کوکونټ- پاکي او نیګرو


په ۱۳ ستمبر ۲۰۲۴م د لندن یوعدالت فیصله وکړه چې ۳۷ کلن ماریه حسین څه جرم نه و کړی. هغې په نومبر ۲۰۲۳م کې د فلسطین لپاره مظاهره کې یوه تخته نیولی وه چې ورباندې د کوکونټ (کوپرې) په ونې کې د رشي سوناک (وزیر اعظم) او سویله بریرورمن( وزیره) انځورونه وو.
د دې نه وړاندې په ۲۰۲۳م په ۲۸ جون، وزیراعظم رشي سوناک یوې غونډې کې خپل قهر او خفګان ښکاره کړل چې د برطانیې د ښې لاس ریفورم ګوند یو غړي په ټیلویژن ورته د ” فکنګ پاکي” خطاب کړی و.
په ۱۹۸۴م کې ما په لومړي ځل برطانیې کې د ” پاکي” نوم واوریدو چې د نسلي تعصب او د کرکې یو ډول ښکنځل وو. د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د انګلستان مانچسټر، برمنګهم او لیورپول په ښارونو کې لوی شمیر ایشیای خلک اباد شول. په دوی کې زیات شمیر د پاکستان څخه وو چې سپین پوستو ترې د ” پاکي” نوم جوړ کړو. تر۱۹۸۰ م دا نوم د هند، بنګله دیش او هر هغه کس لپاره کاریدو چې د متعصب برطانوي ترې کرکه کیده. په ۱۹۸۷م کې د بي بي سي یو افغان همکار، سهار ډېرپه قهر دفتر ته راغلو. ویل يې په ټرین د ختلو په وخت یو کس راته د ” پاکي” وویل. دغه همکار ته به خپلو ملګرو ” کوکونټ” نوم اخیستو.چې یو ډول ټوکه وه. مانا يې دا چې یو کس د بهر نه غنم (تور) رنګی خو په خپل عمل کې اروپایی او د خپلو خلکو سره خیانت کوي. برطانوي وزیره سویله پخپله د یو افریقای هیواد تور پوستې وه خو د متعصب انګریزانو په شان دغه ملک ته د کډوالو راتګ مخالفت کوي. کوکونټ او پاکي هغه نومونه دي چې غیر قانوني نه دي خو که څوک پرې وزورېږي نو محکمې ته تلی شي.
په امریکا کې تر ۱۹۶۴م د تور پوستو لپاره د ” نیګرو” لقب کاریدو. په لاطیني کې ” نیګر” تور رنګ ته وایی او دا په ۱۵ پېړۍ کې د پرتګال او اسپانیې اباد کارو افریقایی اوسیدونکو ته یو عمومي نوم نیګر اخیستو. د امریکا په خاوره تور پوستو ځان ته پخپله هم د نیګرو لقب کاراو خو د زبیښاک او د غلامۍ له کبله دغه نوم یو منفي مفهوم پیدا کړو.
د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د امریکا د تور پوستو پاڅون د نیګرو په ځای ” تور ځواک” اصطلاح وکاریدو. له هغه راهیسې خلک د نیګرو نوم نه ډډه کوي او په ټولنیزه توګه دا یوه ښکنځله ګڼلې شي.
په هر یو ملک او سیمه کې ولس داسې نومونه جوړوي چې د هغه وخت او حالاتو ښکارندوی وي. په سوشل میډیا کې اوس ځینې د حقارت ټکي لیدل کېږي چې ښکنځل ته ورته وي او مسلکي ژورنالیسټ ترې ډډه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *