ربړي حلوا


په اوړي کې به غنم پاخه شول نو پښتونخوا کې د جون تر پای به لاوونه کیدل. د غنمو له پریکولو وروسته ډېرۍ جوړې شوې او ورباندې غوایې ګرځاو چې دانې له دروزي وباسي. بیا به کروندګرو په دوښاخي دا په هوا کې بادول او وچ غنم به یوې خوا ترې غورځیدل. دغې پاک غنم کې بیا هم بوس او نور خشاک پاتې وو نو به په کورونو کې ښځو به پاکول. د ۱۰ یا ۲۰ سیر (کیلو) غنم لپاره د سڼو بوجۍ به ډکې شوې چې یوه ” توړه” نومیدل. دا به په خومبه (کندو) کې يې سمبال کړل. د اړتیا وړ غنم به يې په ژرنده اوړه کول ځکه اوړه په خومبه کې نه ساتي او سپګۍ پکې وشي. وروسته مشینونه راغلل او د غنم لاو اسانه شو.
په هغو ورځو کې ښځو له تازه غنمو نشاسته جوړوله چې یو اوږد او ستړی کوونکی کار و. غنم به يې په پاکو اوبو ووینځلو نه وروسته، په لویو خانکونو کې خیشته کړل. دا د شپې پیشو یا نورو ځنارو او د ورځې له چرګانو او مارغانو نه ساتل. اوبه به يې هره ورځ بدلولې او کله چې دانه به وپړسیده نو څو ښځې به راټولې شوې. هر خانک ته به یو کس کیناستو او په لپو به يې غنم لویو لنګریو (هاوڼ) کې اچول. بل کس به دانې وټکولې او سپینه شیره به ترې د لاسونو په زور یو بالټي یا پتیله کې زبیښله. پاتې غنم به يې بیل لوښي کې اوبو ته غورځول. هلته بلې ښځې به دا بیا وچتوله او په بلې لنګرۍ کې ټکوله، تر څو د غنمو په دانه کې نوره شیره پاتې نه شوه. دا زبیښلی غنم به يې څاروو او چرګانو لپاره وچ کړل. شیره به يې یو سرپوښ لوښي کې واړوله او په بله ورځ د دې په سر اوبه راټولې وې. دوه درې ورځې دغه اوبه يې د شیرې له سر نینولې. په اخره کې به د ماستو په شان ټینګه سپینه شیره پاتې شوه. بیا په یو کټ پاک څادر هوار کړو او ټینګه شیره به يې پرې واړوله. دا به يې په سیوري کې وچوله او سخته څارنه يې کیده. له وچیدو وروسته په غونډارو کې دا نشاسته د ټوکر په خلته کې بنده او هوادار ځای کې يې ساتله.
مور به مې په یو کړای کې سوچه غوړي او چیني پخولو ته کیښودل. کله چې دا به د شاتو په رنګ شول نو تازه د غنمو شیره به يې پرې واړوله. بیا تر هغې به يې په کفګیر لړله تر څو چې دا ټینګه او راټوله شوه. په ژمي کې د حلوا لپاره وچه نشاسته په اوبو کې حل کړه. په هغو ورځو کې زمونږ د سکول یونیفورم او د سړو د سان جامو ته هم دغه نشاستې څخه “بت یا اهار” جوړیدو. جامې به پرې شخې شوې او بیا د استري نه وروسته ښایسته او نوې ښکاریدې.
په ژمي کې له دغې نشاستې حلوا پخیده او په بازار کې د حلوایی په تالونو کې د ” ربړي حلوا” په نوم خرڅیده. په پیښور کې د مټایی لوی دکانونه دریو ځایونو کې وو چې د کیسه خانۍ “لاهوري” د اشنغرۍ “شاه جي” او د صدر “جالندهر” نومیدل. د دوی مټای به د خړ کاغذ په لویو لفافو (خلتو) کې خرڅیده. د اختر په موقع د میزرو وړې پچهۍ ( ټوکرۍ) هم وې. په اختر کې، مونږ د شاه جي حلوای نه رنګا رنګ مټای اخیسته نو “ربړي حلوا” به ضرور وه. د نشاستې دغه حلوا، سور رنګ او مربع ټوټو کې به پریکړی وه. د پاسه به يې د خټکي زړي شیندلي او نقریی ورق هم ځلیدو. د خوړلو په وخت لږ ترش او د نشاستې خوند يې کاو. دا حلوا غاښونو سره ونښته چې بیا ښه شیبه مونږ ژووله. یو وخت چا د ” کراچي حلوا” ډبلی راته راوړو چې د نشاستې نه جوړه وه. په پنجاب کې به دا ” لال حلوا” نومیده او هند کې ” بمبۍ حلوا” په نوم مشهوره وه.
ورو ورو د مټای د دکانونو په زیاتیدو، ربړي حلوا ورکه شوه ځکه د نشاستې تولید په کمیدو شو. ځینو حلوایانو به د پوډر (کارن فلار) او سور رنګ څخه د حلوا په شان مټای جوړوله خو خلکو نه خوښوله. اخر د نورو سوچه خوراکونو په شان ربړي حلوا هم الونیا شوه. اوس یواځې په کلیو کې کله نا کله د سوچه نشاستې حلوا جوړېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *