د انګریز شوی جرګې فیصله حیرانونکی وه ځکه د دروغو په شاهدانو عبد الصمد او د ده دریو ملګرو ته د انګریزانو د تښتونې په تور د بند سزا ورکړی شوه. د کلي خپلوان او شریکان يې ۲۰۰۰ روپۍ جرمانه کړل. د ده د کاکا محمد انور خان ټول جایداد يې ضبط کړو چې ۵۰-۶۰ زره ارزښت يې لرلو. د ایوب خان ۱۰۰۰ روپۍ جرمانه او د نورو ضمانت ملا مطلب وکړو. د اڅکزو څلور خانان چې د جرګې غړي وو، په دغې سازش کې يې شریک وګڼل او هغوی هم جرمانه شول. پولیټیکل ایجنټ په خپلې فیصلې کې وویل چې د دې سازش پلان په ګلستان کې او کار به ورباندې په کندهار کې کیدو.
تر هغې عبد الصمد ګومان و چې په مینځګړي عدالت کې به څوک دروغ نه وایی ځکه هلته به د ریښتیل وېنا لوړه ( څوګند) کیده. تر هغې هم د عامو خلکو نه علاوه، غلو، قاتلانو او ډاکوانو به هم زیات وخت څوګند نه وروسته بیا دروغ نه ویل. خو اوس له دغې عدالت يې باور ختم شو. وروسته د پاکستان د مارشل لا په وخت چې ده ته د ۱۴ کالو بند سزا ورکړی شوه نو هغه هم د دروغو په شاهدي وه. دی لیکي چې د پولیسو یو افسر چې شاهد هم و، په برنډه کې ما ته ریښتیا خو دننه په محکمې کې به يې شنه دروغونه ویل. د هغه لپاره دا هم لکه د شطرنج یوه لوبه وه. له هغې وروسته دی چرې هم په خپله خوښه محکمې (عدالت) ته نه تلو ځکه هلته د انصاف توقع يې نه لرله. په خپل وار اڅکزي به ریښتیا وویل او ” نورو مې کار نه په درلود”
دی وروسته خبر شو چې د انګریز په ګواهانو کې د پولیسو پخواني نوکران او جاسوسان شامل وو، لکه سید حسن او زبردست کاکوزی. هغو ته به څه چې خپلو افسرانو ویل، هم هغه به يې په عدالت کې تکرارول. نورو بیا د خپل ځانه خبرې کولې لکه د چمن عبد الرحمن خان. د پیښې په اړه چې دوی کومه خبره جوړه کری وه، هغه به ده ریښتیا ګڼله.
کله چې دوی له بنده خلاص او کور ته راغلل نو بیا خبر شول چې د پیر علیزو په کلي کې ښاغلې حبیب الله یو ریښتونې او ننګیالی سړی و. په یو پښه ګوډ او ډېر د تګ راتګ نه و. دی د حاجي عبد العلي پیرعلیزي اکا و چې د ملا خیر محمد خور پرې واده وه. ده په خپله څه نشول کولی نو ملا خیر محمد ته يې وویل چې څه کول پکار دي. بیا د عبد الله خان تاڼې، پولیس والا چې اڅکزي و، د تاڼې لوټلو ته ولمسول خو دوی د پلان عملي کولو نه وړاندې ونیول شول.
د اڅکزي د ګرفتارۍ نه څو ورځې وړاندې د ده د مشر ورور چې کونډ و، دویم واده تیاریدو. ډېرو خلکو افسرانو ته خواست وکړو چې هغه د څو ورځو له پاره پرېږدي چې واده وکړي خو دوی ورسره نه منل.
د ده کورنۍ ته دا یوه ننګونه وه نو د ” زوم په ناویسیا ( غیر حاضرۍ) یه واده وکۍ.” په هغو ورځو کې دا دود و چې که په یوې کورنۍ کې به غم یا مړی وشو نو یوه کال به چا خوشالي نه کوله. ټنګ ټکور خو پریږده چې د زوی په زیږیدو چا ډزې نه کولې. خو د اڅکزي د ورور دا واده هغوی په درز او د موسیقۍ سره وکړو.
د بند په ورځو کې دوی د خپلو زمکو حاصل او میوه هم پخپله نشوه راټولولې. دوی ته خبر ورکړی شو چې باغونه به چا ته په ټېکه ( اجاره) ورکړي او پېسې به د دوی مور ته وسپاري. د دوی په کور کې یواځې دوې ښځې او یوه بوډۍ مور پاتې وه. د دوی په خپلوانو کې اسمعیل او محمد طاهر خان هم د میوې کاروبار کاو نو هغوی ورته ډاډ ورکړو چې دوی به هر څه ورته سمبال کړي.
د دې نه وړاندې په بلوچستان کې د شوکې یا ډاکې لپاره انګریزان وژل شوي وو. د بر ښاره یو کاکړ یو انګریز ژوندی ځان سره بیولی وو او بیا د څو پېسو په بدل يې پریښودو. خو د قامي ننګ لپاره چا انګریز ته لاس نه و اچولی. د عام ولس خواخوږي د اڅکزو سره وه ځکه له پیرنګیانو يې کرکه کیده. که څه هم د انګریزانو په اغوا کې د اڅکزو لاس نه و خو عبد الصمد او ورور يې په جیل کې وو. د دوی په پښو کې يې د اوسپنې زولنۍ هم اچولې وې چې په تګ راتګ کې يې زخمونه ورته جوړول. دوی سره اسلم نومې یو کابلی “ذین ساز” د څو ورځو لپاره بندي شو. له زلزلۍ ( ۱۹۳۵م ) وړاندې يې په کوټه کې د ښار والۍ په دکانونو کې يې یو دکان و چې دوی به کله کله ترې د اس یا د ټوپک توکي اخیستل. هغه څو ورځې وروسته چې په ضمانت خوشې شو نو د بل چا په لاس يې ورته د ” څرمنې ډیرې پخې او پستې چموټی راولیږلې.” هغه به يې پر پونډیو وتړلې او د زولنو کړۍ به يې په سکګانو( بسکسوو) وتړل. اڅکزي د دغه سړي نیکي تل یاده ساتله او ارمان يې کاو چې بیا يې نه لیدو او نه يې په درک خبر شو.
هغه وخت د جیل افسران نالوستي او یا کم لوستي وو نو د لیک کار به يې پخپله نشو کولی. کله چې اڅکزی جیل ته شو نو د دوی کار “ټاکر داس” بابو او نور محمد دوی کاو. بیا دوی خوشې شول نو د جېل کارونه يې اڅکزو ته ورکړل. د راشن ګودام کار په عبد الصمد او د هسپتال د دروازې داخل او خارج به ایوب خان کاو. ځینو مونشیانو، د افسرانو لپاره د بندیانو ځینې کارونو کې، هغوی د خپلوانو نه وهنې کولې. لکه اسانه کار ورکول، څوک د خپلې خوښې بارک ته یا خپلو ملګرو ته نزدې ساتل، چا ته د بې واره لیک، یا د خپلوانو سره ملاقات اجازه، د چا جامو یا سامان نه غلا او یا بیا سخته تالاشی وغیره.
نور بیا