یوې ځوانې جینې راته وویل چې په پښتو کې د ابتدای (پرایمري) رنګونو نه علاوه د اوسني پیچلي رنګونو لپاره نوم نشته. بیلګه يې راکړه چې د انګریزي “بېژ” یا د “کریم رنګ” لپاره په پښتو کې نومونه نشته.
زما لپاره دا یوه ننګونه وه ځکه مونږ په خپلو کتابونو کې د ډېرو داسې رنګونو نومونه لوستل چې انګریزي مانا يې نه کیده.
پیازي- انګوري- حنایی او صوفیانه رنګونو متبادل به څه وي؟ په پښتو شاعرۍ کې ځینې داسې رنګونه هم شته چې په شاعر د خپل چاپیریال اغیز ښایی.
تر ټولو زیات “شین یا زرغون” رنګ دی چې پیکه او تیز قسمونه يې د فطرت انځور دی. ما يې شمیر وکړو نو ماشي ( مونګي)
– طاوسي- پستۍ- زیتوني- انګوري- زمردي او کاهي ( د واښو رنګ) مې ولیدل
د خوشال خټک شعر دی چې
په ګلونو به يې ږغ کاندې بلبلې
دا ګلزار چې په بیاض زما زرغون شو.
د ښکاروندوی غوري شعر دی.
ځمکه شنه، لاښونه شنه، لمنې شنې شوې
طیلسان زمردي واغوسته غرونه.
(لاښ د اوبو ډنډ یا شېله )
( طیلسان- څادر ته وایی)
هم دغسې د سور رنګ نور کیفیتونه اناري- عنابي، قرمزي، حنایی، جګري او صندلي مې پیدا کړل.
شیدا وایی
حنایی قدم چې اوس په قالین کیږدي
د کاشان اهل صنعت شه ځنی ځار
قلندر مومند شعر دی
عنابي ګله ګلالي مهتابه ستا لپاره
ما د تیارو تیره اغزي په خپل ګوګل ګاللي
سپین په رنګونو کې نه حسابېږي خو په پښتو کې نقریی (سپین زر) توتي (توت) او یاسمیني رنګونه شته. البته د توت په رنګ کې اختلاف شته ځکه کچه ( خام) توت شین وي. بیا کریمي او ورپسې کاسني او اخر کې تور شي.
په تور کې عنبري او آبنوسي (لرګی) شاتوتي ( سوربخن تور) هم شته.
په نیلا کې آسماني، آبي، لاجوردي، اودي، کبودي ( نیلا کاڼی چې نیلم ورته وایی) نیلوفري او فیروزي شته.
د شیدا شعر دی
له نیلي رواقه تل ستوري پریوځي
څو به کا د بلند قصر ارباب حظ
خوشال وایی
د ټوپکو د ویشتلو په لوګیو
یو اتم اسمان پیدا شو کبود فام
په زیړ رنګ کې عُودی، زرد الو (خرماڼۍ) زري وغیره او شربتي لږ شین بخن وي.
قیوم الحق خلجي وایی
د شربتي سترګو بلا دې واخلم
ما له د جام په ځای سنکیا راکوی
( سنکیا زهر وي چې زیړ بخن شین رنګ لري)
چې په سر يې سبز اسمان زري دستار ږدي
عاقبت يې لکه شمع بیا سر تور کا ( شیدا)
په نارنجي رنګ کې هم څو قسمونه دي چې جوګیا، ترنجي، مرجاني. آتشي او زعفراني دي.
د کاظم خان شیدا شعر دی
چې لباس د دلبرانو زعفراني دی
ورسره د بهار سیل مددګار
د ګلابي رنګ قسمونه داسې دي. پیازي، تربوزي ( د هندوانې دننه) د شفتالو او د زرد آلو یا د خرماڼۍ رنګ. خرماڼې دوه ډوله وي چې یوه يې پیکه نارنجي او بل افغاني چې کریمي یا د انګریزي ” بېژ” رنګ دی.
د کاسني رنګ کیفیتونه. بنفشۍ، باینجاني، فالسۍ، سوسني او ارغواني د یاد وړ دي.
د خواجه محمد بنګښ شعر دی
بنفشه غوندې مې شنې جامې اغوستي
په ماتم د یار وهم دو دسته مخ
( د بنفشې ونه لومړی رنګینه او بیا وروسته شنه شي)
ارغواني جامې يې واغوستې رحمانه
بیا يې جوړ کړه ستا د قتل اسبابونه
په پښتو کې د هر یو رنګ “خام” یا “پیکه” حالت نه علاوه ” تک” د دې تیز وروستی حالت وي، لکه تک تور- تک سپین او تک ژیړ. تور او سپین “برګ یا برګی” وي خو د خوشال په شان شاعران د فارسي عربي “ابلقي” نوم هم کاروي
ابلقي په کار کښې هیڅ وي
یا درست سپین وای یا سیاه وای
کلیوال پښتانه د ځینو ادبي رنګونو ته ځانګړي نومونه اخلي. لکه نسواري- بلغمي- برنجي- بادامي، شوتري ( د اوښ رنګ) خاکستري یا خاورین، فاختۍ او فولادي. تر ټولو په زړه پورې ” صوفیانه رنګ” دی. بادامي یا خړ رنګ ته صوفیانه وایی خو کله کله فولادي رنګ هم صوفیانه شي. هم دغسې ” سوقیانه” رنګ اوس د ډېرو کمو خلکو له خلې اورم. سوق بازار یا کوڅې ته وایی او له کوره بهر به خلکو خړ یا د معمولي ټوکر جامې په غاړه کولې. په انګریزي کې د دې متبادل ممکن ” چیپ” وسي خو د سوقیانه رنګ کیفیت پکې بیا هم نشي راتلی.