د غزني جام


د ۱۳ پېړۍ دغه فیروزی جام (جګ) له بامیانو وموندل شو چې یو لاسکی ( لاستی) لري.
د ګچ (مهین خټې) څخه جوړ په دغه جام د کولال په لاس ښکلی نقاشي شوی ده. د دې لاستی ساده، پر غاړکۍ يې قراني آیتونه او په خېټه تاو راتاو څانګې نقش دي. په ښکاره دغه نقشونه ونې او پاڼې معلومېږي خو په منځ کې د هوسۍ او د زمري نه علاوه مارغه هم لیدای شو.
شا و خوا ۲۵۰۰ کاله پخوا انسانانو د ګچ په لوښو د رنګ وهلو چل زده کړو. د کولالي لوښي د وچولو او پخولو څخه وروسته شګه او خټه به يې یو ځای کړل. په دې دواړو کې د اوسپنې او برونزو زرات موجود وي. دا لمده خټه به يې په لوښی ” لیو” کړه او بیرته په لوړ حرارت تنور کی پخولو ته کیښودو. په کیمیاوي ترتیب لیو شوی خټه به د لوښي سره ونښته او نیلا یا فیروزي رنګ به يې پریښودو.
د هنر مند په لاسونو د عربي خط تاو شوي توري ډېر په مهارت لکه د ګلونو او پاڼو یوې حاشیې په شان د جام په غاړه راتاو دي. په لمدې خټې تر څو چې ټول نقش جوړېدو، دا په هوا کې وچیدو. د دې لپاره یواځې ماهر او استاد هنرمند چټک کار کولی شوی. د خټې د وچیدو او تنور( بټۍ) ته د دې د وړلو تر منځ وخت لږ وي. د غزني دا جام ممکن په یو څو ساعتونو کې وچ او بیا پخ شوی وي. هم دغسې د جلا ( روغني رنګ) لپاره د تنور حرارت کنټرول ضرور وي. په هغو ورځو کې د غسې تنور به د لرګي په اور تودیدو چې یو کس به يې څارنه کوله. تر ۱۴ پېړۍ هم د چین نه علاوه سوچه لوښي بل ځای نه موندل کیده او د شیشې یا د خټو دغه روغني لوښي به زیات کاریدل.
که څه هم په ۱۳ پېړۍ کې اسلامي نقاشي کې یواځې د ګلونو او عربي کلیمو رواج و، د غزني په جام د حیواناتو نقش یو ډول هنري ازادي په ګوته کوي.
دا جام اوس د ملایزیا پلازمینه ” کوالالمپور” کې د اسلامي هنر په میوزیم کې پروت دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *