دوه نیم زره کاله پخوا د یونان هیروډوټس د لوړو ودانیو او مجسمو ذکر کوي چې خلکو ته عجیبه ښکاریدل. زیات يې د یونان شا و خوا سیمو کې وو چې بیا د بازنطین ” فیلو” په ۲۲۵ ق م کې د اوو عجایباتو یو فهرست ولیکلو.
په دوی کې لومړی د یوناني اسطورې ” زیوس” ۴۰ فټه لوړه مجسمه چې د ایتهنز یو سنګتراش ” فیدیاس” په پینځم ق م پېړۍ کې جوړه کړه او د اولمپیا عبادتځای کې يې ایښې وه. زیوس بربنډه سینه د لرګي پر یو تخت ناست و چې دواړه لاسکي يې د زمري وجود، د ښځو مخ او د مارغانو وزر لرونکو مجسمو ټینګ کړي وو. هغه وخت په تیږه د سور رنګ کولو دود و خو د ذیوس مجسمه په سرو زرو او عاج( د هاتي غاښ) په ورق پوښلې وه. دا تر ۸۰۰ کاله په اولمپیا کې پرته وه تر څو په څلورمې پېړۍ کې مسیحیانو د روم باچا قانع کړو چې دا ویجاړ کړي.
دویمه عجوبه د مرمرو جوړ” ارتمیس مزدک” د یونان په ساحلي ښار ایفیسس ( اوس ترکي) کې وه. دا په ۵۵۰ق م کې په زلزلې ړنګ شوه نو په ځای يې هم هغسې بل عبادت ځای جوړ شو. په ۲۱ جولای ۳۵۶ ق م کې د یونان یو کس ” هیروسټراټس” د خپل نوم ګټلو لپاره اور ورته کړو. د یونان حکومت یو قانون جوړ کړو چې د ده نوم به څوک نه اخلي او په ځای يې یو نوي عبادتځای جوړولو لاس پورې شو. دا له زمکې ۴۰۰ فټ لوړ او د بره ختلو لپاره چاپېره د مرمرو پوڼۍ وې. دننه ۱۲۷ ستنې چې هر یو يې ۶۰ فټه لوړه وه. هم هلته د یونان د ښکار اسطورې ” آرتمیس” لویه مجسمه وه. ځینې لرغونپوهان وایی چې د لوی هال د پاسه د خښتو چت و خو نور وایی چې دغه چت لرګین و. دا مزدک هم په ۲۶۲م کال کې د جرمني د ګات قبایلو له خوا ویجاړ شو. په ۱۸۶۰م کې د کیندنو په وخت هلته د پخوانۍ دورې اثار راووتل.
دریمه عجوبه په کارنیه ( جنوبي ترکې) کې د ” هېلی کرناسس” مقبره وه. د کارنیه باچا ” موسولز” په ۳۵۳ ق م کې مړ شو نو د ده خور او ملکه ” آرتیمیسیا” په امر دغه ۱۳۵ فټ لوړه مقبره په دریو طبقو کې جوړه شوه. لومړۍ پوړ ۶۰ فټه لوړ او پوڼۍ يې لرلې، په دویم ۳۶ د مرمرو ستنې، دریم د اهرام په شان جوړښت او هلته د باچا قبر و. د قبر څلورو خواو ته د مرمرو اس ګاډي د هغه وخت د هنر یو شاهکار و. دا په ۱۳ پېړۍ کې یوې زلزلې کې ویجاړه او د دې خښتې په یوې کلا کې وکارول شوې چې په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي پلټونکو راووستل او اوس د لندن په برطانوي میوزیم کې اېښي دي.
