خیبر ریډیو


په جنوری ۱۹۳۵م کې د هوا په څپو د پیښور له یو پوځي بارک د ریډیو خپرونې پېل شوې.
د ” خیبر ریډیو” لپاره په “تارو جبه” کې د ۲۵۰ واټ (توان) یوه ټرانسمیټر کار کاو. هغه وخت دا متل مشهور شو چې ” هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې”.
په برطانوي هند کې د پیښور ریډیو جوړیدل د خلکو په ژوند اغیز وکړو. په کلیو بانډو کې د لویو ستنو سره لاوډ سپیکر په واسطه خلکو سندرې او موسیقي اوریده. د پښتو خبرونه به کله ماښام او کله د شپې اته بجې کیدې. خو بیا دغه خپرونې به ماځیګر پینځه بجې د پښتو پروګرام سره پېل شوې. د ۱۹۳۶م په دسمبر کې د پروګرامونو تفصیل داسې و.
۵ بجې- خبرې اترې. یو ساعت د کلیوالو سره خبرې.
شپږ بجې- د خیبر ریډیو د هنرمند دعا- دولت (سندرغاړي) په غږ پښتو غزل.
پښتو خبرونه او د بازار نرخونه
دلبر راج په غږ د پښتو نغمه
موسیقي.
پښتون د یو پلار په توګه. د ” اپ لیفټرز” لیکنه (تقریر)
پښتو ټپه د جعفر خان په غږ.
مکالمه- د سمندر خان او فاروق شاه تر منځ.
پښتو لوبه د خیبر ریډیو آرټسټ له خوا.
دا ټول معلومات په یوې مجلې ( جنتري) “د انډین لیسنر” کې په انګریزي خپریدل. د مجلې د کال بیه ۶ آنې وه چې اوریدونکو ته به يې په پوسټ کې استوله.
د خیبر ریډیو د دوو ساعتو پښتو پروګرام به کله یو ساعت ته راټیټ شو او څرګنده نه ده چې په دې کې څومره سیاست او څومره د پښتو لوستي کارکونکو کمی و.
په ۳ جنوري ۱۹۳۷م خپرونې داسې وې.
۵ بجې- خبرې اترې- دعا-
پښتو غزل د محمد ناصر په غږ- خبرونه او د بازار نرخونه
فتح علي د ستار نغمه.
پښتو ټپه د محمد ناصر په غږ-
د پښتو مضمون ” قتل” د لاله بشیشر نات ټهاکر لیک.
پښتو نغمه د محمد ناصر په غږ- مکالمه – سمندر خان او فاروق شاه.
غزل د محمد ناصر په غږ.
شپږ بجې- د” هندوستاني” ژبې اناونس او د خیبر ارکسټرا موسیقي.
رامایانه داستان- د پنډت منوهر لال ژباړه او بیا د ده په غږ یو بهجن.
ملتاني کافي ( ولسي سندره) د لاله رخ په غږ.
اوو( ۷) بجې د خیبر ارکسټرا قوالي.
بهجن او هندي سندرې د منوهرلال په غږ.
پاو کم اته بجې- د ډاکټر او ایچ ملک مضمون ( تقریر) د انځور ګرۍ په اړه.
اته بجې- د لاله رخ په غږ سندرې او غزل.
د ستار او د شپیلۍ نغمې- دین محمد او جعفر خان.
غزلې- د منوهر لال په غږ.
هندي سندرې- د “مني” په غږ
پاو باندې نهه بجې- هندوستاني ژبې خبرونه
نهه نیمې بجې د انګریزي خبرونه
پاو کم لس بجې د اوریدونکو لیکونه او جوابونه
لس بجې- د سارنګي راګونه د عنایت حسین له خوا.
فرمایشي سندرې د لاله رخ په غږ.
لس نیمې بجې د خپرونې پای.
په دغو خپرونو کې د پردې تر شا به يې په پروګرامونو کې برخه اخیسته. د اردو یا هندي په ځای ” هندوستاني” نوم عام و ځکه انګریزانو په دې دواړو ژبو کې توپیر نه شو کولی.
د زیارت ( پنج شنبې) په ماښام په هندوستاني کې د ښځو لپاره یو ساعت پروګرام خپریدو. نثار فاطمه او بیګم اصغري به په مختلفو موضع ګانو خبرې کولې. یو موضوع د ښځو ضعیف الاعتقادي وه. یوه سندره داسې وه چې کومه ښځه د کور کارونه نشي کولی، هغه به څه ښځه وي. یو سیاست دان ملک خدا بخش د تقریر موضوع ” د یو مکمل ژوند په اړه زما نظر” و. د پښتو سندرغاړو لکه صبر النساء بیګم او مختار جهان اردو غزلې هم ویلې.
د جمعې په ماښام به د پښتو ډرامه ” د پښتون پت” محمد اکبر خان اکبر لیکلی وه. د لوبغاړو ګډ نوم “اپ لیفترز” و چې ممکن هغه وخت یوه ناټک کمپنې وه. په دې ورځ شپږ بجې د قران پاک تلاوت او د دې هندوستاني ترجمه قاري علي تجمل خان امروهوي له خوا. نعت او غزل- د عشرت جهان په غږ.
پاو کم اوو بجې- د ماشومانو پروګرام- د خیبر آرکسټرا سره په ګډه د ماشومانو ترانه، سندرغاړو نومونه- سورج پرکاش- مدن موهن- محمد ابراهیم- سرلا دیوي- شاردا کماري او کرشنا کماري. د ماشومانو خبرونه- د چچا جان له خوا کیسه- د بهاګل بهوش ټوکې ټکالې- د ماشومانو لیکونه او جوابونه.
د جنوري په لومړۍ نېټه- اتوار ورځ. ۱۹۳۹م د خیبر ریدیو خپرونه سهار نهه بجې د المغني معلم شویبان زنجبار په غږ د سوره یاسین په تلاوت پېل شو. کلکتې، بمبۍ، مدراس او د لاهور ریدیو ګانو په هغه ورځ غربي موسیقي او یا هندي سندرې خپرولې.
له تلاوت څخه وروسته د فتح علي او مبارک علي نعتیه قوالي وه. ورپسې د انبالې، زهره بای غزلونه او ګوساین بای نندن، اوما سیګل او سنیال په غږ بهجن او سندرې وې. دا ځانګری خپرونه د سهار لس بجې ختمه شوه.
د ماښام پینځو بجو ریډیو پروګرامونه په خپل وخت پېل شول.
د نوي کال په مناسبت د خبرو اترو نه وروسته د نوي کال په ویاړ د عبدالکریم مغموم پښتو نظم د دلبر راج په غږ نشر شو. ورپسې ” وفا” ډرامه وه چې ایچ آر سیماب لیکلی وه. شپږ بجې په هندوستاني خپرونو کې هم د ” نغمه نوروز” سندره د خیبر ارکسټرا په تړون غږیده. د پیښور نامتو وکیل پیر بخش خان د نوي کال په اړه خپل لیکلی تقریر خپور کړو.
په نهم جنوري ۱۹۳۹م ماښام د پښتو خبرونو او ” بګتۍ” نه وروسته ایس- ای- رحمان د ” پټې خزانې” په اړه خبرې وکړې.
په ۱۹۳۷م کې خیبر ریډیو ټول کال ۲۶۵ خپرونې لرلې. په ۱۹۳۸م کې د خپرونو شمیره ۱۶۷ ته راټیټه شوه چې یو سبب يې په وزیرستان او قبایلو کې جنګ و. خو په ۱۹۳۹م کې د دویم نړۍ وال جنګ په وخت د خیبر ریډیو پښتو پروګرامونه ماښام اوو بجو کې نشریدل. بیا له اتو تر ۱۱ بجو د ډېلي خپرونې خلکو اوریدې شوې.
په یورپ کې جوړ د یو ریډیو سیټ بیه د ۱۴۰ نه واخلې تر ۲۵۰ هندي روپۍ کیده. د دې نه علاوه برطانوي حکومت د ریډیو ساتلو لپاره لایسنس (جواز) هم ضروري کړو. د “انډین لیسنر” د مجلې په څو ګڼو کې د صوبه سرحد د هنرمندانو او د “خیبر آرکسټرا” عکس خپور شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *