په ۱۹۱۷م کې د روسي انقلاب په وخت لویدیځ کې د وولګا سیند پرغاړه میشت تاتار وګړو هم خپلواکي اعلان کړه چې نیم په نیمه مسلمانان او زاړه پال مسیحیان وو.
د تاتار قام تاریخ شا و خوا ۲۵۰۰ کاله پخوا، د منګولیا (مغلستان) د ګوبي صحرا له شمال ختیځ پېل کېږي. هلته میشت، د “تونګوسی” کوچاني قبایلو یوې څانګې چیني ترکستان ته کډه وکړه چې پوزې يې لوړې، د اننګو هډونه راوتلي او نسواري یا شنې غټې سترګې يې لرلې. د دوی میانه قد او پلنې اوږې د قفقاز خلکو په شان ښکاریدل او د مغلو “کیپچاک” او “کومان” قبیلو سره د خپلوي له کبله ترکي ژبه ویله. تاتار څه موده په “خوتن” کې میشت وو او بیا د دوی لوی ډلې د مرکزي روس د وولګا سیند او نور د سایبیریا “بایکال جهیل” په ختیځه غاړه اباد شول. ځایی خلکو ورته د ” تاتار” نوم اخیستو چې مانا يې “پردی” کېږي. په پینځمې پېړۍ کې ” تاتاري” هم دغو کوچاني قبایلو ته يې ویل. له ۷۰۰م د دوی خاوره “وولګا بلغاریه” وه. د نورو قبایلو په شان دوی هم بې دینه وو خو په ۹۲۲م کې د بغداد عباسي خلیفه المقتدر، د ابن فضلان په مشرۍ وولګا ته د مبلغینو یوه ډله واستوله. په راتلونکو ۱۰۰ کالو کې زیات تاتار مسلمانان شول چې د یورپ او ایشیا ملکونو سره يې تجارت کاو. دوی د روس، خیوې او سغدیه خوارزم شاهانو د ګواښ سره هم خپلواکي وساتله. وایی چې یو تاتار مشر د چنګیز خان پلار وژلی و نو له هغې وروسته د دواړو قبیلو تر منځ دشمني وه. مغل د چین او سنکیانګ سره نزدې وو خو تاتار په سغدیه او کرایمیا کې اغیزمن وو. په ۱۲۳۰م کې د چنګیز یو نمسي، “باتو خان” په وولګا حمله وکړه، په زرګونو خلک يې ووژل او د تاتار مرکز يې ونیولو. د ماسکو باچا “ډیمتري دونګسکی” د مغلو او تاتارو له ځواک دومره اندیښمن شو چې په ۱۳۸۰م کې د ” کولیکوف” په جنګ کې يې دواړه مات کړل. د هغه ځای کډوال، کازان، استرخان کرایمیا او ان ترهنګري لاړل. تر ۱۴ پېړۍ د کرایمیا تاتاري دومره زوره ورشول چې هلته يې خپله خاني جوړه کړه او ترک عثماني خلافت ته يې باج ورکاو. په ۱۳۹۵م کې د تاتارو یوې ډلې د امیر تیمور په مشرۍ، مغلو ته ماتې ورکړه او د دوی په ښارونو يې خپل حاکمان وټاکل. په ۱۴۳۰م کې د بلغار په کنډوالو، تاتارو د کازان (قازان) ښار بن سټ کیښودو. اخوا په ۱۵۰۲م کې د کرایمیا خان په یو وروستي جنګ کې مغل مات کړل.
د روسانو لپاره، وولګا د پیټرولو او نورو طبعي زیرمو خزانه وه نو په ۱۵۵۰م کې ” دریم آیوان” په وولګا بلغار حمله وکړه. د کازان خلکو درې کاله د روسانو سره مقابله وکړه خو اخر هغوی پرې زوره ور شول او ښار سقوط وکړو. روسانو د غچ اخیستو لپاره، تاتار مسلمانان په زوره عیسایان کړل او ټول جوماتونه يې ړنګول. په کازان کې یوه لویه کلیسا جوړه شوه او د تاتارو کلچر او ژبه په ختمیدو شول. خو تر ۱۷۷۵م هم تاتار د کیسپین له بحیرې تر بحرالکاهل ( ارام سمندر) او د سایبیریا له کنګل زارو د افغانستان شمال کې خواره وو. دوی پرمخ تللي وسلې لرلې او ځینې کاواکه ډلې يې د “ډینپر سیند” پرغاړه هم اوسیدل.
تر ۱۸ پېړۍ وولګا بلغار کې د نوي جومات په جوړولو بندیز و. اخر د روس ملکې ” لوی کاترین” په ۱۷۶۶م کې اجازه ورکړه او د هغې په سرپرستۍ، د خلکو په پېسو په کازان کې په ۱۷۷۰م کې د مرجانی جامع جومات جوړ شو.
