غلام غوث خان


د هندوستان “جهانسي کلا” په منځ کې د یوې لوی ونې لاندې دریو قبرونو کې په یو د غلام غوث خان نوم لیکلی دی.
د اترپردیش ایالت په جنوب کې د پهوج سیند پر غاړه د جهانسي ریاست پخوانی نوم ” بلونت نګر” و. تر ۱۸ پېړۍ په هند کې ایسټ انډیا کمپنۍ خپل شخصي پوځ پر مټ له بنګال د زمکو په نیولو لاس پورې کړ. د روهیلکهنډ څخه په زرګونو پښتانه جنګیالي د هند شمالي سیمو ته ورغلل. دوی د خپل صلاحیت له کبله راچا ګانو او نوابانو په پوځ کې به شامل شول. د جهانسي راجا رګهونات راو هم په خپل پوځ کې افغانان برتي کړل چې شمیره يې یو نیم زر وه. په دوی کې غلام غوث خان د خپلې نښې ویشتلو لپاره مشهور و. د ده د ماشومتوب او ځوانۍ په اړه معلومات نشته.
په ۱۸۴۲م کې د جهانسي راجا ګنګا دهر راو نوالکر د ….۱۳ کلن ” منو کنیکه” راواده کړه چې له وړکتوب زیرک او جنګي صلاحیت يې لرلو. د دې لقب لکشمي بایی و او د ریاست په چارو پوهیده نو مهمې سیاسي فیصلې به يې کولې. د دې یو زوی “دهمودر” په ماشومتوب کې مار وخوړو او بیا د دې نور اولاد ونشو. خور ورته خپل زوی “انند راؤ” فرزندي ورکړو او د هغې له مړینې وروسته راڼۍ به ورته دهمودر ویل. ایسټ انډیا کمپنۍ په هند کې دومره زوره وره شوه چې د کوم ریاست نارینه وارث به نه و نو دا به يې د انګریز ملکیت اعلان کړو. راڼۍ ورسره دا نه منل او د خپل حق لپاره يې ورته لیکونه استول.
په ۱۸۵۷م د می په میاشت کې د انګریز په چاوڼیو کې پوځ پاڅون وکړو او اغیز يې تر جهانسي وشو. راڼۍ خپل ګاونډ ریاستونو ته پیغام واستاو چې که مونږ خپل ځواکونه یو کړل نو انګریز به د هند له خاورې وشړو. خو ګوالیار راجا د انګریزانو سره لاس یو کړو او ډېلي ته لاړو نو باغیانو کلا ونیوله. د بهوپال نواب سکندر بیګم هم د انګریز سره جنګ نه غوښتو. تر بل کال د کمپنۍ پوځ دا بغاوت قابو او د مغلو وروستی باچا بهادر شاه ظفر رنګون ته يې جلاوطن کړو.
په دسمبر کې انګریز پوځ د ” هیو روز په مشرۍ جهانسي ته روان شو او په ۱۶ مارچ ۱۸۵۸م له کلا راتاو شول. راڼۍ غلام غوث ته د توپخانې کومانده وسپارله. هغه د کلا په بهرنیو دیوالونو ۵۱ توپې د ګوله بارود سره تیار وساتل. د هرې توپې خپل نوم و او غلام غوث به پخپله د ” ګهن ګرجن” ( ګړز او درز) نه ګوله ویشتله. راڼۍ په پوځي لباس کې د غلام غوث او نورو کوماندانانو سره په کلا ګرځیده. په ۲۶ مارچ د غلام غوث په بمبارۍ د انګریز پوځ یو کوماندان ووژل شو نو راڼۍ هغه ته د سرو زرو یوه کړه ډالۍ کړه.
هیو روز نور کومک راوغوښتو او ژر په اوښانو بار وسله او اکمالات ورته ورسیدل. دوی په جهانسي کې دننه یو کوماندان “دولا جی سنگ” ته د پېسو خوږه ورکړه نو یوه شپه د ده کسانو په توپو کې باجره ( ږدن) ډک کړل. په ۳ اپریل کله چې غلام غوث توپه وچلوله نو د ږدن له کبله ګوله وشلیده او دی پرې ټپي شو. د نورو توپو هم کار پریښودو او خاین ډلې انګریزانو ته د کلا یوه دروازه پرانسته. پښتنو سره بارود ختم شول نو انګریزانو سره د تورو جنګ يې پېل کړو.
کپتان “روډریک بریگز” د راڼۍ د نیولو کوشش وکړو خو سردار برهان الدین دا وژغورله او دا د خپلو افغان ملو سره د کلا له یوې وړې دروازې ووتله. د دې یو محافظ خداداد خان هلته په خپل وروستي سلګۍ جنګیدو او په هغه ورځ د جهانسي ډېر پښتانه تري تم شول.
انګریزانو کلا ونیوله او راڼۍ د خپل زوی او څو کسانو سره ” کالپي” ته لاړه. هغې د اتر پردیش په ختیځ کې یو بل ریاست د “بانده” نواب علی بهادر (دویم) ته د مرستې پیغام واستاو نو ده خپل ۳۰۰۰ عسکر ورولیږل. دوی د ګوالیار په کلا کې د جنګ تیاري وکړه او په ۲ جون انګریز پوځ هلته بمبارۍ پېل کړې.
د جهانسي او ګوالیار تر منځ په ” کوټه کی سرای” په ۸ جون انګریزانو لویه حمله وکړه. په ۱۷ جون ۱۸۵۸م سخت جنګ پېل شو او د یوې اندازې تر مخه په هغه ورځ ۵۰۰۰ کسان ووژل شول. لکشمي بایی په یو اس سپور جنګیده او اخر د یو انګریز په سنګین زخمي شوه او بیا چا په طماچه ووژله. د ده ساتندوی ګل محمد او نورو کسانو سمدلاسه د هغې مړی له میدان وویستو او وې سیزلو ځکه هغې وصیت کړی و چې زما وجود ته به انګریز لاس نه وړي. د دې یادګار (سمادهي) د ګوالیار په پهول باغ کې جوړ دی.
د جهانسي په کلا کې د غلام غوث دوه توپې اوس هم نندارې ته ایښي دي چې یو ” بهواني شنکر” او بل کړک بجلي نومېږي. په یو وړوکی میوزیم کې د فایبر ګلاس ( پلاسټیک) د جنګ میدان او غلام غوث د توپ سره ولاړ ښکاري.
د غلام غوث د قبر سره د جهانسي د راڼۍ پت من ملازمان، خدابخش او موتي بای قبرونه هم جوړ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *