلي دي. ای- اې- سي ورته وویل ایوب خانه د پولیسو دا دومره ستر افسران مونږ دروغجن نه شو بللی. هغه بیان لوستل بیا پېل کړل. ایوب خان بیا مداخله وکړه چې دا خو ډېرې اوږدې خبرې دي او څه بده خبره خو تر اوسه پکې نه ده راغلی. د جرګې غړو هم تادي وه نو وې ویل چې که څه بده خبره پکې وي نو راته ووایه. سردار وویل چې یو ځای،” ما ( عبد الصمد) ویلي وو چې د موږ سره دا دا زیاتی سوۍ دې او کېږی- دا خو زموږ د بارولو کارونه دی.” سردار په انګریزي کې ” لیو اون بارډر” ترجمه کړی و. بارول يې د کوره جنګ ته د راوتلو مانا کړی وه. د جرګي ټول پښتانه په دې موسکي شول یو بل ته يې وکتل خو څه يې و نه ویل.
په دې وخت کې د جرګې مشر، ارباب خدای داد خان وویل چې له دې خبرو هیڅ نه جوړېږي، خانانو تاسو ګاندي څه کوئ؟ چې د سرکار نه ده خوښه، پریږدئ يې. د دریو کالو لپاره ژمنه وکړئ چې د ګاندي سره به کار نه لرئ، نه به ورځئ او نه به ورته خطونه لیکئ. د جرګې نورو غړو هم د دې تاید وکړو نو ایوب خان ورته وویل چې ” ښه دۍ چی تاسی ټول وایاست موږ به دا ومنو.” دوی خپلې پریکړې د لیکلو تابیا کوله چې نور احمد خان وویل چې ” دا پریکړه به پولیټیکل ایجنټ لیدل او پوښتیدل غواړي.” هغه وویل چې سمه ده تاسو لاړ شئ او سبا بیا راشئ. سبا چې دوی بیرته جرګې ته ورغلل نو سمدلاسه نور احمد خان ورته وویل چې تاسو ته جرګې د دوو کالو بند سزا ورکړی ده. دوه کاله وروسته به بیا د دریو کالو لپاره د نیک چلن ژمنه کوئ. صمد خان لیکي چې ” موږ چی جیرګې والو ته وکتل هغو ټولو سرونه کوز ځړولی وو مځکې ته يې کتل.” ارباب خدای داد د اتیاو کالو سپین ږیری، د کوټې د کاسیانو مشر او د اڅکزي کورنۍ يې پیژندله. د اڅکزي خوا کې کیناستو، په غاړه يې لاس واچاو، تر ذنې يې ونیولو او په زوره يې وویل چې مونږ بې وسه یو. پرون لاټ ساب وغوښتلو او ویل يې چې دوو یا درو ته به ارو مرو سزا ورکوئ. تر څو دوی معافي نه وي غوښتې، سرکار يې نه پریږدي. خدای ته وګورئ چې بخښنه ترې وغواړئ ځکه پیرنګی زوره ور دی. د صمد خان زړه په دغه سپین ږیري وسو او ورته يې وویل چې که تاسو بې وسه او پیرنګی زوره ور دی، نو خدای خو لوی دی…مونږ د هغه بندګان یو …د انګریز بنده ګان نه یو. مونږ ځان بې وسه نه ګڼو ، تاسو پرواه مه کوئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *