هیلو


په میلینونو انسانان هره ورځ خپلې ټیلیفوني خبرې په “هیلو” پېل کوي.
د یورپ دغه ټکی د نړۍ هرې ژبې کې هم یوه مانا ورکوي چې د پښتو ” ښې چارې” یا هرکله کیدایشي.
ځینې خلک له ځانه دا وایی چې د ټیلیفون د موجد “الیګزانډر ګراهم بیل” د میرمنې نوم “هیلو” و نو ځکه هغه په ۱۸۷۷م کې لومړۍ ځل په ټیلیفون کې خپله خبره په “هیلو” پېل کړه. خو دا غلط دي ځکه د ګراهم بیل د میرمنې نوم ” میبل ګارډنر هبرډ” و. بله دا چې هغه خبرو پېل په ” آهوی” وکړه، نه چې په هیلو. د ټیلیفون د ایجاد نه وړاندې په سمندرونو کې د یو بل د خبردارۍ لپاره بې سیمه سیسټم جوړ و او هلته د خبرو شروع به د “آهوی” نه کیده.
د یورپ په پخوانیو ژبو کې ماهي ګیر ( کب نیونکو) کله چې به په سمندر کې د یو بل کشتۍ ولیدې نو د څپو د شور له کبله په زوره به يې ” آهوی” وویل. په فرانسوي کې کوڅه ډبو خلکو به د یو بل په لیدو، “هوله” (څوک يې) ناره کړه. په زړې انګریزي ژبې کې “هیل” د ښې چارې او په مخه ښه په مانا کاریدو. د ۱۶ پېړۍ شیکسپیر په ډرامو کې هم “هیل” لوستلې شو.
هغه وخت د یورپ باچاهانو او اشرافیه ټولنې کې د سهار، غرمه او د ماښام لپاره بیل بیل اصطلاح کاریدل. د بې وزلو او کروند ګرو په ټولنه کې به ” هولو، هوله یا هالو” په غږ خلکو د بل کس پام ځان ته واړاو.
هم دغه اصطلاح په مختلفو لهجو او ژبو کې موجود و چې په ۱۸۶۰م کې په انګریزي ادبیاتو کې ” هیلو” شو. هغه وخت دا د اکسفورډ په قاموس کې يې شامل کرو چې ورسره د هیل یا هوله مانا هم لیکلی وه.
تر شلمې پېړۍ ” هیلو” د یورپ ټولو ژبو کې عام او هلته نه بیا د ټیکنالوجي د پرمخ تګ سره نورو ژبو ته يې کډه وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *