یو ځانګړی مجسمه


د نیویارک په یو نندارتون، ” صادق ګیلري” کې د بسالټ (بازالت) د تیږې یوه مجسمه هم ایښې ده.
د بودا دغه مجسمه ۲۰۰میلادي کې جوړه، د پارس (ایران) د هخامیني شاهانو او د اسوریه د ګیلګامش د نقشونه لري. په غوږونو يې لوی والۍ، په لاسونو کړی او لباس يې د ملغلرو لړۍ دي. له مټو يې هم د مریو لوپټه، لکه د څادر تاو او د سر ویښته او ږیره يې تراوسه بل ځای نه دي لیدل شوي.
د بودا په مجسمو کې د لاسونو جوړښت د عبادت او د مراقبې یو خاص حالت ښایی. په ولاړ حالت کې دواړه لاسونه لکه د نمانځه په نامه تړلي د بودا مجسمې شته چې د هغه لوړ عزم څرګندوي خو دواړه لاسونه په سینه یو نایاب جوړښت دی. په بل یو ځای کې هم بودا دواړه لاسونه په سینه، ناست حالت کې نه دی لیدل شوی.
دی پر یو ګدۍ ناست او دواړو غاړو ته يې مریدان ولاړ دي. د دغې مجسمې د موندلو ځای د پاکستان شمال او افغانستان ښودل شوی خو ممکن پارس ته نزدې ( هرات- بلخ) وي.
د لرغون پوهانو لپاره به دا په زړه پورې وي چې د شام او پارس په تمدن د ګندهارا څه اغیز و او یا دا چې د بودا مجسمې جوړونکي د پارس سره څه تړاو لرلو. په ګندهارا کې د غیر قانوني کیندنو او د اثارو د چور سره د تاریخ دغه ورکې غوټې هم څوک نشي سپړدلې.
صادق ګیلري یو شخصي کلکشن دی چې پکې د ځینو توکو بیه زرګونو ډالر ټاکل شوی ده. افسوس چې زمونږ خلک تر اوسه د خپل تاریخي سرمای په قدر نه پوهېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *