د اتمې میلادي پېړۍ په نیمایی کې د بني هاشم عباسي کورنۍ ” بنو امیه” مات کړل او تر دیارلسمې پېړۍ د دوی ۳۷ خلفاء واکمن وو.
د حضرت محمد ﷺ کشر تره حضرت عباس (رض) نمسي ابراهیم بن محمد په پارس او خراسان کې ډېر پلویان لرل. امیه خلیفه هغه قید او بیا هم هلته ووژلو. د ده وروڼو عبد الله بن السفاح او المنصور د بدل اخیستو لپاره یو په یمن او خراسان کې تحریک پېل کړو او بیا د ۷۵۰م په پېل کې د امیه خلیفه مروان (ثاني) د زاب په جنګ کې يې ووژلو. السفاح په دمشق کې د امیه کورنۍ غړو ته عفوه اعلان کړه او د دوی ۸۰۰ سړي يې په یوې میلمستیا کې ووژل چې یو شهزاده عبد الرحمن ترې ژوندی ووتلو.
بیا د دمشق په زرګونو بې ګناه خلک يې ووژل. د بنو امیه د مشرانو مړی به يې په لارو کوڅو کې راښکل، د امیرمعاویه او نورو خلفاو قبرونه يې وسپړدل او په درو يې وهل. په دې ظلم د موصل خلکو غږ پورته کړو نو السفاح چې له کوفه يې حکومت کاو، خپل ورور یحيا ورواستاو. هغه د موصل جامع جومات کې راټول په سوونو خلک ووژل او د ښار ښځې بې پته کړې. په ۷۵۴م کې السفاح د “چیچک” په مرض مړ شو نو المنصور يې ځای واخیستو. ده امام ابو حنیفه (رض) په خپل لاس په درو ووهلو ځکه هغه د لوی قاضي منصب نه منلو. امام اعظم د ده په قید کې وفات شو. خلیفه د خپل وخت نور مشهورعالمان هم بندي او شکنجه کړل. ابو مسلم خراسانی، چې ټوله مرکزي اېشیا يې د دوی لپاره په جنګ ګټلی وه، المنصور د پارس په یوې دشتې کې خپلې خیمې ته وروبللو او هم هلته يې قتل کړو. خو ده په ۷۶۲م کې د یو نوي پلازمینې “بغداد” بنسټ کیښودو. دریم خلیفه د المنصور زوی محمد المهدي چې په عقیده ټینګ و، په ۷۷۵م کې د غچ اخیستو لړۍ ختمه او ټول سیاسي قیدیان يې پریښودل. ده غیرعرب هم په اسلامي حکومت کې شامل کړيوو چې د بلخ ” برمکیان” لوړو عهدو ته ورسیدل. المهدي، په حکومتي چارو کې اصلاحات راوستل او په لومړي ځل د وزیراعظم منصب يې جوړ کړو چې د صوبو والیانو ته به يې لیکونه استول. د ” اوقاف” شعبې په مکه او مدینه کې سپیڅلې ځایونو ورغول او د احتساب څانګې د مالي چارو څارنه کوله. په لوی ښارونو کې پوځي چاوڼۍ هم جوړیدې او صوبو کې امن و. د آرمینیا او آذربایجان سیمې هم په اسلامي قلمرو کې شاملې شوې. خو د ژندیق” کفري تحریک د خلافت لپاره لوی چیلنج و. لس کاله حکومت نه وروسته المهدي په ۷۸۵م کې مړ شو او د ده مشر زوی موسا الهادي هم یو کال او څو میاشتې جکومت نه وروسته پاتې نشو. د المهدي بل زوی ۲۲ کلن ہارون الرشید پینځم خلیفه شو چې یو شاعر او د موسیقۍ نه علاوه د ساینسي علومو سره يې شوق و. ده خپل شخصي کتابتون لرلو چې د هرې سیمې نه علمي کتابونه به يې ورته راوړل. ددې لپاره یو بیل ځای “بیت الحکمت” جوړ شو چې د نړۍ نورو سیمو نه خلق د زدکړو لپاره هلته ورتلل. بازنطین د اسلامي لښکر له ویرې عباسي خلافت سره روغه وکړه او هر کال د ۷۰ زره اشرفۍ باج به يې ورکول. هارون الرشید ډېر نرم خوی او زغم لرونکې و خو د قران په تشریح به يې عالمان زورول. امام احمد بن حنبل د هغه د نظرمخالفت وکړو نو دی يې ذنداني کړو. د هارون الرشید میرمن ملکه زبیده هم د خیر ښیګړې کارونو لپاره مشهوره وه. ده په خپل ژوند کې د خلافت حق لومړی امین او بیا له هغه وروسته مامون ته ورکړی و. په ۸۰۹م کې د ده له وفات وروسته امین شپږم خلیفه شو خو په حکومت نه پوهیدو. دی بداخلاقه او په حرم کې يې هلکان ساتل. مامون ورته نصیحت کاو خو هغه توبه ګار نشو او اخر په ۱۸۱۳م کې د بغداد محاصرې په وخت له ښاره وتلو نو د مامون پوځ ونیولو او سر يې ترې پریکړو. اووم خلیفه مامون الرشید د لوړو اخلاقو خاوند، د قران حافظ او د دیني زدکړو نه علاوه په سیاسي او حکومتي چارو پوهیدو. د ده په امر “بیت الحکمت” کې د ډېرو کتابونو ژباړې عربي ته وشوې. مامون به خپل کشر او مېره ورور “محمد” ډېر نازولو ځکه هغه په شجاعت کې بې څاری و. ده د خپل زوی عباس په ځای محمد خلیفه وټاکلو او په اګست ۸۳۳م کې د ده په وفات، هغه د معتصم باللہ په لقب اتم خلیفه شو. دی د خپلو وروڼو په پرتله نالوستی و خو په همدان کې د ” بابک خرمدین” ملحد پاڅون يې ختم کړو چې تر آزربایجان يې په مسلمانانو حملې کولې. د ده یو ترک جنرال ” افشین”، بابک ونیولو او د المعتصم دربار ته يې واستاو چې هلته لاسون پښې يې ورپریکړل او د ده سريې خراسان ته د عبرت لپاره واستاو. المعتصم د بغداد په ځای، دجله سیند پرغاړه “سامره” کې اوسیدو. دی هم د سړو شوقین او د مرکزی اېشیا په سوونو غلامان به سینګار شوي، بغداد کې کاواکه ګرځیدل. المعتصم په ۸۴۷م کې وفات او د ده ۳۰ کلن زوی هارون د “واثق بالله” په لقب خلیفه شو. د بغداد ځینو علماء او د حجاز بدوي قبایل د ده خلاف وو خو وزیر ابن زیاد د خلیفه مخالفین ژوندي تنور ته غورځول. په ۸۴۷م کې د واثق په وفات د هغه مېره ورور المتوکل خلیفه شو چې یو دیندار کس و. ده په اسلامي زدکړو هغه بندیز لیرې کړو چې د تیرو دوو خلفاو په وخت لګیدلی و. خلکو به د صحابه قبرونو ته سجدې کولې او المتوکل چې “شافعي مسلک” يې منلو، داسې ټول مزارونه ړنګ کړل. په کربلا کې د امام حسین مزارهم پکې و. په ۸۶۱م کې ۴۰ کلن المتوکل د خپل زوی المنتصر په لمسه، ترک محافظانو ووژلو نو د انتشار لړۍ پېل شوه. خلیفه المنتصر، شپږ میاشتې حکومت نه وروسته خپل شاهي طبیب په زهرو ووژلو. المستعین بالله څلور کاله حکومت نه وروسته معزول شو. المعتز دوه کاله واکمن او په ۸۶۸م کې ترک پوځیانو برطرفه کړو. د واثق بالله زوی المهتدي یو کال خلیفه او په ۱۸۷۰م کې پوځ ووژلو. خلیفه المعتمد بالله تر ۱۵ کالو پاتې شو خو دده په دوره کې د خراسان صفاریانو بغاوت وکړو او د سنده، پنجاب نه علاوه په شمالي افریقه د دوی له لاسه ووتل. په ۸۹۲م کې شپاړسم خلیفه المعتضد بیرته بغداد دارالخلافه کړه. د ده لویه ستونزه په مصر کې ” تلوني” او په جنوبي پنجاب او سنده کې د ” قرامته ډلې پاڅون و. خلیفه المکتفي بالله تر ۹۰۸م واکمن او د ترک پوځ په مرسته يې تلوني بغاوت ختم کړو. دی په ځوانۍ کې مړ شو او خپل ۱۳ کلن مېره ورور المقتدربالله يې، خلیفه نومولی و. په ۹۳۲م کې المقتدر د ۳۷ کالو په عمر کې مړ شو نو القاهر بالله څلور کاله حکومت وکړو. “راضی بالله” په ۹۳۴م کې پر ګدۍ کیناستو چې یو لوستی، دیندار او سخي انسان و. خو د ده وزیران او امیران پرې برلاسي او د ولس د خیرکارونو ته يې نه پریښودو. پوځي مشرانو هم په حکومت کې مداخله کوله او ۹۴۰م کې د ده په مړینې هغوی دده ورور المتقی بالله د خلیفه په توګه پر ګدړ کیناو. دی څلور کاله واکمن و خو لوی وزیر “طزون” د ده تخت نسکور او ړوند يې کړو. د خلیفه المستکفي بالله په وخت د پارس ” آل بویه” ډله بغداد ته ورننوتل، خلیفه يې معزول او ړوند کړو. د آل بویه مشر “معاذ الدوله د ۲۳ خلیفه په توګه المطیع الله پر تخت کیناو خو د ده په وخت مصر، حجاز او فلسطین د عباسیانو له لاسه ووتل. د ده زوی عبد الکریم الطاع بالله په ۹۷۴م کې د خلافت پټکی په سر کړو او شل کاله پاتې و. بیا د آل بویه مشر بهاوالدین، له خوا په ۹۹۱م کې معزول او په ځای يې القادربالله خلیفه شو. د ده له خوا د لیرې پرتو سیمو حاکمانو ته د “سلطان” او د خلیفه نایب په لقب د حکومت اجازه ورکړی شوه. د یولسمې پېړۍ په پېل آل بویه پخپل منځي جنګونو کې کمزورې شول او د دوی ځای سلجوق ترکانو ونیولو. په ۱۰۳۱م کې ۲۶ خلیفه القایم بامرالله د ترک سلاطین په ملاتړ تش په نوم پاتې و. خو په سیمه کې امن و چې پکې فارسي ادب ډېر پرمختګ وکړو. د ” الفارابي” او د عربی شاعر “متنبه” نه علاوه “ابن سینا” او نورو مفکرینو سرپرستي وشوه. په ۱۰۷۵م کې المقتدي بامرالله د سلجوق سلطان له خوا خلیفه شو او ۱۹ کاله پاتې و. هغه وخت د حجاذ مقدس ښارونه د فاطمیانو نه بیرته عباسیانو لاس ته ورغلل. په ۱۰۹۴م کې د ده زوی المستظهر بالله ۲۸ خلیفه شو او د یورپ مسیحیانو صلیبي جنګونو ته ملا وتړله.
المسترشد بالله په ۱۱۱۸م کې د عباسیانو خلیفه د عربي شاعر او په سیاست پوهیدو. ده د خپل وزیرعماد الدوله نه اختیارات واخیستل او د حکومت په نظام کې يې اصلاحات راوستل. خو د شمالي افریقه ” الموحد” ټبر خپلواکه شو. دی په ۱۱۳۶م کې خپل زوی ابو جعفر المنصور ووژلو چې د الراشد بالله په لقب څو میاشتې خلافت کې پاتې شو. دی سلجوق سلطان غیاث الدین له واک لیرې کړو نو اصفهان ته وتښتیدو او هلته دوه کاله وروسته اسمعیلي شیعه ګانو ووژلو. المقتفی لامرالله د الراشد تره، په ۱۱۳۶م کې ۳۱ خلیفه شو. هغه د ترکانو له ګروت څخه وتلو لپاره خپل پوځ پیاوړی کړو. په ۱۱۵۷م کې ترکانو بغداد کلابند کړو خو ناکامه شول. د المقتفی زوی یوسف د ” مستنجد بالله” په لقب په ۱۱۶۰م کې خلافت سمبال کړو چې د خپل وخت نامتو فقیه و. د ده په لس کلنه دوره کې صلیبي جنګونه اوج ته ورسیدل او د څو بغاوتونو نه علاوه په سیمه کې امن و. په ۱۱۷۰م کې د ده زوی حسن المستضی ۳۳ خلیفه شو. ده مکه، مدینه د فاطمي ټبر له پنجو خلاص کړل او صلاح الدین ایوبي يې د سلطان په لقب د مصر حاکم وټاکلو.
په ۱۱۸۰م کې د المستضی زوی الناصر بالله په دوره کې بیت المقدس بیرته د مسلمانانو لاس ته ورغلو. دی ۴۵ کاله خلیفه و چې د عباسیانو د شان او د برم دوره وه. په ۱۲۲۵م کې د ده زوی” الظاهر بامرالله په یو کلن حکومت کې پوځ نور هم پیاوړی شو ځکه چنګیزي لښکر په خوارزم حمله کړی وه. د ده زوی المستنصر باللہ د ۳۶ خلیفه په توګه تر ۱۲۴۲م حکومت وکړو. ده د جوماتونو نه علاوه، سرایونه، روغتونونه او شانداره مدرسې جوړولې. یوه مدرسه په اوو کالو کې پوره شوه چې د کتابتون، حمام او روغتون نه علاوه د لیرې ځایونو طالب علمانو لپاره پکې کوټې هم وې. چنګیزي ځواک تر ایران ورسیدو نو خلیفه یو لک سپاره پوځ ورته تیار کړو. په ۱۲۴۲م کې مستعصم باللہ د عباسیانو وروستی خلیفه شو او ۱۵ کاله حکومت نه وروسته په ۱۲۵۸م کې د چنګیز نمسي هلاکوخان ووژلو.