پرتوګاښ


د پښتنو په ځینو سیمو کې د پرتوګاښ خپل نومونه دي لکه ” بګه- لال- او ګاڼده. په فارسی اردو کې ورته ازاربند یا کمربند او پنجابي کې ” ناړه” وایی. په انګریزي کې د پرتوګاښ متبادل نشته ځکه یورپ کې پتلون د څرمنې په” بیلټ” ټینګوي چې خلک يې لیدای شي. د دې برعکس پرتوګاښ ښکاریدل د شرم خبره وي.
پرتوګاښ په بډه (نیفه) کې دننه د دوو مرغیو (سوریو) په لاره پېئلی وي. پخوا به ښځو په “کارګاه” اوبدل چې د لرګي یو میټر اوږد او نیم میټر پلن فریم و. د دې بره او لاندې غاړو ته پکې ۳۰ واړه سوري وو. په دغو کې به يې سپین پریړ تار تېرولو او غوټه به يې ورکړه. دغه تارونه د دواړو لاسونو په ګوتو له یو سر بل ته پخپلو کې سره وپېئل او په یو فټ اوږد نري لرګي (نیچه) سره يې ټینګ کړل. دغه عمل به څو وارې تکرار شو او په تارونو کې واړه لرګي به ور زیاتیدل. د یو لویشت پرتوګاښ اوبدلو نه وروسته به يې دغه لرګي د بره نه ویستل او لاندې هم هغسې تارونو کې ټینګول. عام پرتوګاښ یو نیم میټر و خو د سړو لپاره دوو نه تر دوه نیم میټر او د ماشومانو نیم میټر هم جوړیدل.
له کارګاه به پرتوګاښ لیرې شو نو د دې دواړو سرونو ته راوتلي تارونه به يې ځونډي کړل. د ځینو کورونو ښځو به په ځونډي کې ذرین تارونه یا مشکڼې هم پېئل. د بنو یو کس راته وویل چې د ده تربور په پنجاب کې چا ووژلو نو دوی د هغه شناخت د پرتوګاښ په ځونډي وکړو چې خاص د دوی د کورنۍ ښځو به جوړول.
د مسافرو لپاره به يې دغه ځونډي په داسې مهارت جوړول چې ” پرتوګاښی” ته به يې حاجت نه و. پرتوګاښې هغه خاص ډکی، لرګی یا تیلی وي چې په بډه د پرتوګاښ د پیئلو لپاره کارېږي. د دې یو سر کې سوری او پکې فیته، مزی یا زنځیر حلقه وي. د پرتوګاښ یو سر په دغه حلقه کې تړي او د مرغۍ په لار په بډه يې ورتېر کړي. د ناوې لپاره به د رنګین وریښم پرتوګاښ جوړیدو او د سپینو زرو پرتوګاښی د ده په داج کې شامل و. خو عام پرتوګاښ اوس هم د سپین کاټن د تار نه اوبدل کېږي چې له پرتوګ تړلو وروسته په بډه کې دننه ساتلی شي. د کمیس لاندې د پرتوګاښ ښکاره کیدل د شرم خبره وي چې میاندې خپلو ماشومانو ته هر وخت پرې تاکید کوي. ځینو ښځو به د پرتوګاښ په جوړولو ځان له ډوډۍ پیدا کوله.
پخوا د سفر په وخت د غلا غدۍ خطر موجود و نو خلکو به پېسې یا سره زر په بډه کۍ پټ ساتل. کورونو ته د جندرې ( قلف) اچولو نه وروسته چا به کنجي ( کلي) د پرتوګاښ سره وټرله. اوس په پرتوګ کې د “لاشټیک” فیشن دی نو د پښتو په ځینو محاورو هم ځوانان نه پوهېږي. څو بیلګې يې داسې دي.
کلک پرتوګاښ- د حیا نښه. ” فلانۍ د پرتوګاښ کلک دی.” مانا دا چې هغه کس خپل عفت ساتلی شي.
د پرتوګاښ غوټه کیدل. په یو مصیبت کې د حل لاره بندیدل. په تشناب کې د حاجت لپاره څوک پرتوګاښ پرانیزي نو یوه غوټه غبرګه او پرانستل يې ګران شي. د ماشومانو سره اکثر داسې کېږي.
د پرتوګاښ سره غوټه کول- د یوې خبرې د یاد ساتلو لپاره به پخول خلکو پرتوګاښ ته یوه غوټه ورکړه.
پرتوګاښ تښتیدل- ناڅاپه حادثه او وار خطایی. کله نا کله د پرتوګاښ یو سر لنډ او په بډه کې ورک شي چې یو آفت وي.
پرتوګاښ تر زنې تړل- حیا او د ناموس خیال ساتل.
بډې اخیستل. رشوت – فلانی بډې اخلي یا فلانی په بډو اموخته شوی دی.
بډې وهل- یو ګران کار ته وړاندې کیدل.
اوښ په بډه وهل- غلا نه وروسته، ځان ناګاره اچول.
د پرتوګ د منځ برخه ” خښتک” وي چې که یو پښتون ته د ښکنځل په توګه څوک ووایی نو مرګونه پرې کوي.
پرتوګ (خښتک) زیړول- وېره او وارخطایی.
لوند خښتک- تل په اوداسه کې پاتې کیدل. فلانی دومره لمونځ ګوزار دی چې خښتک يې نه وچېږي.
پرتوګ په سر تړل- بې شرمي او بې حیایی. د چا پراوه نه ساتل.
هم دغسې د پرتوګ پایڅې هم د محاورو مضمون دي.
سپینې پایڅې- یو ځوان یا پیغله چې واده يې نه وي شوی، د هغوی لپاره وایی چې لا سپینې پایڅې ګرځي.
سرې پایڅې- واده شوی ښځه.
خړې پایڅې- سخت کارونه، د لاس او پښو کارکول.
پایڅه کې کېکه- چا ته داسې خبره کول چې هغه پرې ناارامه شي. کېکه یا کایکه، ورګې ته وایی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *