آبنوس


د نوي کور د امبارکۍ په تحفه کې یو ملګري راته د تور لرګي هاتي هم راوړو. راته يې وویل چې دا يې د یو افریقایی له دکان اخیستې دی او هغه وایی چې دا د آبنوس څخه جوړ دی.
آبنوس د انګریزي ” ایبوني” د یوناني ” ایبینوس” د مصر د لرغونې ژبې ” هبنس” یوه بنه ده چې مانا يې تور بخن کېږي.
د دې ونه نسواري، خړ او زیتوني رنګونو ته ورته، خو تک تور نه وي. د نباتاتو په علم کې ددې نوم ” ډایوسپایرس” او دا د استوا خط دواړو غاړو ته په ګرمو مرطوب آب و هوا کې وده کوي. د هندوستان جنوب او د سري لنکا آبنوس شهرت لرلو او داسې باور و چې د دې په لرګي کې د زهرژن موادو د وژلو توان وي. د هند راجاګانو خواړه به يې د زهر معلومولو لپاره د دې په لرګینو کاسو کې اچول. د حبشي ډول افریقای ابنوس په نړۍ کې تر ټولو قیمتي وي. هلته په ځینو تمدونونو کې د آبنوس لرګی مقدس ګڼلې شي. د یو آفت نه د ژغورنې لپاره به يې د دې یوه ټوټه د تعویذ په شان ځان سره ساتي. دا د پاکي، میړانې او د استقامت نښه ده.
د آبنوس تل سمسوره ونه د ۶۰ نه واخلې ته ۳۰۰ کالو پورې وده کوي او تر ۳۰ میټر لوړ وي. د دې پاڼې صنوبر ته ورته، درې او ۶ سینټي میټر اوږد او ۵ سینټي میټر پلن او زړې يې د بادرنګ په شان وي.
د نړۍ تر ټولو قدیم د ابنوس ونې ۷۰۰ کالو پورې ژوند کوي وي. د دې لرګي ډېر دروند وي نو ځکه د دې کشتۍ نشي جوړیدای. خو دا کلک وي نو زینتي توکي لکه ږمنځ، قلمدان، د شطرنج ګیټۍ، د چاقو لاسکی، مجسمې او نور توکي ترې جوړوي. له پالش وروسته د دې سطح د شیشې په شان ځلېږي او اوس ترې ګاڼې جوړېږي.
د لویدیځ افریقا نه علاوه د انډونیزیا او د تیمورد ټاپو ابنوس هم مشهور وو. زیړ بخن ډول آبنوس “هندي” او تور بخن “حبشي” نومېږي. د ملایا په ځینو جزیرو کې د ابنوس لرګی، رنګین لیکې لري چې په یورپ کې به زیات خوښیدو. د مصر په اهرامونو کې موندل شوي، ۵۰۰۰ کاله پخواني د آبنوس لرګي جوړ شوي توکي په داسې حالت کې ښکاري لکه چې اوس یو هنرمند جوړ کړی وي.
یو وخت د جنوبي هند او د په ۱۷ پېړۍ کې د مستمرو په سیالي کې د ابنوس لرګی هم اروپای ابادکارو غلا کول. دا یو مضبوط لرګی وي چې له دې جوړ فرنیچر پایدار وي. دا په تک تور حالت کې یو کلوګرام تر ۱۳ زره ډالره هم خرڅېږي. خو د دې بې دریغه پریکولو او د نویو ونو د نه کرلو له کبله اوس دا ونه نایابه او د ورکیدو له خطر سره مخ ده. آبنوس یو ژغورلی ونه اعلان شوی ده او په ځینو ملکونو کې د دې ونې پریکول جرم دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *