غني ډېرۍ


د نومبر ۲۰۲۴م په یوه غرمه د چارسدې غني ډېرې او ورسره جوخت د پشکلا وتي میوزیم لیدو ته ورغلم.
غني ډېرۍ د هغه کتابتون نوم دی چې په ۱۹۹۷م کې يې د جوړیدو خبر خپور شوی و. هغه وخت صوبایی حکومت د لرغونپوهنې څانګې د پښتو شاعرعبد الغني خان (۱۹۱۴-۱۹۹۶) په ویاړ د دې لپاره ۸ ایکړ زمکه په نښه کړه. کوم معمار یا کمپنۍ دلته د تاریخي ودانۍ جوړولو ته مټې ونغښتې، ارو مرو پښتانه وو. ښایی یو چا به ورته ویلي وي چې دا ډېرۍ د جوړښت لپاره مناسب ځای نه دی ځکه بنیادي دېوال پرې نه ټینګیدو. په پاکستان کې داسې حکومتي پروجو کې د وزیر او د پارلیمان د غړو نه علاوه د وړو افسرانو خپل کمیشن (رشوت) برخه وي او غني ډېرۍ هم ممکن د دې ناکاره سیسټم یوه بیلګه وه.
په ۲۰۰۲م کې دا پرانستل شو چې ۲۲۶۴ کتابونه يې لرل او شا و خوا پنځوسو کسانو د دې غړیتوب کارډونه هم ترلاسه کړل. د کتابتون سره د غونډو او مشاعرو لپاره یو هال ( تالار) هم و چې په پېل کې د دې په دېوالونو د غني خان د لاس جوړ انځورونه ځوړند شول. د ودانۍ نقشه ښایسته او د سرو خښتو دېوالونه يې هم مضبوط وو. کله کله د یو زوره ور سیاسي مشر په سفارش، په هال کې د واده ښادۍ محفلونه هم جوړیدل. او ځینې کتابونه ورک شول. نهه کاله وروسته د زمکې زیم لکه د ښامار د دې په دېوالونو حمله وکړه. خو هیڅوک دا نه لیدل.
په ۲۰۰۶م کې ۱۹ میلین روپۍ د پشکلا وتي میوزیم جوړولو لپاره ورکړې شوې. د هغه وخت صوبای ګورنر اویس احمد غنی په ۱۳ فروري ۲۰۰۸م کې د دې بنسټ کیښودو او ۲۰۱۱م کې میوزیم تیار شو نو د کتابتون چت پریوتو. هلته نه د غني انځورونه او پاتې کتابونه يې د میوزیم ته خانې (تکاوۍ) ته يې یوړل. دا دواړه ځایونه لکه د غریب سړي څادر، کله سر او کله پښو ته يې راښکلو ځکه لږ وخت وروسته میوزیم هم بند شو. اوو (۷) کاله نور هم واوړیدل او د کتابتون- میوزیم په باغونو کې یواځې د ناوې او شاه ځلمي ” فوټو شوټ” کیدو. اخر پشکلا وتي په ۲۰۱۹م کې بیرته وغوړیده خو کتابتون هم هغسې بند دی او هلته زما هرکلی یوې لوی لرګینې دروازې وکړو. ورباندې د برسنډې ګلونه نقش او د څو ماتو تختو نه مې دننه څو پوڼۍ ولیدلې. په بهرني دېوال “غنی” په لویو تورو لیکلی و، خو ورسره یو درز لکه د عاشق ګریوان، شلیدو ته تیار و.
اوس دلته ۱۶ ملازمان دي چې د باغبانانو نه علاوه نور پکې مسلکي کس نشته. دننه په یوې ګیلرۍ کې د ” پلتو ډېرۍ” نه کیندل شوي، د بودا څو مجسمې او کورني توکي ایښي دي. د چارسدې د حصار تور او سپین تصویر هم شته چې په ۱۹۵۸م کې یو انګریز ” ایس ایم ویلر” اخستی و. نورو الماریو کې پخوانۍ ټوپک، طماچې او د موسیقۍ آلات دي. ورسره په ساده کاغذونو ” پرانی بندوق… پرانے برتن…پرانا رباب…او دغسې قیمتي معلومات ښکاري.
د میوزیم په بیخ کې هغه مهاجر کتابتون ته ښکته شوم. بریښنا پکې نه وه خو د شیشې په الماریو کې زیات د اردو کتابونه مې لیدای شول. هلته کارکونکي نه مې د پښتو یو کتاب وغوښتو نو د اولف کېرو ترجمه يې راوویسته. پر مخ یې د اردو ” پٹهان” لیکلي وو. تپوس مې ترې وکړو چې پښتو لوستلی شي نو ویل يې تر اتم مې پښتو ویلې ده. ده راته کتاب پرانستو او وې ویل ” پښتو په شان ښکاري نو…”
ما سره د افسوس لپاره هم څه پاتې نه وو. د میوزیم په چارواکو کې یواځنې کس چې د ” آرکیالوجي” سبق يې ویلې دی، هغه وخت موجود نه و ځکه صیحت يې خراب و. بهرد یوې ونې لاندې ټکټ خرڅېږي او نرخنامه هم موجوده وه. د دې په باغونو کې هر ماځیګر ولس د سیل لپاره ورځي. وروسته د انګریزي اخبار ایکسپریس ټریبیون یو ژورنالیسټ هدایت خان راپور مې ولوستو چې په ۲۰۱۶م کې يې د غني ډېرۍ حال بیان کړی و.
ښایی د نورو بودایی ډېریو په شان څو کاله وروسته پښتانه به د غني ډېرۍ کنډوالو لیدو ته ورځي. لرغونپوهان به اندازې لګوي چې ژبه يې د ” پښتو په شان وه خو…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *