په ستن تار د جامو ګنډل یو وخت عام وو او د ډېر کار لپاره به يې په ګوتې یو پوښ خیژولو. دغه د فارسي “انګشتانه” د انګریزي ” تهیمبل” د عربي ” کشتبان” او د هندي “نوک” نومېږي.
د سلورو انګشتانې په لومړي ځل انګلستان کې د هالینډ یو هنرمند جان لوفټینګ په ۱۶۹۵م کې جوړول. دا به د ستن، تار قینچي او د کچ فیتې سره یو ځای به ساتل کیده.
تر ۱۸ پېړۍ د صنعتي انقلاب سره په ټول یورپ کې د نقرې نه علاوه نورو فلزونو نه هم انګشتانې جوړیدې. د چیني، شیشې او د سرو زرو انګشتانه به ځوانانو خپلې معشوقې ته په تحفه کې ورکوله چې د جامو ګنډلو په وخت يې یادوي. دا د ټپي کیدو نه د ژغورنې او د مینې نښه شوه.
اوس درې ډوله انګشتانې په بازار کې شته چې یوه دودیزه، بله د دواړو خواو نه خلاصه او دریمه د څرمنې چې پوره ګوته پټوي او ترکاڼ او آهنګر لپاره جوړېږي. خو د پلاسټیک او ربړ انګشتانې اوس زیات جوړېږي.