د پخوانۍ فرانسوي ژبې “بورژوا” د ښار اوسیدونکی مانا ورکوي.
په ۱۸ پېړۍ کې د صنعتي انقلاب سره په ټولې نړۍ کې لوی زمکه وال چې سرمایه ورسره وه، د کارخانو خاوندان شول. دوی به مزدورانو ته د کار مزدوري لږه ورکوله او زیاته سرمایه به يې پخپله ساتله. د انقلاب په وخت فرانسویانو د شاهي نظام سره تړلی سرمایه دار ټولنه د “بورژوا” په لقب یادو. د دې مخالف ” پرولتاري” نوم د کارخانو مزدور، کروند ګرو یا د غریبو خلکو لپاره کاریدو. په شلمې پېړۍ کې د سوشلزم او د کمیونزم په مفکورو کې دا دواړه نومونه د دوو طبقو په چین، روس او ختیځ یورپ نه علاوه د لاطینې امریکې ملکونو کې د کمیونسټ مفکورې شعار دا و چې بورژوا (مالدار) د پرولتاري طبقې زبیښاک یا استحصال کوي. دوی د ملک په وسایلو خېټه اچولې وي چې د بې وزلو ونډه پکې نه وي. په دې ملکونو کې د انقلاب له لارې شاهي نظام او سرمایه دار طبقه چې زیات تره يې زمکه وال وو، ختم شول.
د بورژوا متضاد ” پرولتاري” دی چې په لاطیني ژبې کې کروند ګر یا هغه کس چې زمکه يې نه لرله. پرولتاري طبقه یواځې د مټو په زور ځان او خپلې کورنۍ له ډوډۍ ګټي. په لرغونی روم کې چې کوم کس حکومت ته مالیه نشوه ورکولی ” پرولیټار” و. دا نوم د روس په اشتراکي سیسټم کې رواج شو چې د سرمایه دار طبقې خلاف یو پاڅون و.