ګوجر

A nomadic shepherd belonging to Gujjar and Bakarwal community crosses a snow covered mountain pass with his flock of sheep and goats near peer ki gali or the Pir Panjal Pass On 19 May 2023. , peer ki gali is a mountain pass and a tourist destination located in the pir Panjal range in Jammu and Kashmir, India. It connects the Kashmir valley to the Rajouri and Poonch Districts Of Jammu Via Mughal Road (Photo by Nasir Kachroo/NurPhoto via Getty Images)


د زوړ پیښور “پې واله” دکانونو ته به سهار وختي د تازه پیو ډک مسین منګي له ټانګو ښکته کیدل. دغه سوچه پۍ به له شا و خوا کلیو ګوجرانو وړل. دوی په کورونو کې غوا میښې ساتلې او ګوجري ( هندکو) ژبه به يې ویله. په پښتو کې د ګوجر” مانا پۍ خرڅونکي” و.
ګوجر له لرغونې زمانې راهیسې د هند په لویه وچه کې ژوند کوي چې په وېدونو او مهابهارت کې يې هم ذکر شوی دی. دا د هندوانو د دویمې طبقې “کشتری” یو قام و چې د خپلې میړانې له کبله ورته د “ګورجر” یا د دښمن تباه کونکی لقب ورکړی شو. په هندي سرچینو کې دوی د کشمیر له غرونو هزاره (پښتونخوا) ته کډه وکړه او بیا “اوجېن” او “قنوج” کې د سیمې راجه ګانو ته په ماتې ورکولو، واکمن شول. د میلاد څخه ۵۰ کاله پخوا، د اوجېن باچا بکرما (وکرما ادیتیه) د پلار نوم “گندھرب سین گورجر” یاد شوی دی. د هند ګورجر او جټ قامونه ځان د “وکرما” اولاد ګڼي. د نهمې پېړۍ په سر کې د دوی زور په ختمیدو او” “پله وه” حاکمان پرې برلاسي شول نو ګورجر یواځې دکن کې پاتې و.
ځینی هندي مورخین دعوا کوي چې د مرکزي ایشیا، کومو لویو یفتلي (هونا) قبایلو په هند حملې کولی، دوی په خټه ګوجران او “سپين ګان” بلل کیده. ډاکټر بهنډارکر وایی چې ” سپین هون” د ۵۵۰ م شاو خوا د مرکزي ایشیا څخه شمالي هند ته ننوتل. د دوی ذکر په لومړي ځل د پانا په کتاب “هرش چرت” کې شوی دی. په غرونو کې د ژوند له کبله، ګوجران په وجود تکړه او مېړني خلک وو. کله چې دوی جودهپور (راجستان) ته ورسیدل نو د راجه ګانو په ټبر کې د ودونو له کبله نسب يې راجپوت سره یو ځای شو. په ۸ پېړۍ کې د پنجاب ګجرات او ګوجرانواله کې ” ګورجاره باچاهي موجوده وه. د اتر پردیش سهارن پور هم پخوا د ګورجرګړه” په نوم پیژندل کیدو ځکه هلته لوی شمیر ګوجر زمکه وال اوسیدل. تر ۱۱ میلادي پېړۍ “ګورجره پارتي هارا” له راجستان څخه، په شمالي هند حکومت کاو. د دې مفکورې بنسټ د ګوجر او د مرکزي ایشیا د کوچیانو تندن دی. په غرونو کې وړوکی مال لکه پسونه او میږې ساتل اسانه وي. هلته د دوی د وړۍ او غوښې اړتیا زیاته او د شودو یا د پیو اړتیا لږ وي. د دې نه علاوه وړوکی مال ساتل، یو ځای نه بل ته وړل او خرڅول اسانه وي. هم دغه ګوجران کله چې د پنجاب هوارې او ګرمې سیمې ته راغلل نو لوی مال لکه غوا او میښې ساتل ورته غوره وو. هلته د پیو، کچو او د شوملو خوراک نه علاوه د غوا غوشیان د سوند او د دې څرمنه د پیزار او نورو توکو لپاره کاریدل.
له دیارلسمې پېړۍ، په پنجاب د غوري او غزنوي باچاهانو په حملو ګوجرانو، د هند جنوب ته کډه وکړه. هلته هم د ګجرات” صوبه شته. د ګوجرو خپله ژبه د ځایی ژبو سره به ګډه شوه او دیني عقیده يې هم یوه پاتې نشوه. په هند کې زیات ګوجر په راجستان، هریانه (پنجاب) مدهیه پردیش، مهاراشټره او په پاکستان کې ګوجرخان، ګجرات- ګوجرانواله- جهلم او لاهور کې دي.
اوس وخت کې ځینې لیکونکي ګجراتي او ګوجري ژبه کې توپیر نشي کولی. دا دواړه د هندي آریای ژبو څانګې خو له یو بل ډېر لیرې دي. د ګوجري ژبې ویونکي په کشمیر کې موجود وو خو دوی ورو ورو د نورو لویو ژبو لکه کشمیري او پنجابي تر اغیز لاندې راغلي دي. کله چې دوی مسلمانان شول نو د دیوناګري او ګورمکهي لیکدود په ځای عربي او فارسي يې غوره کړل. د هند د ګجرات ژبه اوس ګوجري نا بلکه ګجراتي بلل کېږي. د ګجرات (هند) د دوو نامتو سیاسي مشرانو ” ګاندهي” او “جناح” مورنۍ ژبه ګجراتي وه. هم دغسې د هندوستان دولسم وزیر اعظم اندر کمار ګجرال د پاکستان په جهلم کې زیږېدلی و.
په خیبر پښتونخوا کې ګوجر دویمه لویه نسلي ټولنه ده چې پښتو او هندکو دواړه وایی. دوی د هزاری په مانسهره کې هم شته چې شپونکي او جنګیالي مشهور وو. په افغانستان کې نورستان او د کونړ په ځینو کلیو کې هم ګوجر د پښتنو سره ګډ شوي او خپله ژبه يې د لاسه ورکړی ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *