اوسنی “جبرالټر” د عربي جبل الطارق وران شوی بڼه ده چې شپږ نیم مربع کلومیټړ مخروطي ډبره ده.
دا د اسپانیې د جنوب ” آئبیریا” ټاپووزمي نه وراخوا له لویدیځ څخه میدیټرنیا ته د تلو په لاره له تیرو ۱۴۰۰ کالو د ناندریو مرکز پاتې شوی ده.
د هرې سیمې تاریخ د دې له جغرافیې راووځي. جزیره نما ( ټاپووزمې) هغه زمکه وي چې چاپېره ترې سمندر تاو وي خو یوه څنډه يې له زمکې سره لګي. په انګریزي کې ورته ” پینین سوله” وایی. د “آیبیریا” خاوره په پینځو ملکونو ویشلی ده چې اسپانیه، پرتګال، اینډوره، فرانس او جبرالټر دي. د جبل الطارق ډبره د اسلام نه وړاندې ” د روم په دوره کې ” کالپی” نومیده. دا پخپله یوه جزیره نما ده چې یوه څنډه يې د اسپانیې د اندلس صوبې د ” الجسیره” ساحلي ښار سره تړلی ده. د جبل الطارق او مراکش تر منځ د میدیټرینیا سمندر ۲۴ کلومیټر پلن او اوبه يې ژورې نه دي. له دې کبله سمندري کشتۍ او لوی جازونه په اسانه تیرېږي.
شا و خوا ۵۰ زره کاله پخوا په جبل الطارق ” نیانډرتال” انسانانو ژوند کاو چې د سمندر د سطح نه لاندې سمڅو کې د دوی نښې پاتې دي. ښایی دا د هغوی وروستی پناه ځای و چې ۲۵۰۰۰ کاله پخوا نسل يې ختم شو. په معلوم تاریخ کې په ۹۵۰ ق م کې د ” فونیشیا” (لبنان) خلکو دلته پیښه وکړه. دوی به په کشتیو کې ګرځیدل او بیا د روم په ګواښ شمالي افریقا ته لاړل. روم د شمالي افریقا د نیولو لپاره دا ډبره قبضه کړه چې ” مونسکالپ” یاني تش غر په نوم يې یاداو. د هغوی په عقیده دا د ” هرکولیس” د دوو ستنو څخه یوه وه. دوی د غره په سر د هرکولیس یوعبادتځای هم جوړ کړو.
د روم سلطنت په رژیدو څو سوه کاله په دې ډبره چا پام نه کاو او په نهمې پېړۍ کې د مراکش او الجزایر بربر تاجران به په دغې لاره تلل راتلل. په امیه خلافت کې مسلمانانو هلته یوه کلا کې د بحري ځواک لپاره وسله او نور اکمالات ساتل. بربر تاجرانو د اندلس ” الجسیره” په ساحلي ښار تجارتي خونې جوړې کړې او اسپانوي باچا ته به يې باج ورکاو.
په ۷۱۱م کې د باچا راډریک په ظلم د اسپانیې ځینو صوبو بغاوت وکړو. په ۷۱۱م کې د مسلمانانو لښکر دغه ډبرې ته ورسیدو چې د دوی مشري د بربر قبیلې یو ځوان ” طارق بن زیاد” په غاړه وه. ده په اندلس د حملې لپاره کشتۍ وکارولې. یوه افسانه ده چې کله پوځ د سمندر بلې غاړې ته ورسیدو نو کشتۍ يې وسیزلې چې څوک ترې و نه تښتي.
په ۱۲ پېړۍ کې د اندلس سلطان عبدالمومن (موحد) په جبل الطارق یوه کلا جوړه کړه او دا د ۱۴ پېړۍ تر پېل د “غرناطه” صوبې یوه برخه وه. د قشتاله (کاسټیل) مسیحیان تر دولس کاله ورباندې قابض وو خو د اندلس “بنو مرین” بربر قام پرې برلاسی شو خو په ۱۴۶۲م کې مسیحیانو بیرته ونیوله. دا په اسپانیې کې د ۷۵۰ کاله حکومت نه وروسته د مسلمانانو د زوال نښه وه. تر ۱۷ پېړۍ د جبل الطارق په سر د فرانسې او اسپانیې تر منځ جنګونه کیدل چې بیا برطانیې هم پکې ورودانګل. اخر په ۱۷۱۳م کې دریو واړو ملکونو د یو لوظنامې تر مخه دا انګریزانو ته وسپارله.
د خپل محل وقوع له کبله جبل الطارق د برطانوي بحري ځواک لپاره ډېر اهمیت لري ځکه په دې لاره دوی هند او اسټریلیا کې خپلو مستمرو ته په اسانه ورتلی شول. په دویم نړۍ وال جنګ کې جرمني د دې د نیولو هڅه وکړه خو ناکامه شول. برطانیې دلته نه خلک وویستل او یو هوای پوځ مرکز يې پکې جوړ کړو.
جبل الطارق د اسپانیې او برطانیې تر منځ یو ناندریز سیمه وه ځکه دلته اسپانوي ژبه (ینیتو لهجه) ویل کېږي او د ګڼ توکم خلک پکې میشت دي. برطانویان کله کله دغه ځای ” دی راک” یاني ” ډبره” په نوم هم یادوي.
په ۱۹۶۷م کې برطانیې او فرانس، په جبل الطارق کې یو ریفرنډم وکړو چې خلک د کوم یو ملک سره اوسیدل غواړي. اکثریت ( ۹۰ في صد) د برطانيې په حق کې رای ورکړه نو اسپانیې د جبل الطارق ته تلونکی لاره او پوله وتړل. په ۱۹۸۱م کې د شهزاده چارلس او ډایانا د واده په وخت اعلان وشو چې دوی به د خپل هني مون لپاره جبل الطارق ته ځي. په دې د اسپانیې باچا ” یوان کارلوس” په واده کې ګډون ونکړو. په ۱۹۸۵م کې اسپانیې د جبل الطارق سره خپله پوله بیرته پرانسته. دلته ۲۷ زره خلک اوسېږي او د برطانیې د بحري ځواک یو مرکز پکې جوړ دی.