زیات تاتاري سني، حنفي مسلمانان دي خو په ۱۹ پېړۍ کې وولګا د اسلام د ” جدیدي” تحریک مرکز وګرځیدو چې د نورو مذاهبو سره د زغم او یو ځای ژوند تبلیغ يې کاو. د وولګا بلغارڅخه ځینې ملایان نورو ځایونو ته هم لاړل چې ممکن یو يې “خواجه بلغار” په غزني کې خښ دی.
په څو ملکونو کې د اوسیدو له کبله، د تاتارو ژبه هم سوچه پاتې نشوه. د کرایمیا او د اوکراین په جنوب کې اوسیدونکي تاتار د “اویغور” په یوه لهجه کې خبرې کوي چې چینایی توري لري. د استرخان او وولګا تاتاري ژبې کې ترکي د منګولي ژبې سره ګډ دي. دا ژبه په دواړو، لاطیني او سیریلیک (روسي) رسم الخط کې لیکلې شي.
کرایمیا د تورې بهیرې شمالي غاړې ته پرته ده چې ختیځ میډیټرنیا ته د تلو لنډه لار او روس لپاره مهمه سیمه وه. دوی په ۱۷۸۳م کې ورباندې حمله وکړه او هلته په زرګونو تاتار او ترکان يې ووژل. نور يې د غلامانو په توګه د تورې بحیرې په لار مصر کې خرڅ کړل. هلته مملوک باچاهانو دغه تکړه خلک په خپل پوځ کې ساتل.
تر شلمې پېړۍ، د یو میلین نه زیات تاتاري له کرایمیا څخه کرغزستان، قزاقستان او مرکزي ایشیا نورو ملکونو ته لاړل.
د ۱۹۱۸م نه تر ۱۹۲۰م د وولګا او بشکیر خلکو د روسي استبداد خلاف جنګ کاو چې ځان له خپلواک ” ایدل اورال” ملک جوړ کړي. “ایدل” په تاتاري ژبې کې د وولګا نوم دی. د ” بالشویک” انقلابي ډلې د دوی ملاتړ کاو خو تر هغې د روس نوی اشتراکي اساسي قانون نه و جوړ.
د تاتارستان جمهوریت په ۲۷ می ۱۹۲۰م کې د روس نه خپلواکي اعلان کړه. خو د وولګا تاتاري اکثریت پکې ورګډ نه و. په ۱۹۲۸م کې روسي مشر سټالین په لوی لاس تاتار مشران ګرفتار او له ملک وشړل. بل کال په وولګا کې د وچکالۍ له کبله تر ۲ میلنه خلک مړه شول چې د دې سیمې نیمه نفوس وو. اخر دا په شوروي اتحاد یوه برخه شوه. تر ۱۹۶۰م دا سیمه په لوی لاس بې وزله وساتل شوه. د دې په ښوونځو کې روسي ژبه لازمي وه او تر ۱۹۸۰م تاتاري ژبه په ورکیدو شوه. د ماسکو په ختیځ کې ۸۰۰ کلومیټر لیرې د دې شنه او ښیرازه خاوره ۸۵ في صد د څېړیو په ځنګلونو ډکه وه. خو په تیرو ۳۰۰ کالو کې د تاتارستان ځنګلونه نیم په نیمه پری شوي دي. په ۳۰ اګست ۱۹۹۰م کې تاتارستان د شوروي څخه ځان خپلواکه اعلان کړو خو د دوی مشر یو روسي سیاست دان ” مینتمر شاریپوویچ شامیوف” و. هغه دوه کاله وروسته د تاتارستان د نوي اساسي قانون په اړه ټول پوښتنه ( ریفرنډم) وکړه. د روسانو نه زیات تاتارو يې ملاتړ کاو او په اساسي قانون کې تاتارستان یو خپلواکه مملکت اعلان شو. خو د روس محکمې ( عدالت) دا ریفرنډم او اساسي قانون کې دوه مادې غیر قانوني فیصله کړل. په ۲۰۰۲م کې د تاتارستان د اساسي قانون نه د ” خپلواک” نوم لیرې کړې شو او دا د روس د فیډریشن یوه برخه وګرځیده.
دا خپل سمندري ساحل نه لري او چاپیره ترې د ” کیروو، یولینوسک، سمره او د اورن برګ سیمې دي. یوه څنډه يې د ماري سره هم لګي. ټول ټال زمکه يې ۶۸ زره مربع کلومیټر ده. د ۲۰۲۱ م د سر شمیرنې تر مخه دلته د ۴ میلینو نه زیات خلک اوسېږي چې تاتاري او روسي دواړه ژبې وایی. اوس د تاتارستان جمهوریت د روس د وولګا صوبې یوه برخه او کازان يې پلازمېنه ده.