زمرد


په نړۍ کې څلور قیمتي کاڼي الماس- نیلم، یاقوت( لعل) او زمرد دي. تر ۱۸ پېړۍ، دا په دې ټولو کې ګران بیه کاڼی و ځکه د ۲۰ الماس ( ډایمنډ) په بدل کې به یو زمرد کیدو.
دا د خوشبختۍ سمبول او د باچاهانو په تاج کې به خښ و. یو وخت داسې عقیده وه چې څوک زمرد د ژبې لاندې کیږدي نو هغه کس درویش صفت شي.
د زمرد کانونه ۳۰ میلینه کاله پخوا په زمکې کې دننه په کیمیاوي بدلون جوړیدل. په دې کې د کرومیم او وناډیم له کبله زرغون رنګ کرښې پیدا شوې. په فرانسوي کې ایمرالډ او د لاطیني ” ایسمی راډ” د زرغون کاڼی مانا ورکوي. په هندي کې زمرد ته ” پنه” او سانسکرت کې ” مرکت” وایی ځکه باور دا و چې د زمرد په لیدو مار ړوند شي.
شا و خوا ۶۰۰۰ کاله پخوا د بابل په عبادت ځایونو کې زمرد د اسطورو ګاڼه او په مذهبي نمانځنو کې کاریدو. په ۱۵۰۰ ق م کې مصري عقیده کې زمرد د ښیرازې او سوکالۍ نښه وه. زمرد د عطارد (مرکري) سیارې سره تړلی د هیلو او امیدونو سمبول دی. د فرعون په مقبرو کې د مړي سره به يې زمرد ایښودل چې د تلپاتې ځوانۍ الامه وه. ښایی مصر نه د دې تجارت هم شروع شو او بیا یو وخت د مینې ساتندوی کاڼی وګڼلی شو.
د کولمبیا ” اینکا” او ایزټیک” خلکو هم زمرد خپلو اسطورو ته نذر کول او عبادت به يې کیدو. د نړۍ تر ټولو ښکلی زمرد جنوبي امریکا له کانونو راووځي. تر ټولو زیات د کولمبیا له کانونو وباسي چې د نړې ۵۰ في صد نه زیات اړتیا پوره کوي. په ۱۹۶۷م کې د کولمبیا په یو کان کې د زرغون رنګ تر ټولو لوی زمرد وموندل شو. د دې وزن ۱۷۱ اعشاریه ۶ ګرام او ۸۵۸ قیراط و.
په ۱۴ پېړۍ کې د هند او اسټریلیا زمرد نورې نړۍ ته خرڅیدو. په برازیل افغانستان او پاکستان په شمالي سیمو کې د دې کانونه موجود دي. د سوات زمرد په نړۍ کې تر ټولو پاک او شفاف ګنلی شي. خو د زمرد تر ټولو لوی ذیرمې په ذیمبیا کې دي. زمرد د قیمتي کاڼو باچا بلل کیدو او د یو قیراط کاڼي به کله کله په اوسني بیه ۱۸۰۰۰ ډالر خرڅیدو. خو د الماس په مقابله کې زمرد له کانونو زیات راوویستل شو نو تر ۲۰ پېړۍ د دې بیه راټیټه شوه.
د اصل زمرد پیژندل اوس ګران ښکاري ځکه د زرغون رنګ مصنوعي کاڼي هم ښایسته او پړک وهي. د اصل زمرد کاڼی کلک او دننه نامکمل وي لکه لکیرې او خالونه پکې لیدل کېږي. له تراشلو وروسته دا ښکلې شي او د مصنوعي په مقابله کې صفا ښکاري. بله دا چې په لیبارټرۍ کې په تیږه، الټرا وایلټ رڼا غورځوي چې که خپل رنګ يې بدل نکړو نو هغه بیا اصل وي.
د زمرد ځینې قسمونه پیکه زیړ رنګ او ارزان وي. کله کله په نیلا رنګ کې نایاب زمرد بیا د الماس نه زیات قیمتي وي. تر ټولو زیات د خوښې زمرد، نیلا بخن شین او یا تیز شین رنګ لري. د دې بیه د کاڼي په شفافیت ټاکلی شي او دا چې رنګ يې متوازن وي. د زمرد تیږه په دوو شکلونو پریکوې چې یوه يې ګول او د بل اته اړخونه (هشت پهلو) وي.
د طبعي درملنو او د نجومیانو لپاره اصل زمرد د توان وړانګې لري. دا د می په میاشت کې د زیږیدونکو خلکو لپاره مبارکه تیږه ګڼلی شي. په یوناني درملنه کې دا د سترګو دید زیاتولو او خفګان لیرې کولو لپاره په ګوتمۍ یا لاکټ په بڼه مریضانو ته ورکوي. د سردرد، طاعون او د سل د مرض مخ نیوي لپاره به يې زمرد اکسیر ګڼلو. خو یو روایت دا دی چې د زمرد کاڼې هر څوک نشي اغوستې. بلکه د ځینو خلکو لپاره دا د بدمرغۍ سبب شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *