شېلا باغ


په پښتو کې “شېلا” هغه ځای وي چې له غرونو اوبه پکې راتوی او ډنډ شي. په کندهار کې ورته ” لاښ یا لاښه” وایی.
په بلوچستان کې ۱۸۷۹م کې د ریل ( اورګاډي) پاټلۍ د غځولو کار پېل شو. د دوي هدف د کندهار د لارې تر ترکمانستان د روس د امکاني حملې مخه نیول وو. د ریل په لاره د تمځای یا د سټیشن نوم د سیمې په ژبو کې ټاکل کیده. د خوجک د سرنګ ( ټونل) په لاره یو ځای ” شېلا باغ” و چې هم دغه د سټیشن نوم شو.
په پاکستان کې یوه ستونزه دا ده چې خلک په جار بار د پښتنو د سیمې د نومونو غلط تشریح کوي. یو چا د ځان نه وویل چې “شیلا” د یوې نڅاګرې نوم و چې په ټونل د کارکوونکو مزدورانو د تفریح لپاره راتله. نورو ورسره زیاته کړه چې مزدورانو به خپله ګټه دغې نڅاګرې ته ورکوله. بل ورسره لکۍ وتړله چې په پای کې د ټونل د جوړیدو لګښت پینځه روپۍ و. پخپله پښتانه هم اوس په دې باور دي چې ” شېلا” د یوې ښځې نوم و. د یو ټیوب لپاره ویډیو جوړونکو ته کیسه په لاس ورغله چې کتونکي زیات کړي. دوی د سیمې پښتنو سره مرکې کوي چې بیا نوره دنیا يې ګوري او باور پرې کوي. چې د خپلې ژبې ناخبره خلک به نور څه څه ګلونه شیندي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *