جنګیالۍ پښتنې


د ۱۵۴۰م دا انځورونه د هندوستان یو نامعلوم هنرمند د “ګوا” په ساحلي ښار کې د خپل پرتګالي سرپرست په فرمایش جوړ کړل.
د ” کوډایس کاسا ناټینز” په نوم البم کې په آبي رنګونو ۷۶ انځورونه یو ځای شوي دي. په دې کې د هند د عامو خلکو ژوند ښکاره کېږي. د انځور په سر کې ” د پټاننیز (افغانز) پرتګالي انځور” لیکلي دي او لاندې ورته توضیح شوی دی چې پتانیز یا افغان خلک دومره جنګیالي دي چې د دوی ښځې هم په جنګ کې دوی سره اوږه په اوږه ګډون کوي.
د مغل همایون او د پرتګالیانو سره د شیر شاه سوري په جنګونو کې هم پرتګالي لیکوال د دې پخلی کړی دی.
په هند کې د ۱۶ میلادي پېړۍ په جنګونو کې د پښتنو ښځو د ونډې په اړه څو نورو تاریخونو کې هم بیان شوی دی. د بهلول لودي د تره ( اسلام خان) میرمن “بي بي مستو” د دلي په دفاع کې يې مهمه ونډه لرله. په ۱۵۵۷م کې لیکل شوی تاریخ مشتاقي وایی چې کله بهلول لودي د سرهند حاکم و نو د ډېلي ” په حصار کې دننه د اسلام خان میرمن بي بي مستو د نورو افغان سړو او ښځو سره د کلا حفاظت کاو. بي بی مستو ځینو ښځو ته د سړو لباس ورواغوستو او بره په فصیل يې ودرول.” کله چې محاصره ختمه شوه نو بي بي مستو په امر د بري نغاره وډنګول شوه. په ۱۵۸۰م کې “تاریخ داودی” هم په جنګونو کې د افغان ښځو د برخې اخیستو زکر کوي. اخوند درویزه لیکي، ” افغانانو به د خپلو ښځو سره یو ځای په جنګ کې ګډون کاو او رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم ورته د دې اجازه ورکړی وه.”
سرچینې
۱. انځور د سعود الحسن روهیله د فیسبوک پاڼې څخه په مننه.
۲. تهذیب هندوستان (اردو) په هندوستان کې د پښتنو تهذیبي تاریخ. شیخ رزق الله مشتاقی. تحقیق و ترجمه ډاکټر سعود الحسن روهیله. معاون و مترجم. خدیجه اقبال. مسعود پبلشرز، لاهور. ۲۰۱۳م.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *