پیپل


د پیښور ښار “پیپل منډۍ” کې اوس هم د یو څو دکانونو او کورونو سره جوخت د پیپل د ونو څانګې ښکاري. د دې لویو ونو په سیوري کې د اوړي په غرمه مسافرو دمه کوله. ماښام به پکې د مارغانو شور و.
پیپل د هندوستان ملي ونه ده او د دیني ارزښت له کبله ورته نباتاتو کې ” فایکس ریلیجوسه” یا مقدس اینځړ وایی. دا د هند په لویه وچه د ډېروعقیدو خلک نمانځي. بودایان ورته د “بودهي” ونه وایی ځکه ګوتم بودا د دغې ونې لاندې عبادت کاو.
د هند په مذهبي افسانو (میتهالوجي) کې د پیپل په جرړه کې برهما، په تنه کې ویشنو او په پاڼو کې شیوا اسطورې اوسېږي. د دې سپیڅلتیا له کبله، د هند په کلیو بانډو کې خلک سهار د پیپل ونې جرړو ته اوبه اچوي. په غرمه او ماښام کې ورته د اوبو ورکولو ممانعت دی خو په ماښام کې ښځې د خپل مراد ( منښتې) لپاره د پیپل لاندې ډیوه بلوي. خو هیڅوک د شپې دغې ونې ته نزدې نه ورځي. د دې سبب د نباتاتو په ساینس کې پټ دی چې د شپې هر یو بوټي او ونې نه کاربن ډای اوکسایډ ګیس راووځي. د پیپل ونه لویه وي نو د ګیسو اندازه هم زیاته وي چې د انسان د مرګ سبب کیدایشي.
د پیپل د دې خاصیت له کبله په خلکو کې عقیده جوړه شوه چې په دې کې اسطورې ژوند کوي. دغه عقیده د هند مسلمانانو ته هم کډه وکړه چې په پیپل کې پیریان (جنات) اوسېږي. د پیپل د سپیڅلتیا سره سره هم څوک دا ونه په کورونو کې نه کري. که یو ځای د پیپل پخوانۍ ونه موجوده هم وي نو کورونه ترې لیرې جوړېږي چې د دې سیورې په کور نه پریوځي. په غرمه کې د پیپل سیوری ډېر یخ وي نو ځکه د دې په ګور پاڼو کې مرغان خپلې زالې جوړوي. خو د دې لاندې د شپې څوک خوب نشي کولی.
هندي ښځې دخپل مراد او منښتې لپاره د پیپل چاپېره طواف کوي. د دې جرړو ته اوبه اچول ثواب ګڼي او د دې نمانځل (پوجا) د شهرت او شته مني سبب ګڼلی شي. هلته نجومیان خپلو مشتریانو ته وایی چې په خاصو ورځو که د پیپل عبادت وکړي نو د روزګار او د نورو نیکمرغیو سبب شي. د ډیوې په بلولو او په اوبو ورکولو خلک د خپل ژوند له ګناهونو ووځي. ځینې خلک باور لري چې پیپل یو شیطان دی چې جادويي ځواک لري. د کرشنا اسطورې په اړه وایی چې هغه د ژوند ورستۍ سلګۍ د پیپل د ونې لاندې واخیستې نو ځکه د دې ونې پریکول لویه ګناه ده.
په هند کې یوه بله ونه هم د پیپل په شان ښکاري چې انګریزي کې ورته ” بان ین” وایی. د دې پاڼې د اګۍ په شکل او له څانګو يې لوی جرړې زمکې ته زانګي. د پیپل د ونې پاڼې د پان په شکل وي او میوه هم لري چې “لسوړه” نومېږي. په دې کې ګتکی نه وي او معمولي خوږ سلیخ لري. دا میوه په انګریزي کې ” ګلو بیري” یا برډ لایم” ګجراتي کې ګونډه- تامل کې ویدي- مراټهي کې بهوکر او تیلوګو کې نکیره نومېږي.
داسې باور دی چې د پیپل ونه د څاري ناروغیو لکه چیچک، شری، سره مخه او کولرا نه انسان ته نجات ورکوي. د ساه لنډي د مرض لپاره د پیپل د تنې پوټکی او د دې میوه ښه ګڼلی شي. د دې نه علاوه حکیمان د خیټې درد، اشتها او خارښت، د پښو د پوندو د جودیدو، د غاښ له درد او د سترګو د درد لپاره اکسیر ګڼي. د لسوړې خوړل د معدې تیزابیت او درد لپاره ښه وي.
د ونې د کرلو لپاره د دې یوه وړه څانګه په ګمله کې کري او اوبه ورله ورکوي. کله چې په یو کال کې دا لویه( یو میټر لوړ) شي نو بیا يې د سړک پر غاړه یا نزدې مندر سره پر زمکه کري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *