د مزاحمت شاعري


د ۱۹۹۱م په سپرلي کې د بي بي سي یو تبلیغاتي سفر کې د خپلو همکارانو سره چمن ته ورغلم. هلته د سوونو خلکو په ګڼه کې چا په بیړه د شعر یو کتاب راکړو. ژر ژړ يې راته وویل چې دا انګریزانو سیزلې و خو یو ټوک يې د ماشوم په زانګو کې پټ پاتې و.
هغه شاعر چې د یو حکومت یا نظام په ضد شعر لیکي، یو ډول ژورنالیسټ وي. په بنګالي کې ” نذرالاسلام” او په اردو کې فیض احمد فیض هغه مشهور شاعران دي چې خپل ملت ورته درناوی کوي. په پښتو کې پیر روښان او خوشال خټک نه علاوه بې شمیره شاعرانو د خپل وخت د ناخوالو او رواجونو په ضد شعر کې غږ پورته کړو. د ۱۹۲۸-۲۹م د افغانستان په پیښو د اڅکزو د اشیزي قام، ملا عبد السلام دومره ودردیدو چې خپل احتجاج يې شعر کۍ بیان کړو.
د ملاعبد السلام د شعر مجموعه ” سوسن چمن” زما د نورو ډېرو کتابونو سره ډېره موده پروت و. دومره پوهه شوم چې هغه د پښتو یو مزاحمتي شاعر او د انګریز خلاف و. کله نا کله به مې په یوې مجلې یا کتاب کې د ده په اړه ولوستل خو د ده د ژوند په اړه زیات معلومات نه وو.
ملا عبد السلام په ۱۸۷۸م کال د کوږک غره ته نزدې په “ښاخه” کلي کې وزیږېدو. د ماشومتوب او د ځوانۍ په اړه يې معلومات نشته خو د دیني زدکړو او د جومات امامت له کبله د ” ملا” لقب د ده د نوم برخه شوه. په تنکي ځوانۍ کې د دویم افغان جنګ اغیز او د استبداد نه کرکه د ده په احساس اغیز کری وي. د افغانستان امیر امان الله خان له تخت لیرې کیدل د انګریز لوی سازش و چې عبد السلام يې شاعرۍ ته راوهڅاو. پخپله داسې لیکي.
پۀ زر درې سوه اووۀ څلوېښت سنه کښې
لاړم کوټې له زهير پۀ رجب زۀ
د کابل د انقلاب قیصه مجلس وه
نور نا خوبه کړم دا شور و شغب زۀ
سکښتې څۀ خښتې مې کېښودې د شعر
پخوا نۀ وم پۀ صنعت مُجرب زۀ
د لام نقش پۀ لومړي ماښام کښې وۀ زوو
د تصنيف دا درته وايم سبب زۀ
ملا عبدالسلام ” سوسن چمن” په ۱۹۲۹م کې ولیکلو او په ۱۹۳۳م کې لاهور کې چاپ شو.
دښمني د انګرېزانو
چې د هر ملت دښمن دے
د ده په شاعرۍ کې د انګریز نه علاوه د هغوی د جاسوسانو غندنه هم وشوه چې پخپله د سیمې خلک وو. یو ځای لیکي
د سقاو پر زوی ډول مه وهئ ډمانو
د وراباڼو لايق نه دی هرعروس
څو غازي امان الله خليفه نسي
پښتانه به زام [زه وايم]تر مرګه پوري ژاړي
انګریزانو په ټول هند کې د چاپ او خپرونو یو قانون لرلو چې د ” سیډیشن” یعني د بغاوت یا د فتنې تعریف پکې شوی و. هر هغه لیکنه، تقریر یا سمبول چې د حکومت خلاف خلک راپاره کوي د “سیدیشن” په دایره کې راځي.
” سوسن چمن” کوټې ته ورسیدو نو ښایی یو څو ورځې انګریزانو ته يې ژباړه کیده. د بغاوت شاعري د دوی لپاره د منلو نه وه نو د کتاب د سیزلو امر يې وکړو. ښکاره ده چې د دې زیات شمیر کاپیانې ملا عبد السلام په کور کې ساتلي و.
د ۱۹۳۴م د روژې په میاشت کې پولیس د هغه په کور پولیس ورننوتو او د کتاب ټولې کاپیانې يې د سیزلو لپاره یوړې. دی یوه میاشت په جیل کې و او اخر د خلکو په احتجاج خوشې کړې شو. سردار ولي لیکي، ” د ښه مرغه چي د ملاسلام پر کور د چاپې په ورځ د ملا مېرمني [ خالکه/خديجه ] د زوی په اوڼي کي يو ټوک له خپل زوی سره وتاړه او په دې ډول ئې انګرېزان او ورسره ځايي جاسوسان وغولول.”
د خپل کتاب په سوځیدو ملا عبد السلام لیکي،
فرنګي سوسن چمن په اور کې واچاو
پر ما هم د ابراهیم مصیبت راغی
دغه با احساس شاعر د خپلې ټولنې اصلاح ته هم پام و او یو بل کتاب ” طلب مذهب” په دوو ټوکو کې ولیکلو. د شعردویمه مجموعه يې “زردانه دُر” نومېږي.
د عبد السلام شاعرۍ ته د شلمې پېړۍ د پېل ژورنالیزم ویلې شو.
ده ته په هند کې د خپلواکۍ تحریک هم د انګریز یوه لوبه ښکاریده او لیکي،
که کانګريس کۀ مسلم ليګ دے
د پرنګ د دوړو ريګ دے
ملا عبدالسلام د خپلو اصولو پابند سړی و او ترمرګه په رېل ګاډۍ کښي يې سفر ونکړو. د دې یو سبب ممکن هغه پیښه وه چې د ده اتل غازي امان الله خان د چمن څخه په اورګاډي کې کلکتې ته لاړو.
د ” سوسن چمن” هغه ټوک چې د کلیوال په وېنا د ماشوم په زانګو کې پاتې و، په ۱۹۶۵م کال کې چاپ شو. ملا عبد السلام په ۲۶ جنوري ۱۹۷۵م کې وفات شو. په چمن کې د ده په نوم اوس یو کتابتون جوړ شوی دی او په سیمه کې هر کال د ده د تلین په موقع یو سیمینار هم جوړېږي.
زما په ډهول به مي بیده پښتانه ويښ سي
زما اذان هر ځاﺉ ته رسي له کوږکـــه
سرچینې
۱. سوسن چمن. قاضي ملا عبد السلام.
۲. د کوږک ستوری- ابوالخېر ځلاند مضمون.
۳. زموږ ښاغلي ملا عبد السلام اشېزی. سردار ولي پښتون زوی
شهادت مجله. دریم فروری- ۲۰۲۱م.
۴. د شلمې پېړۍ د ستر شاعرقاضي ملا عبدالسلام بابا د حماسي شاعرۍ د رامنځ کېدو لامل څۀ ؤ؟ – نوراحمد فطرت. پښتون میاشتنۍ مجله ( آنلاین) نېټه نامعلوم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *