په اووم او اتم میلادي پېړیو کې د قریش بنو امیه ۱۴ خلفاء پرله پسې ۹۲ کاله د اسلامي حکومت واکداران وو.
په ۶۳۰م کې مسلمانانو مکه فتح کړه نو د بنو امیه “ابوسفیان” خپل ۲۵ کلن زوی معاویه سره د پیغمبر (ص) په لاس بیعت وکړو. د ده لور “ام حبیبه” له وړاندې مسلمانه او د نبي پاک (ص) میرمن وه. د ابو سفیان نورو زامنو په اسلامي لښکر کې خپله میړانه ښودله او “بلد الشام” (سوریا) د دوی په زور فتح شو. خو معاویه، نرم خویی، هوښیار او زیرک انسان او انتظامي صلاحیت يې لرلو. له دې کبله هغه د دمشق حاکم وټاکل شو. د حضرت محمد (ص) کورنۍ بنو هاشم له پخوا د بنو امیه سره تربګني وه چې د اسلام منلو سره باید ختمه شوی وای. بنو امیه، شته من وو نو د فتوحاتو لپاره يې لویه پېسه ورکوله او کله چې د دوی د ټبر حضرت عثمان (رض) خلیفه شو نو ابوسفیان به خپلوانو ته ویل چې اسلامي حکومت پخپل لاس کې د ساتلو کوشش وکړي. د حضرت علی (رض) له شهادت وروسته، په ۶۶۱ م کې معاویه، په دمشق کې خلیفه او د امیر لقب يې غوره کړو. ده د خپل حکومت په لومړی کال د روم سلطنت سره روغه وکړه او لږه موده وروسته د قسطنطنیه، قبرص، خراسان او سندهه په اسلامي قلمرو کې داخل شول. د امیر معاویه په امر په لومړي ځل اسلامي حکومت خپل بحري ځواک سره د یورپ تر سمندرونو ورسیدو. خو د هغه لویه غلطي د خپل نااهل زوی یزید لپاره د خلکو نه بیعت اخیستل وو. په ۱۰ اکتوبر ۶۸۰م په کربلا کې د امام حسین ( رض) له شهادت وروسته یزید د نورو مخالفانو د ختمولو لپاره، مکې ته پوځ واستاو چې په خانه کعبه يې کاڼي ورول. بیا په مدینه يې حمله وکړه او په مسجد نبوي کې څو ورځې ازان او لمونځ ونشو. هغه خپل پوځ ته اجازه ورکړې وه چې د مدینې مال او عزت په دوی حلال دي. د یزید خونړۍ دوره درې کاله وه او د ده زوی “دویم معاویه” د څو میاشتو د حکومت نه وروسته مړ شو نو د حضرت عثمان ( رض) یو بل تربور، مروان بن حکم په دمشق کې ځان امیر اعلان کړو. دی د خپل شر او فساد له کبله د نبی پاک (ص) له خوا مدینې نه شړل شوی و، خو حضرت عثمان(رض) بیرته راوستې، خپله لور يې ورته په نکاح کړې وه. مروان څو میاشتې د امارت په چوکۍ کیناستو وروسته مړ شو نو د ده زوی عبد الملک په ۶۸۵م کې پر تخت کیناستو او شل کاله واکمن و. په ۷۰۵م کې د ده زوی “الولید” امارت سمبال کړو او د شاهانو په شان يې ژوند کاو. امیه، نو مسلم خلکو ته په سپکه سترګه کتل او په ځینو ځایونو کې يې له هغوی جزیه هم اخیسته. امام ابو حنیفه (رض) په داسې چلند اعتراض کاو نو هغه يې د دوو اوونیو لپاره، زنداني کړو. د ولید په مړینه ۷۱۵م کې د عبد الملک بل زوی سلیمان دوه کاله باچاهي وکړه. اتم خلیفه عمر بن عبد العزیز د مروان بن حکم زوی او مور يې د حضرت عمر(رض) نمسۍ وه. ده په مدینه کې شاهانه ژوند تیراو خو د امارت تر لاسه کولو سره يې د خپلې میرمنې ګاڼې په بیت المال کې جمع کړې او د حاکمانو نه يې زمکې، مال او سرکاري مراعات بیرته واخیستل. ده د علماء او فقها یوه شورا جوړه کړه او د هغوی په مشوره يې حکومت کاو. د خپل انصاف او ساده ژوند له کبله خلکو ورته ” خلیفه صالح” ویل. درې کاله حکومت نه وروسته عمر بن عبد العزیز د ۳۹ کالو په عمر کې وفات شو. په ۷۱۷م کې د عبد الملک زوی ” دویم یزید” په ګدۍ کیناستو نو د عمر بن عبد العزیز ټول اصلاحات يې ختم کړل. د ده ورور هشام تر ۷۲۴م واکمن و خو د پارس خوارجو او شعیان علی نه علاوه، د عباسیانو د مخالفت سره مخ و.
