دا په ۱۸۴۲م کې لیکل شوی د فارسي یو لیک تصویر دی. د دې په حاشیو کې هم څو جملې ښکاري چې د هغه وخت د کاغذ د کمښت یوه نښه وه. کله چې تر پای به متن نه و خلاص نو لیکوال به اول ګس لاس حاشیه وکاروله. بیا د کاغذ بره سر کې اړولې مخ به يې ولیکل.
دا لیک د پنجاب مهاراجه ته مخاطب دی خو هغه وخت د سیکانو په واکمنه کورنۍ کې د شخړو نه علاوه دوی د انګریزانو سره هم په جنګ وو. صوبه سرحد هم د دوی له ګروت په وتلو و. دغسې جنګي حالت کې د رنجیت سنګ د دربار اروپای افسرانو او د انګریز فراري پوځیانو له موقع ګټه واخیسته او لرغوني توکي يې په لوی لاس بې تپوسه ویستل. ښایی د سیک دربار یو افسر ( جاسوس) ته د پلټنو دنده سپارل شوی وه چې د یو راپور په بڼه يې خپل مشاهدات ولیکل. هغه وخت د سیکانو سرکاري ژبه هم فارسي وه. د لیک ترجمه داسې ده.
” ډرونټه چې د لمقان درې په لاره ده، د لمقان د غره او سلطانپور ترمنځ او د علیا او سفلی ککرک ترمنزل پورې په لاره کې د غرونو په لمنو کې د سلطان سکندر د دورې یوناني وګړو قبرونه او هدیرې دي. دغو قبرونو ته په افغاني ژبه کې توپ وايي. مارطین صاحب بهادر دا قبرونه د مزدورانو په لاس را و سپړدل او د هغوی په منځ کې یې نادر شیان را پیدا کړي دي. د دې لپاره چې دا د کومې زمانې، کوم سردار او د کوم نامتو کس پورې اړه لري. د خیبر په مقام هم قبرونه او نور اثار پاتې دي. له پیښور تر جمرود هم د ۳ (میله) په فاصله هم یو یوناني قبر شته چې توپ نومېږي. او ویس کرن صاحب بهادر هم د دې بیخ کیندلي او ترې اثار را ویستي دي.
سواد (سوات) چونکه یوې خوا ته (کناره) دی نو هلته هم ډېر زیات اثار اوعبادت خانې (دېرات) د سلطان سکندر، د هغه زامنو او د یونان خلکو له خوا اباد وو. او دره نور چې د کنړونو په غرونو کې ده، هلته هم د سلطان سکندر د زمانې یونانی خلکو اثار زیات دي. هلته د کنړ یو حاکم څلور کلاګانې ابادې کړي دي. یوه د نور کلا، دویمه د دې شا ته ( کلا پشت) د حاکم د کیناستو (دفتر)، دریمه د چغان سرای او څلورمه د تاج کوټ کلا ده.”
د لیک تصویر د سعود الحسن روهیله له فیسبوک اخیستل شوی دی.