څلورمه عجوبه هم یوه لویه مجسمه وه چې د ” رهوډس کولوسس” نومیده. د ” هیلیوس” نومې د نمر اسطورې د برونزو دا بوت په دریم ق م پېړۍ کې” چرېس” نومې معمار جوړه کړه چې ۱۰۰ فټه لوړه وه. په څلورم ق م پېړۍ کې د مقدونیې پوځ د رهوډس ټاپو محاصره کړه خو کامیابه نشول. یو روایت دی چې د رهوډس خلکو له هغوی پاتې وسله او نور توکي د دغې مجسمې لپاره وکارول. دا په ۱۲ کالو کې پوره شوه او ځینې خلک وایی چې ددې پښې د دواړو غاړو په بندرګاه ټینګې وې. خو مجسمه دومره لویه او درنه وه چې داسې جوړښت هغه وخت ممکن نه و. دا بربنډه اسطوره په ساحل ولاړه چې په یو لاس کې مشعل او بل کې يې نېزه وه. شا و خوا ۶۰ کاله د سمندري بېړیو مسافر د دې په لیدو به ګوته په غاښ پاتې وو. بیا دا په یوې زلزلې کې ړنګه شوه او ۱۰۰۰ کاله وروسته کله چې عربان راغلل نو د دې برونز يې خرڅ کړل.
پینځمه عجوبه په میسو پوټیمیا کې د فرات سیند پر غاړه د ” بابل ځوړند باغونه” د دویم بخت نصر( نبوکد نضر) په امر ۶۰۰ ق م کې جوړ شول. د بخت نصر میرمن د میډیا د باچا کیخسرو لور وه او د بابل دشتو په لیدو د خپل وطن باغونه يې یادول. د بخت نصر په امر، انجینیرانو ورته د معلق باغونو نقشه ورکړه. لومړی کار د ونو او بوټو د سمسورتیا لپاره د اوبو ضرورت و نو د فرات سیند نه يې ورته کنال وکیندلو. د یو لوی ارهټ په واسطه اوبه له زمکې یو نیم سل میټر لوړ ختلې شول. د باغونو لپاره ودانۍ په اوو طبقو کې له زمکې یو نیم سل میټر لوړ برجونه وو. شنه بوټي به له دغو دیوالونو ښکته ځوړند وو چې هغه وخت یو عجیبه ننداره وه.
شپږمه عجوبه
“د اسکندریه د رڼا مناره د ” فاروس” نومې ټاپو په ساحل ۲۷۰ ق م کې د یونان مهندس “سوسټراسوس” په لاس پوره شوه. هغه وخت په مصر د یونان دویم بطلیموس حکومت کاو. اوسني لرغون پوهان وایی چې دا مناره ۳۸۰ فټ لوړه وه چې په سر کې به يې اور بلیدو. د نیل په سیند روانو بېړیو نه به د اسکندریه بندرګاه د دې منارې په رڼا ښکاره شو. د مصر او یونان په لرغونو سکو د دې درې پوړیزه منارې نقش کنده و. په بیخ کې څلور ګوټیزه دکانچه، د پاسه د اتو اړخونو پوړ او بره د سلنډر په شکل بورجل و. هلته یوه ۱۶ فټه لوړه مجسمه ممکن د بطلیموس یا د اسکندر نښه وه. د اسکندریه د رڼا مناره له ۹۵۶م تر ۱۳۲۳م ورو ورو ړنګیده. په ۲۱ پېړۍ کې يې ځینې برخې په اوبو کې وموندل شول.
اوومه عجوبه په مصر کې د نیل پر لویدیځه غاړه د ” ګیزا اهرامونه” د ۲۷۰۰ او ۱۵۰۰ ق م پېړیو تر منځ جوړ شول. په دغو دریو کې درې فرعونان ” خوفو- خفرا او مینکورا مړي پراته وو.
د دې په جوړښت د دوو میلینونو نه زیات تیږې کارول شوي دي چې د هر یو وزن د دوو نه تر ۲۰ ټنو پورې و. د لرغونې نړۍ ټولو عجایباتو کې هم دغه اهرام تر اوسه پاتې دي چې هر کال په زرګونو سیلانیان يې لیدو لپاره ورځي.