په ۷۴۰م کې د امام حسین ( رض) نمسی د زین العابدین زوی، ذېد بن علي د امیه خلاف کوفې ته لښکر یوړو خو د جنګ په میدان کې شهید شو. تر ۷۴۳م امیه شاهانو، د فتوحاتو د لارې مال راټولاو. دوی خپل مخالف د هاشمي ټبر کسانو ته هم امتیازات ورکول چې غلی پاتې شي.
ولید بن یزید په ۷۴۳م کې پر ګدۍ کیناستو خو دومره بد اخلاقه و چې یو کال څو میاشتې وروسته خپلو مخالفانو ووژلو. د ده زوی یزید ثالث نیک انسان و خو سپین ږیری او د ده خلاف هم بغاوتونه کیدل. دی شپږ میاشتې حکومت نه وروسته ۷۴۴م کې مړ شو نو د ده ورور ابراهیم بن ولید یواځې ۷۰ ورځې واکمن و. د امیه وروستی خلیفه مروان بن محمد و.
تر هغې عباسیانو دومره زور وموندلو چې تر خراسان يې خلک پوځي بغاوتونو ته راپاره کړل. په ۷۵۰م کې مروان بن محمد پخپله د پوځ په مشرۍ د “ذاب” سیند پر غاړه عباسیانو سره وجنګیدو خو له ماتې وروسته مصر ته لاړو او هلته عباسي پلویانو ووژلو. په دمشق کې د امیه خلافت پای ته ورسیدو خو ددې ټبر هغه خلک چې ژوندي پاتې وو، اسپانیې کې د بربرو په ملاتړ، اسلامي حکومت جوړ کړو.
د امیه خلافت په وخت اسلام له اومان تر ختیځ افریقه خپور شو. دوی شاندار جوماتونه جوړول او د هنرسرپرستي يې کوله. په بیت المقدس کې د معراج په تیږه طلای ګنبد، د دمشق جامع جومات او خو د یو څو مشرانو، لکه معاویه، ولید (اول) او عمر بن عبد العزیز نه علاوه نور د سلطنت په کارونو نه پوهیدل. ځینې يې ظالم، بې دینه او عیش خوښونکي وو. په ۷۱۲م کې د خلیفه ولید بن عبد الملک له خوا عربان د محمد بن قاسم په کومانده، د سندهه په ساحل ښکته شول او تر ملتان لویه سیمه يې ونیوله. خو د ولید ورور خلیفه سلمان بن عبدالملک، نه یواځې محمد بن قاسم بلکه د یورپ فاتحین، موسا بن نصېر او طارق بن زیاد هم په شکنجو ووژل. د عرب او عجم هغه فرق چې د اسلام پیغمبر (ص) ختم کړی و، امیه ټبر کې پاتې و. خلیفه د صوبو د حاکمانو ظلم، د خلکو د کنټرول لپاره ضروري ګڼلو. په خراسان او فارس کې د پوځ مشري او لوړې رتبې به د عربانو په لاس کې وې چې امتیازات او مراعات يې اخیستل. ترک او پارس نژاده تکړه خلک، لوړو عهدو ته يې نه پریښودل. هم هغه قامي ډلې ټپلې چې خپلو ګټو ته يې کتل، د خلیفه چاپېره به تاویدل. دا پښتنو د قبیلوي ژوند په شان و چې د یو قام کس ادارې ته ورننوځي نو بیا خپلوان ورته راولي. د پیغمبر (ص) له خوا د شمال او د جنوب یمني عربانو ترمنځ تربګني ته، د پای ټکی کیښودل شو. خو د شمال “مضرویس” عربانو د امیه پلوي کوله نو هغوی ته يې دومره مراعات ورکړل چې د جنوب یمني د دوی دشمنان شول او د عباسیانو سره يې لاسونه یو کړل. د نامتو مورخ، ابن خلدون په نظر د امیه د زوال سبب په لویو ښارونو کې استوګنه وه. دوی د دشتو بدوي ژوند په ځای په ماڼیو کې میشت او د عیش او ارام خوښونکي شول. کله چې حاکم د ولس له ستونزو ناخبره شي نو بیا ټولنیز انقلاب ته پخپله لاره جوړېږي.