د افغانستان جهاد


په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د روس له ملاتړه برخمن د افغانستان حکومت او د دوی مخالفانو ترمنځ
پېل شوې جګړه شا وخوا ۲۰ کاله روانه وه.
په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ټولې نړۍ ځوانانو د ټولنیز انصاف او د خپلو حکومتونو خلاف غونډې او مظاهرې کولې. افغانستان کې هم دغسې ځوانانو د شاهي نظام په ضد غږ پورته کړو. هلته په ۱۹۶۵م کې د پروګریسو یوتهه ارګنایزیشن په نوم یوه ټولنه جوړه شوه. د پښتو او فارسي اختلاف له کبله په ۱۹۶۷م کې دوی وویشل شول. حفیظ الله امین او نور محمد ترکی د خلق جمهوري ګوند جوړ کړو چې د لويې پکتیا نه علاوه، په پوځ کې يې ملاتړ موجود و. ببرک کارمل په پرچم ډله کې فارسي ژبې زیات خو دواړو ډلو انقلابي روحیه لرله.
په ١٩٧٣م د افغانستان د باچا ظاهر شاه تربور، محمد داود خان بغاوت وکړو او په ملک کې د جمهوریت راوستلو لپاره په خپله صدر اعظم شو. ده د پاکستان وزیراعظم ذوالفقارعلي بهټو په شان، چین او شوروي اتحاد ( روس) ته ځان نزدې کړو چې د امریکا حریفان وو. بریتانیا پخوا د روس له ویرې، افغانستان ” بفر زون” ګرځولی و او نه يې غوښتل چې روس په هغه سیمه کې برلاسی شي. امریکا په افغانستان کې د کمیونزم ضد خلک په نښه کړل خو د دې لپاره د پاکستان جمهوري حکومت چپه کول ضرور وو. د ۱۹۷۷م د جولاۍ په څلورمه کې د بهټو خلاف پوځي بغاوت وشو. لس میاشتې وروسته په ۲۸ اپریل ۱۹۷۸م د نور محمد ترکي پلوي پوځیان ارګ ته ننوتل او داود خان، خپلې ټولې کابینې او د کورنۍ ۱۸ غړو سره ووژل شول. نور محمد ترکی، په خپله صدر او د پرچم ګوند ببرک کارمل يې وزیراعظم شو. سمدلاسه د دې حکومت خلاف جهاد له نورستان څخه پېل شو. درې میاشتې وروسته، پاکستان پوځ بغاوت وکړو، بهټو زنداني او جنرل ضیاء الحق واکمن شو.
د ۱۹۷۹م د فبرورۍ په ۱۴ نېټه په کابل کې یوې وسله والې ډلې امریکايي سفیر” ایډولف ډبس” ووژلو. امریکا د افغانستان سره سفارتي اړیکی وشلولې او د سیاسي قتلونو یوه لړۍ پېل شوه. د ۱۹۷۹م کال د اپریل په څلورمهبهټو غرغره شو، د سپتمبر په ۱۴مه نور محمد ترکی د امین پلویانو ووژلو. روس په ۲۴ ډسمبر خپلې لومړۍ پوځي دستې کابل ته واستولې او په ۲۷ ډسمبر دوی په تاج بیګ ماڼۍ کې حفیظ الله امین قتل کړو. د پرچم ګوند ببرک کارمل يې پرتخت کینولو، د “خاد” استخبارات د حکومت مخالفان نیول او په شکنجو يې وژل. شاوخوا درې میلیون افغانانو، په پاکستان او یو نیم میلیون ایران کې پناه واخیسته. ایران د افغانستان سره ګډ سرحد له کبله، د هرات باغيانو او شیعه “حزب وحدت” ملا تړله. افغانستان، د لویو طاقتونو د “پراکسي وار” (نیابتي جګړې) میدان شو او امریکا د جهادي ډلو د روزنې لپاره، ۲۰ بیلیون ډالر، د پاکستان پوځي حکومت ته په قسطونو کې ورکول. اخوا د کابل حکومت هر کال روس نه درې بیلیون ډالرو پوځي مرسته اخیسته. په کلیو بانډو کې د روسانو خلاف جهاد زور وموندلو.
په جهادي مشرانو کې صبغت الله مجددي، ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود- محمد نبي محمدي- محمد یونس خالص- عبد الرب رسول سیاف او پیر سید احمد ګیلاني وو. تر ۱۹۸۷م پورې حکمتیار تر ټولو زیات ( ۱۸ نه ۲۰ فيصد) او مجددي د مرستو تر ټولو لږ ( ۳ نه ۵ فيصد) برخه اخیسته. د مرستو ۷۳ فيصد، بنسټپال اسلامي ګوندونو ته ورکول کیده. په پاکستاني پوځ او جهادي ډلو کې د بډو رشوتونو کلچر په زور شو.
په ۱۹۸۲م کې د ملګرو ملتو ځانګری استاځي “ډیاګو کارډویز” ترمشرۍ، امریکا او شوروي په جینوا کې د روغې خبرې پېل کړې. دواړو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به خپلو پلویانو ته مرسته او پېسې نه ورکوي خو لوظنامه يې نه کوله. په ۱۹۸۶م کې امریکا مجاهدینو ته ۱۰۰۰ ” سټنګر” میزایل (توغندي) ورکړل چې ۶۰ يې ورک شول.
د ۱۹۸۵- ۸۶م تر منځ مجاهدینو ته سخت ځاني تاوان واوړیدو. په کندهار او هرات کې دوی په پوځ د حملو په ځای دفاعي جنګ ته مجبور شول. په ۱۹۸۶م کې ۱۰۰۰۰ روسي او ۸۰۰۰ مجاهدینو تر منځ جنګ روان و. د اندازو تر مخه، کابل حکومت سره ۳۰۰ زره ( درې لکه) پوځ موجود و.
