خوخلمه


د روسي هنر یوه ښکلې بیلګه ” حوحلمه یا خوخلمه” نومېږي چې د سپک لرګي په لوښو، نانزکو او زینتي توکو رنګین انځورونه وي.
خوخلمه د روس د ” نیژنی نووګورود” په صوبه کې کورنیسکي ولسوالۍ یو وړوکی کلی دی. د وولګا سیند پر غاړه په ځنګلونو کې د سفیدې ( برچ) ونه ډېره وي. دا په فارسي کې توس او عربی کې “البتولا” نومېږي. ځایی کروند ګرو به له دغه لرګي د کور دروازې او چوکاټونه جوړول.
په اوولسمې پېړۍ کې دغو ځنګلونو کې له جنګ تښتیدلي زاړه پال ( ارتهوډوکس) عیسایانو پناه اخیسته. یو نظر دا دی چې د لرګي د رنګولو هنر هغوی له ځانه سره راوړو. خو له هغوی نه وړاندې هم په دغو کلیو کې به خلکو د لرګي څخه لوښي جوړول. عیسایی پادریانو به د حضرت عیسا(ع) او حضرت بي بي مریم (ع) څیرې په د سرو زرو، نقرې یا شیشې په وړو تعویذونو جوړول چې ” آیکون” نومېږي. د وولګا پر غاړه ځنګله کې یواځې له لرګي يې تعویذ جوړولې شول. د آیکون لپاره سره زر هم نه وو خو هلته د جلغوزی او د رانځړه له ونو به يې ” بېروزه” راټوله کړه. دا چې په اور کې واچوی نو ځلیدونکی ژیړ رنګ ورکوي. د سفیدې لرګی سپک وي نو دوی به د تناره ډوډۍ تازه او مالګه د نم څخه ژغورلو لپاره سرپوښ ډبلي جوړول. د لرګین لوښي په جوړیدو او رنګولو دوه درې میاشتې وخت لګیدو.
د لرګي یوه ټوټه به يې په تیره چاقو د کاسې یا ډبلي په بڼه پریکوله. د دې دپاسه به يې نرۍ خټې وپوښل او په تنور (داش) کې به يې کیښودو. بیا پخه خټه به يې لیرې کړه او درې ځلې به يې ورباندې د ” السۍ” غوړ وهل او وچیدو ته به يې پریښودو. په وروستي ځل د غوړ د پاسه به يې میده شوي ټین ووهل او بیا به يې په تنور کې کیښودو چې په حرارت به طلای شو.
انځور تل به يې په تور سطح او بنسټیزه رنګونه لکه سور او شین به يې کارول چې د سوځیدلي لرګي سکاره او سره ټکیدلي کاڼي وو. د بیرلک مږې (ګلهري) لکۍ په نرمو ویښتو به يې برش جوړاو. کله چۍ رنګونه به وچ شول نو څو وار به يې د بیروزې پالش(وارنش) ورباندې ووهلو او سور تنور کې به يې کیښودو.
د لرګي د پاسه انځور جوړول په دوه ډوله کېږي. یو سرسري تخنیک دی چې سور او تور رنګ د طلای رنګ د پاسه وهي. بل په توره زمکه(بیک ګراونډ) طلای انځور وي.
اکثر به يې ګلونه، مهي، مارغان، ونې او د روس د ولسي کیسو اور پوکونکی مارغه انځوارو. د وخت په تیریدو لرګینې سمسۍ، د نسوارو ډبلي او په دېوال ځړولو لپاره د هندارو فریمونه هم جوړیدل. د روس ملیکې کیتهرین د دې صنعت سرپرستي وکړه او دا نورو ملکونو ته د خرڅ لپاره يې لیږل. په مرکزي ایشیا کې د وچې میوې قابونه، کاسې او قاشوغې به په هرې کیږدۍ کې موجود وو ځکه دغسې لوښي به سپک او وړلو کې اسانه وو.
په ۱۹ پېړۍ کې د پېرس په یو نندارتون کې دغه لوښي هم خلکو ولیدل او یورپ کې يې بازار پیدا شو. تر ۲۰ پېړۍ کې دا په کارخانو کې جوړیدل خو بازار يې ختم شو. د دې یو سبب صنعتي انقلاب او بل د لرګي بیه وه. په لرګي د رنګ او نور کیمیاوي توکو له کبله چا پکې ښوروا یا بل څه نشول خوړلی.
په ۱۹۲۰ او ۳۰م کې د شوروي اتحاد په دوره کې د دې صنعت د بیا ژوندي کولو هڅه وشوه. هغه وخت د پخواني ډیزاین نه علاوه نوی انځورونه هم رواج شول. په ۱۹۶۰م کې د ” خوخلمه” کلي سره نزدې په ” سیمیو نوف” کې د هنرمندانو لپاره ورکشاپ او کارخانې کې د وړو لوښو، قاشوغو نه علاوه د “سووینیر” لپاره فرنیچر قلمدان او داسې نور توکي جوړیدل. په ۱۹۷۲م کې هم هلته د خوخلمه میوزیم هم جوړ شو چې پکې نایاب توکي نندارې ته پراته دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *