تُکمه – تڼۍ
د انګریزي بټن او د پښتو تڼۍ یا تُكمه اوس د لباس یو عامه برخه ګرځیدلی ده.
زرګونو کاله پخوا، په غارونو کې اوسیدونکو انسانانو په لومړي ځل د ځان پټولو لپاره د ونو پاڼې او د ځناورو پوټکی استعمالول. د دغې لباس د ټینګولولپاره به يې ورباندې د څرمنې پړي تړل. تر زرګونو کالو پورې یخو ملکونو کې چا بټن نه و ایجاد کړی. په یونان او روم کې هم سړو او ښځو د خپل چپن ( ګاون) لپاره په اوږه د اوسپنې کلپ ( قیدک) نه کار اخیستو.
په شلمې پېړۍ کې هم له ښارونو لیرې په غرونوکې اوسیدونکو انسانانو تُکمه نه پیژندله. پښتنو قبایلو کې د سړو د کمیس ګریوان په دوو تارونو بندیدو چې ” تڼۍ” ورته وایی. کله چې دوی بټن سره اشنا شول نو هم هغه ټکی يې “تڼۍ” او د تړلو فعل يې ورته وکاراو. دوی د برقي رڼا او نورو عصري توکو “بټن” ته هم تڼۍ نوم اخیستو. اوس هم کلیوال پښتو کې د بندلو په ځای” تُکمه تړل” وایی.
د تُکمې جوړول پینځه زره کاله پخوا د اباسین پرغاړو اباد ښارونو کې رواج شو. په سنده کې د مونجوډارو په کنډوالو کې د کوړۍ ( صدف- کوجک) تُکمې رابرسره شوې چې په نړۍ کې لومړي ځل خلکو کارولې. په بحرهند کې دغه کورۍ ډېرې وي چې د ساحل په شګو کې يې خلک راټولوي. یو وخت دا د سکې په توګه هم کاریدې چې بیا په دې کې به يې سوری وکړو او په جامو به يې د ښایست لپاره وګنډل. وروسته دوی د خټو او لرګي نه هم بټن جوړول. په یورپ کې په جامو د اوسپنې، سرو او سپینو زرو تُکمې د یو کس حیثیت او شته مني ښودله. د شمالي قطب سره نزدې یخو ملکونو کې خلکو د پوستین یا وړۍ د کوټ سرونه بندولو لپاره به د لرګي اوږدې تُکمې جوړولې.
په ۱۸ پېړۍ کې د صنعتي انقلاب او د پلاسټیک د ایجاد سره بټن، بې وزلو خلکو لاس ته هم ورسیدل. اوس دا دومره ارزانه دي چې د ګریوان، لستوڼو، جیب او ان تر پایڅو د بندولو لپاره هم کارېږي.