د عبد الصمد خان او ورور يې په ۱۹۳۱م کې د ” قانون جرایم سرحد” تر مخې قید شول. که څه هم د ده رضا پکې نه وه خو د ملګرو په ټینګار د اپیل تابیا وشوه.
دواړه وروڼه د بلوچستان مشهور جیل” مچ” ته يې واستول چې له کوټې ۶۰ میله لیرې بولان کې جوړ و. هلته یو وړوکی کلی، د تحصیلدار استوګنځای او د ریل د ایجنټانو شیډ ( څپر) وو. په هغو ورځو کې د کوټې نوی مرکزي زندان ( سینټرل جیل) هم جوړ شوی و او د بلوچستان خطرناک بندیان به يې کوټه یا سیوۍ کې ساتل. خو د دې نه زیات به يې د هند نورو جیلونو ته استول. د نوي زندان په جوړیدو هغه پخواني قیدیان او د مچ جیل زنداني کسان يې هم هلته راوستل. هغوی به د مچ په اړه خبرې کولی چې هلته د خوراک څښاک او د وهلو ټکولو نه علاوه د کار او د قانون سختي وه. د اڅکزي دواړه ملګري وارخطا وو خو دی په زړه کې خوشاله و چې که په مچ کې ډېره سختي وشي نو دوی به شومتیا ( د نه خواړو احتجاج) په واسطه څان له ” کلاس” واخلي. معنا دا چې د احتجاج له کبله به يې له نورو بیل وساتي.
په مچ جیل کې عبد الصمد د دریو کسانو حال واوریدو چې د پښتني ټولنې د غیرت او ظلم نه علاوه د هغه وخت د قانون حالت ښکاره کوي. یو سړي خپله ښځه او د هغې عاشق یو ځای په توره وژلي وو. د پښتنو په دود کې نه دا بد کار و او نه يې څه سزا وه. خو هغه پښتون د ” خوارې پښې” او ښځه يې د کوټې کاسۍ وه. ( خواره پښه یعنی هغه ټبر چې سړي پکې لږ وي او یا زمکې نه لري) د کاسیانو نواب خویداد خان (ارباب) چې د اڅکزو په قضیه کې هم د جرګې مشر و. هغه قاتل ته وویل چې که د ښځې خپلوانو ته نېک (پېسې) ورکړې نو هغوی به خوشاله شي. سړي دا کار نه کاو چې بیا د مقتول (عاشق) خپلوان به هم ترینه پېسې غواړي. ارباب ورته وویل چې د ښځې کورنۍ زما خپلوان دي او کور ته مې راغلل چې زه يې مجبور کړم. ته هغوی ته په پټه پېسې ورکړه او مونږ به نه د سړي خپلوان خبراو او نه به د دې زکر په پریکړه کې کېږي. قاتل دا هم ورسره نه منل نو ارباب به د جرګې په ورځ یا ورک شو او یا بیا د کار په بانه لاړو. سرکاري افسرانو هم د ده خبره نه اوريده او شپږ- اوو کاله هم دغسې واوړیدل. ممکن له زلزلې ( ۱۹۳۵م) وروسته يې پریښودو.
یو بل کس، کاکړ له دریو څلورو کالو څخه بندي و. جرګې ته به يې پېشي کیده خو فیصله به يې وځنډیده. دریم سړی ” سیدو” د افغانستان د “مېل” کاکوزی اڅکزی و. ده به د چا سره ناسته پاسته نه کوله او نه به يې چا سره خبرې کولې. هیڅوک خبر نه وو چې دی په څه بندي و. له بل زندان څخه کوټې جیل ته يې راوستی او داسې اندازه وه چې خپل سزا به يې تیره کړی وي. ممکن له ضمانت وروسته يې افغانستان ته واستوي. عبد الصمد ته هغه کس زوره ور ډاکو یا غل ښکاریدو چې ډېر وخت يې جیل کې تېر کړی وي. دی سپین ږیری او د ورځې د دوو روپو تریاک ( اپیم) به يې خوړل. د ده لیدو ته به نه څوک راتلل او نه به يې څه کار کاو خو د تریاکو پېسې به ورسره وې. اڅکزي اټکل کاو چې کله کوماری (بیګار) له به تلو راتلو نو په لاره به يې چا ” سپین روڼۍ” (سفید پوش) ته زارۍ وکړې او هغه به ورله پېسې ورکړې. خو هغه به دومره نه وو چې د ده ګوزاره به پرې شوی وای. دویمه لاره يې دا وه چې په اوړي کې به هره ورځ په بنګلو او سرکاري باغونو کې د کار په وخت میوه او سبزي يې غلا کړل. په دې کې ورسره د پولیسو غړي هم شامل وو چې هغوی به ترینه لوی پنډ ترکاري بازار ته یوړل. هلته به يې خرڅول او ګټه به يې نیمه نیمه پخپلو کې وویشله. په هغه سپما شویو پېسو به ده په ژمي کې هم اپیم اخیستل. سیدو ډېر خاموشه سړی و خو کله چې اپیم به ورته نه رسیدل نو بیا د هیچا پرواه يې نه کوله. یوه ورځ په څه خبره، د پولیس والا نه ټوپک راښکلو او د دې په سنګین يې نزدې هغه وژلی وای خو نورو خلاص کړو. سیدو ګومان کاو چې اڅکزي خانان دي نو یوه ورځ له دوی يې پېسې وغوښتې. عبد الصمد ورته وویل چې مونږ سره نشته نو د هغه باور نه کیدو. هغه لیکي، ” دی راغی زمونږ تر مخ تېر سو، بدی ښکنځایه د خانانو په نامه وکړلی زما ملګري چې ناخبره وو ډېر خوابدی سو او وخښمېده خو زه ورو ولاړ سوم سیدو اکا مې ځان له بوت او پوی مې کۍ چی د موږ سره پېسې نسته که وای درکری به مو وی په دې بد ویلو څه جوړه ده. هغه ولاړ او سهار له بیا راغۍ ډېر پښیمانه وو چی زه په خود کی نه وم بد می وکړل او ډېر شرمینده یم.”
نور بیا