د لندن په ساینس میوزیم کې نندارې ته ایښې، یو اسطرلاب د کابل د بالاحصار نه چور شوی و.
اسطرلاب ( اېسټرو لېب) هغه ساینسي آله وه چې د اوسني موبایل ټیلیفون متبادل ورته ویلې شو. دا به د برونزو یا مسو جوړیدو چې یو څرخ او د هغې د پاسه درې یا څلور دایرې د ورځو، میاشتو او د کلونو معلومات ورکول. ډېر پرمخ تللی اسطرلاب به د اسماني برجونو یا د سپوږمۍ او ستورو د ګردش لپاره هم کاریدو.
په اکتوبر ۱۸۷۹م کې جنرل فریډریک رابرټس د انګریز مخالف افغانانو نه د غچ اخیستو لپاره کابل ته واستول شو. هغه وخت بالاحصار چور او د دې یوه برخه ړنګه شوه. انګریز پوځ او د کابل خلکو لاس ته چې څه ورتلل، هغه يې په مخه وړل. افغانانو ځینې قیمتي توکي په شیر پور چاوڼۍ کې خرڅول. “پرسی ویبسټر” یو اسطرلاب په کابل بازار کې خرڅ کړو چې ۸ نیم کلوګرام وزن يې لرلو. یو بل لوړ رتبه پوځي افسر کرنل “کرېمر رابرټس”، دا اسطرلاب په بیه واخیستو. هغه د خپل ژوند ۳۶ کاله پوځي خدمتونو لپاره نورو ملکونو ته ورتلو او هر ځای نه يې لرغوني اخیستل. دی په ۱۸۹۵م کې ومړ او میراث يې زوی جان ته پاتې شو. په ۱۹۲۱م کې هغه د خپل پلار کلکشن چې پکې د تبت، هند او پارس ۶۶ توکي شامل وو، د یو نیلامي خونې ( فوسټرز سیل روم) کې خرڅ ته کیښودل.
د لرغونو توکو بیه هغه وخت لوړه شي چې کله د دې تاریخ او د موندلو ځای معلوم وي. د اسطرلاب په سر کنده شوي دي چې دا په ۱۶۴۷م کې د جان آباد یو ماهر فلکیات محمد شفیع د پارس صفوي باچا دویم شاه عباس ته ډالۍ کړو. د نیلام په خونه کې خلک د یو بل په سیالۍ کې خپله بولي (بیه) اعلانوي. په پای کې د بالا حصار اسطرلاب په ۵۷ پاونډ او ۱۵ شیلنګ کې د ساینس میوزیم واخیستو چې په اوسني بیه ۲۷۲۶ پاونډ کېږي.
د اټکل تر مخې ممکن شاه عباس دا اسطرلاب د هند مغل شاه جهان ته ډالۍ کړی وي. له هغه ځای دا د افغانستان خزانې او بیا برطانیې ته ورسیدو.
سرچینه
له پارس تر افغانستان. د یو اسطرلاب سفر. ډاکټر سمنر برانډ. د ساینس میوزیم تاریخ. ۲۰۲۳م.