په ۱۹۸۸م کې د سعودي عرب اسامه بن لادن د خپلو ۱۵ نورو ملو سره په پیښور کې د “القاعده” په نوم یوه جهادي ډله جوړه کړه. هم هغه کال د روس په سازش، په اګست کې د امریکا سفیر ” رافیل” او ضیاء الحق د خپلو پوځي مشرانو سره د الوتکې په یوه پیښه کې ووژل شول. ډېر ژر د جینوا په بله غونډه کې امریکا او روس تر منځ یوه لوظنامه وشوه. د ۱۹۸۹م په فبروري کې د شوروي پوځ له افغانستان څخه ووتلو او د کارمل په ځای، د خاد استخباراتو مشر ډاکټر نجیب الله يې په ګدۍ کینولو. د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ په ۲۳ د پیښور اوو جهادي ډلو د امریکا په فشار، اسلام اباد کې یوه غونډه وکړه او ۶۴ کلن صبغت الله مجددي يې د مواقت حکومت مشر وټاکلو. په خوست، کندهار او کلیو بانډو کې جنګي جوش په ختمیدو او د روسي پوځ د وتلو سره کابل حکومت هم د مجاهدینو مقابلې ته یواځې پاتې شو.
د حکومت یو اوزبیک قوماندان ۳۴ کلن عبد الرشید دوستم، په شمال کې مجاهدینو ته څو وارې ماتې ورکړه او ځینې يې حکومت ته سلامي کیدو ته اړ کړل. د سالنګ د لارې بندولو لپاره سي آی ای، ۳۶ کلن احمد شاه مسعود ته ۵۰۰زره ډالر ورکړل. خو هغه د نجیب د حکومت سره غیر رسمي تړون کړی و.
د ۱۹۸۹م نه تر ۹۰ پورې د نجیب الله حکومت ځایي ملیشه (اربکي) جوړه کړه چۍ ۱۰۰زره غړي يې لرل. د هرات ۱۷ ډویژن چې له ۱۹۷۹م يې هلته د خلق او پرچم خلاف پاڅون کړی و، په کې ۳۴۰۰ عسکر او ۱۴۰۰۰ ولسي غړي شامل وو. په ۱۹۹۰م کې پوځ دفاعي جنګ ته مجبور شو ځکه په مجاهدینو يې د حملو توان نه لرلو.
پاکستان د امریکا په فشار، جلال اباد د نیولو لپاره، د مجاهدینو اته ډلې تیارې کړې او نړیوال مطبوعات يې هم وروبلل. د ټولو ګوندونو د مجاهدینو نه علاوه، ۱۳۰۰ عرب، چیچین، کشمیري او د افریقایی ملکونو جهادیان هم تیار وو. دا ټول ځواک د ۱۰ نه تر ۱۵ زرو پورې اټکل کیدو. د دریو ډلو تکړه قوماندانانو، د چین او مصر جوړ ۷۹ توغندي ویشتونکي، د روسانو نه نیول شوي، ۱۲ توپې، څو سپک ټانکونه او ګوله بارود لرل.
ماسکو، افغانستان ته د نورو پوځي مرستو د بیا وراستولو فیصله وکړه چې د ۱۹۸۹م په فبرروۍ کې بندې شوې وې. د دې کومک بیه ۱.۴ بیلیون امریکایي ډالر وه او په زرګونو سپک توغندي “آر-پي او” په کې شامل وو. په پاکستان کې دافغان کډوالو په کمپونو کې دا اوازه ګډه وه چې جلال اباد به په یوې اوننۍ کې سقوط وکړي. پښتنو قبایلو د ښار د چور لپاره ځانونه تیارول او پاکستاني کومانډو (ایس ایس جي) د تورخم په سرحد مچني پوسټ کې تیار و. خو افغان حکومت دفاع پیاوړې وه او تر جون پورې هم مجاهدینو، جلال اباد نه شو نیولې.
د۱۹۹۰م په مارچ کې شاه نواز تڼي د نجیب خلاف بغاوت وکړو چې خلقي جنرل اسلم وطنجار يې مخه ونیوله. خو په افغان پوځ کې نور د جنګ توان پاتې نه شو او د دفاع نایب وزیر جنرال نبي عظیمي نه علاوه څو نور افسران د مجاهدینو سره یو ځای شول. رشید دوستم، منصور نادري، محقق او خلیلي د احمد شاه مسعود سره لاسونه یو کړل. تر ۱۹۹۱م پورې له حکومت سره د افغانستان ۱۰ فيصده خاوره پاتې وه. خوست چې تر ۱۱ کاله محاصره و، حقاني ډلې ونیولو او د حکومت د پوځ مورال پرې نورهم ټیټ شو.
د ۱۹۹۲م په اپریل کې نجیب الله استعفا وکړه او د ملګرو ملتونو په دفتر کې يې پناه واخیسته. د کابل پر تخت د کیناستو لپاره په جهادي ګوندونو کې دننه اختلاف موجود و. په ولس کې له مجاهدینو کرکه مخ په زیاتیدو شوه ځکه دوی هلته امنیت نه شو ټینګولی. په ۱۹۹۵م کې له کندهار د طالبانو غورځنګ د دوی خلاف وسله واخیسته او د پاکستان له خوا تشویق شو. په ۱۹۹۷م کې دوی کابل ته ننوتل، نجیب الله يې ووژلو او په افغانستان کې «اسلامي امارات» جوړ شو.
د ۲۰ کالو په جهاد کې د شوروي سرکاري شمیرو تر مخه د دوی ۱۵۰۰۰ پوځیان ووژل شول. د افغانستان ځاني تاوان درې میلیون و چې زیات يې عام خلک وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *