وروستی لودي سلطان


د سکندر مشر زوی ابراهیم په۱۵۱۷م کې د پلار په مړینې د تخت وارث شو. هغه وخت دی د ۳۵ کالو و او د خپل اتالیق شیخ پرملي(فرمولي) څخه يې د عربي او فارسي نه علاوه دینی زدکړې تر سره کړې وې.
په ۱۴۵۱م کې د ابراهیم نیکه بهلول لودي د خپلو تکړه سردارانو په ملاتړ د هند واکمن شو. د ده زوی سکندر لودي (نظام خان ) هم د یو کنفیډریشن په ډول ۲۸ کاله په کامیابۍ حکومت کاو.
ابراهیم لودي د پلار له ډکې خزانې او د صوبو پت من حاکمانو چې هر چا ۳۰ او ۴۰ زره پوځ لرلو، د یو سوکاله هند سلطان شو. خو د تخت یو بل دعوه دار د ابراهیم سکه ورورهم وو. د دربار ۲۴ سردارانو په یو جرګه کې هغه ته مشوره ورکړه چې دا دومره لوی هندوستان ته یواځې نشې اداره کولی نو د ورور جلال خان سره واک شریک کړه. ابراهیم د دوی خبره ومنله، په ۲۲ نومبر پخپله آګره کې پرتخت کیناستو او جلال يې د شرقي سلطنت د باچا اعلان کړو.
هغه وخت په بهار کې خان جهان لودي حاکم او ابراهیم ته د امبارکۍ په بانه آګرې ته لاړو. په دربار کې د سلطان په وړاندې يې هغه سرداران وغندل چې د سلطنت د وېشلو صلاح يې ورکړې وه. د خان جهان په مشوره، سلطان ابراهیم سمدلاسه ورور ته لیک واستاو چې بیرته راوګرځه. خو د لیک له رسیدو وړاندې ځینو سردارانو جلال خان ته خبر ورکړی و چې که بیرته راغلې نو ورور دې وژني. هغه د سلطان امر و نه منلو او جونپور ته سفر جاري وساتلو. ابراهیم د خپلو ټولو صوبو حاکمانو ته امر وکړو چې د نافرمان جلال خان له ملازمت دې ډډه وکړي. استاد رشاد لیکي، هغه ” د جونپور او لمر ختیزو سیمو د خانانو او امیرانو په لمسون لاس پورې کړ. د بهار حاکم ( لواڼی دریا خان) د اودهه او لکهنو حاکم ( کالا پهاړ) او د غاذي پور حاکم ( لواڼی نصیر خان) ته يې چې هر یوه دیرش-څلویښت زره سپاره لرل، خورا درانه خلاتونه، وتلی اسونه، زرین موټی تورې او نښانونه ورولیږل.” دوی د جلال خان له ملاتړ لاس واخیستو چې د ابراهیم لپاره لوی بری و.
خو هغه په “کالپي” کې د سلطان جلال الدین په نوم ځان باچا اعلان کړو. سکه يې ضرب کړه او د جمعې په خطبه کې د ده نوم یاد شو. د ابراهیم یو باوري سرداراعظم همایون سرواڼی د باچا مخالف او په ګوالیار کې و. ده د جلال الدین لیک ترلاسه کړو چې ورسره ملا وتړي. اعظم همایون هغه سره یو ځای، لکهنئو او جونپور ونیول.
د سلطان ابراهیم څلور نور ناسکه وروڼه هم وو. په ۱۵۱۸م کې سلطان ابراهیم د یو لوی لښکر سره کالپي ته روانیدو نه وړاندې دغه وروڼه د هانسي کلا کې نظربند کړل. اعظم همایون، په نیمایی لاره کې د ابراهیم مخ ته ورغلو او د خپل چلن بخښنه يې وغوښته. هغه ورته عفوه اعلان کړه نو د جلال سره مله نور باغي سرداران هم بیرته ابراهیم سره یو ځای شول. جلال الدین اګری ته روان شو او ابراهیم کالپي ته ورسیدو. د هغه پوځ، کلا محاصره کړه، ښځو او ماشومانو ته يې له هغه ځایه د وتلو وویل او کورونه يې چور کړل.
جلال الدین غوښتل چې په بدل کې د اګرې کلا وسېزي خو د ادم خان کاکړ په منځګړتوب لاس په سر شو. کاکړ ورله مشوره ورکړه چې هر څوک باچا کیدای نشي او دواړو غاړو ته افغانان وژل کېږي. جلال الدین راضي شو خو ابراهیم لودي نه پخلا کیدو او ورور ته يې د سزا هوډ کړی و.
د ګوالیار راجا مان سنګ، جلال الدین ته پناه ورکړه نو سلطان ابراهیم لپاره هغه کلا نیول ضرور شو. دی د ۳۰ زره پوځ سره ګوالیار ته روان شو نو جلال الدین، مالوې ته وتښتیدو. د هغه ځای حاکم سلطان محمود د ابراهیم لودي له ویرې ورته هرکلی ونکړو. جلال الدین په تیښته، یو بل ریاست “کټرکتنګه ” ته روان و چې په لاره ونیول شو. سلطان ابراهیم، امر وکړو چې دی به په “هانسي” کې د نورو وروڼو سره پاتې وي. خو په لاره ځینو پښتنو، جلال الدین ووژلو او ملامتي د ابراهیم په غاړه شوه. ابراهیم لودي به ویل، ” باچاهان قام او خپلوان نه لري، ټول باچاهي نوکران وي. باید د نوکرانو په څېر چوپړ ووهي او ځای ته ځان ورسوي. د ده د پلار او نیکه د وختونو ” درانه امیران چه هیڅکله به هم په دربار کښی نه وو دریدلي، د ده په دربار کښی به لاس پر نامه ولاړ وو.” (رشاد)
هغه وخت ابراهیم ته تر ټولو لوی ګواښ په کابل کې مغل بابر و چې له ۱۵۰۵م څخه د هند په تکل او پنجاب کې يې جاسوسان لرل. د لاهور حاکم دولت خان د سلطان د پلار سکندر لودي سره پتنه وه. په ۱۵۰۴م کې د ده پلار تاتارخان ( د بهلول تربور) ، له باچا څخه زیاتې زمکې او پوځ لرلو. سکندر لودي، د تاتار خان په مړینې د هغه ټوله زمکه ضبط کړه او دولت خان ته يې یواځې لاهور ورکړو. بابر د دې ټولو حالاتو څخه خبر و او دولت خان ته به يې د ملګرتیا لیکونو سره اسونه ورډالۍ کول.
په ۱۵۱۸ م کې بابر، سلطان ابراهیم ته پیغام واستاو چې د خیبر نه تر جهلم سیمه امیر تیمور په لاس کې وه نو دا دې مستقل هغه ته ورکړی شي. دولت خان د بابر استاځی په لاهور کې وساتلو او سلطان ابراهیم يې د بابر له ارادو خبر نه کړو. دا یو خیانت و چې د یو پښتون د بل پښتون نه د غچ اخیستو لپاره کاو.
په ۱۵۲۰م کې بابر په باجوړ حمله وکړه او د یوسفزو په ملاتړ پنجاب ته ورسیدو. ابراهیم لودي خبر شو نو دولت خان يې ډېلي ته ور وبللو. خو هغه خپل دوه زامن د یو لیک سره اګرې ته واستول چې پکې د سلطان د چلن غندنه شوی وه. سلطان ابراهیم دغه دواړه زامن ورته ووژل او دوه نور يې قید کړل. د پښتون دشمني او بدل تر دې حد ته ورسیدل چې دولت خان سمدلاسه بابر ته په هند د حملې بلنه ورکړه. خو دی یواځې خاین نه وو بلکه د سلطان ابراهیم ترونو علاوالدین او عالم خان لودي هم بابر ته پټه پیغامونه استول چې که راغلئ نو مونږ به درسره یو. دغو ټولو پیښو سره هم ابراهیم لودي د پنجاب دفاع پیاوړی نه کړه او نه يې مخالفان راضي کړل. په ځای خپل سرداران يې یو یو وژل او یا به يې ذندان کې اچول. دولت خان د خپلو دریو زامنو سره د بلوڅانو سیمې ته پناه یوړه. خو د خاین انجام بد وي او دی وروسته د بابر په قید کې مړ شو.
د مغلو ۳۰ زره پوځ د مقابلې لپاره سلطان ابراهیم یو لک لښکر او هاتیان واستول خو تر دریو ورځو دوی جنګ ونکړو. د سلطان ابراهیم سره د پخوانیو سردارانو کړۍ ختمه وه او ده په هیچا باور نه کاو. ذهني حالت يې کمزوری او هر وخت په دې ویره و چې څوک پرې حمله ونکړي. تر اخره دومره وهمي شو چې د فیصلې توان يې نه لرلو. پنډت ویشوا ناتهه د ابراهیم په اړه لیکي، ” د پښتنو د سلطنت وروستی باچا تور زړی، ویریدونکی او بې لوره سنګدل باچا و. ټول پښتانه امیران ترې خواشینې شول. ”
په ۲۱ اپریل ۱۵۲۶م ابراهیم لودي د خپلو سردارانو د مشورې برعکس پخپله هم د جنګ میدان ته ورودانګل. ترغرمې پښتنو جنګ بایللې او ابراهیم لودي ورک و. کوز ماسپښین د بابر یو امیر طاهر تبرېزي د پاني پت په قتل ګاه کې د ابراهیم مړی وپیژندلو او د ده پریکړې سر يې بابر ته یوړو. دی د خپل شهادت په ځای خښ کړی شو.
د ده یو زوی او درې لوڼې وې. زوی يې د نهو یا لسو کالو و چې بابر په کابل کې خپل زوی میرزا کامران ته غلام په توګه واستاو. د ابراهیم لودي په وخت یوه سکه ضرب شوه خو د پلار نیکه مال او اسباب ټول د مغلو لاس ته ورغلل.

سرچینی
۱. لودی پښتانه. علامه عبدالشکور رشاد. پښتو ټولنه. ۱۳۳۶ ه
۲. تزک بابري. (اردو ژباړه) رشید اخترندوی.سنګ میل خپرونی. ۱۹۹۹م
۲. تاریخ فرشته.محمد قاسم فرشته. اردو ژباړه عبدالحی خواجه. ډاکټرعبد الرحمن. المیزان خپرونی. لاهور.
۳. سلطان ابراهیم لودهی. ډاکټرسعود الحسن خان روهیله. مسعود پبلشرز. لاهور ۲۰۱۳م.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *