په اسلامي تاریخونو کې د طارق بن زیاد له خوا د کشتیو د سیزلو ذکر اوسني محقق یوه افسانه ګڼي.
په ۶۷۰م کې عرب مسلمانانو، له مصر او لیبیا شمالي افریقه ته پښې وغځولې او ” قیروان” (ټیونس) د دوی انتظامي مرکز و. په ۷۰۵م کې شپږم اموي خلیفه، ولید بن عبد الملک ( لقب مروان) دا صوبه له مصر څخه بیله کړه او موسی بن نصېر يې د دې حاکم وټاکلو. د ده یو مریې، د الجزایر د بربر قبیلې طارق بن زیاد د خپل جنګي او اداري صلاحیت له کبله د موسی باوري مشاور او د طنجه (مراکش) حاکم و.
له دغې ځای سمندر نه ۱۴ کلومیټر وراخوا د آیبیریا خاوره ده. هلته د اسپانیې باچا “وټیزه” په ضد بغاوتونه کیدل چې ” تولیدو” يې پلازمېنه وه. ” راډریک” ( لذریق) د ده تخت نسکور او پخپله باچا شو نو په اسپانیې کې خانه جنګي پېل شوه. موسی بن نصېرد موقع نه په ګټه اخیستو، هلته د حملې پلان جوړ کړو او په دمشق کې خلیفه ته يې لیک واستاو. هغه ورله اجازه ورکړه خو د احتیاط يې وویل. طارق بن زیاد د ۷۰۰۰ لښکر سره په کشتیو کې د آیبیریا هغه غونډې ته ورسیدو چې ” جبل الطارق” نومېږي. افسانه دا ده چې هغه د ټولو کشتیو د سیزلو امر وکړو او د “ګواډیلیټ” په میدان کې راډریک ته ماتې ورکړه.
د ګواډیلټ د جنګ لومړی حال ۴۰ کاله وروسته، په ۷۵۴م کې د “تولیدو” یو مسیحي په لاطیني ژبې کې د ” مضرابیک کرانیکل” کې بیان کړو. له ده څو کاله وروسته د مونټي کیسینو یو پادري، پال، ” تاریخ لینګوبردورم” کې د دې جنګ ذکر وکړو خو د چا سترګو لیدلی حال پکې نشته. د اسپانیې د ” استوریه” صوبې الفانسو (۳) په ۸۸۳م کې یو تاریخ کې وایی چې د ګواډیلټ جنګ نه وړاندې د اندلس په خاوره د بربرو دوه لوی لښکرې موجودې وې. د یو مشري تریک ( طارق بن زیاد) کوله او موسی د ټول پوځ عمومي مشر و. دی وایی چې په اندلس دوه حملې وشوې چې لومړۍ ” ابو زوبره” او بله یو کال وروسته، په ۷۱۲م کې طارق وکړه. موضرابی د یو بربر کیتهولیک “اوربان” په اړه وایی چې دی د موسی بن نصېر سره په سمندري سفر کې مل و. نصېر یو کوماندان، طریف بن مالک يې اندلس ته د وړې ډلې سره واستاو چې د پوځ د خوځښت لپاره ورته نقشه جوړه کړي. ښایی د “طریفه” ښار د هغه په نوم مشهور شو.
د طارق په غوښتنه موسی ورته ۵ زره نور جنګیالي واستول. دغه ۱۲ زره پوځ د اندلس ساحلي ښار” الجسیره” څخه ” د لرغونی روم په پوخ سړک اشبیلیه ته روان شو. اسپانوي تاریخونه وایی چې طارق د “کارتجینه” سیمه ونیوله او دا يې خپل پوځي مرکز کړو. د بربرو لومړی مقابله د “مرسیه” حاکم تهیوډور سره وشوه چې یو باتجربه جنرل و، خو مات شو. راډریک د “باسک” خلکو بغاوت ختمولو لپاره اندلس نه وتلی و. هغه د مسلمانانو د لوی حملې خبر تر لاسه کړو نو اندازه يې ولګوله چې څو کاله وړاندې “بازنطین” هلته حمله کړی وه، نو دا به د هغې بله لړۍ وي. خو د خپل مرکز “طلیطله” (تولیدو) د سقوط په خبر دی بیرته وګرځیدو او د ټولو صوبو حاکمانو ته يې امر وکړو چې د ده سره مل شي.
اسپانوي پوځ ډېر منظم، د روم د وختونو اوسپنې لباس، په سراو مخ خولۍ، په لیکو کې وړاندې یا وروسته خوځیدل. د پلي پوځ وسله د تورې نه علاوه خنجر او د اوسپنې ډال یا سپر و. سپارو سره به نیزې هم وې او د غشو ویشتونکو دستې به د پوځ شا ته ساتل کیده. بل خوا، بربر او عرب د اس ځغاستې او د تورې په چلولو کې مهارت لرلو. د موسی بن نصېر د پوځ دریمه برخه دغه سپاره وو چې ساده جامې او په سر د اوسپنې سپک خول د پاسه سپین یا تور پټکي تړلو. دوی چټک یو ځای نه بل ته تلی شول او ځاني تاوان به يې لږ و.
هغه وخت اسپانوي بادباني بېړۍ ” ګیلیان” نومیدل چې د ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ پورې انسانان پکې ځایدل. د ۷۰۰۰ لښکر او اسونه، سمندر نه پورې وړلو لپاره د موسی لږ تر لږه ۴۰۰- بېړۍ پکارې وې. که دا ومنل شي چې مسلمان لښکر په جوپو کې پورې وتلو او بېړۍ به تلې راتلې نو بیا هم د ۱۰۰ نه زیاتې بېړۍ ورته پکار وې. د طارق ځواک د ” شیدونیه” (مدینه سیدونیه) سره نزدې د راډریک پوځ سره مخ شو. عرب مورخین د “لکه” دره یادوي چې یو جهیل ” لېک جنډه” دی او د “برباتی” سیند نه تر ګواډیلټ سیند پورې غځیدلی دی.
د عرب سرچینو تر مخه د لذریق پوځ یو لک ( ۱۰۰ زره) او اسپانوي تاریخ د بربرو شمیره یو لک ۸۷ زره ښایی چې دواړه مبالغه کوي. د موضراب په قول د راډریک ځواک ۳۳ زرو څخه زیات نه و. خو دا بیا هم د مسلمانانو نه زیات او د مختلفو صوبو، د حاکمانو او شاهي کورنۍ نزدې خلکو څخه جوړ (اېلیټ فورس) وو. ځینو مشرانو د اسپانیې پرتخت کیناستل غوښته او راډریک ته پتمن نه وو. نور، یواځې د یو بل په سیالۍ کې میدان ته ورغلي وو.
د دواړو لښکرو تر منځ شا و خوا یوه اوونۍ جنګونه کیدل. د اسپانوي لښکر هغو ډلو چې د پخواني باچا “وټیزه” خپلوان یا هغه ته پتمن وو، مسلمانانو سره پټه معامله وکړه. بیا په ۱۹ جولایی ۷۱۱م د روژې میاشت چې هغه وخت په اسپانیې کې سخته ګرمي وي، د طارق د پوځ سپارو، د مخالف په منځپرک حمله وکړه. د راډریک مخالفو ورته لاره پریښوده نو پلي بربر د تورو او خنجرو سره وړاندې شول. دغې جګړې کې په زرګونو اسپانوي پوځیان او مسلمانان ووژل شول. راډریک میدان پریښودو او د تیښتې په حالت سیند کې لاهو شو.
د امیه نوی خلیفه، سلیمان بن عبد الملک طارق بن زیاد او د موسی بن نصېر دمشق کې ذنداني کړل. دواړه په دردونکي مرګ مړه شول او ۳۰۰ کاله وروسته د اندلس د فتح حال ولیکلو. په شپږمې هجري پېړۍ کې یو مسلمان شریف ادریسی د جغرافیې یو کتاب “نزھة المشتاق”کې د “جبل الطارق” ذکر کوي. دی وایی ” داسې وېل کېږي چې عربانو د طارق په میړانه شک کاو نو هغه د کشتیو د سیزلو امر وکړو.” په تاریخ کې ” داسې وېل کېږي” اصطلاح مشکوک ګڼلې شي. د مصر یو څېړونکی ” ډاکټړ راغب السرجاني” وایی چې د اسپانوي جنګونو سترګو لیدلی حال چا نه دی لیکلی. د یورپ مورخین د ګواډیلیټ جنګ هم د نورو اسپانوي جنګونو په شان بیانوي. دویمه دا چې د کشتیو د سیزلو فیصله د خلیفه یا حاکم په لاس کې وه چې طارق د هغوی په امر اندلس ته تللې و. دریمه دا چې د کشتیو سیزل د خپلو غازیانو ژوند په خطر کې اچول وو. که یوه پېښه دومره مشهوره وه نو د هغې شواهد هم باید غیرعادي وي او پخوانیو متنونو کې يې څه نا څه ذکر کیدای. که څوک شاهد هلته موجود و نو باید دا پیښه يې په باور بیان کړی وای. په امیه دور کې تاریخي واقعات به لیکل کیده او د جنګي ميړانې داستانونه د حماسي سندرو برخه وو نو اندلس څخه بیرته دمشق ته تلونکو عربانو ولې د کشتیو د سیزلو پېښه ولې بیان نکړه؟ په اسلامي فتوحاتو کې تر اوسه داسې بیلګه نشته چې یو لښکر په خپله خوښه جنګ ته روان شو او کوماندان ورته د تیښتې لاره بنده کړه. په هر جنګ کې مشر کوماندان ګټه او بېلات دواړه په نظر کې ساتي. د ماتې په وخت یا خو شا ته ځې، یا له میدانه ووځي او یا دشمن سره د روغې لاره لټوي.
دوه مسلمان مورخین، ” ابن ادزري” او “الحمېري” لیکي چې ځینې غازیان د “کاونټ جولیان” په تجارتي بېړیو سپاره وو او طارق مجبور و چې دغه کشتۍ بیرته هغه ته وسپاري. خو په اسپانوي تاریخونو کې کاونټ جولیان هیڅ وجود نه لري.
وروسته نورو مورخینو د شک له کبله مبهم جملې ولیکلې. لکه “د قرطبه په لوري تلو په وخت طارق کشتې وسیزله او وې ویل چې مرۍ یا وژنۍ.” امام المقری التلسمانی په خپل کتاب “نفح الطیب” کې د طارق له قول وایی چې ” ستاسو مخ ته دشمن او شا ته سمندر دی. بیا وروسته لیکي چې د اسپانیې یو اتل پخپله “راډریک” ته وایی چې ” ته دوی ته ماتې نشې ورکولی ځکه دوی خپلې کشتۍ سیزلي دي. امام التلسماني د “ویل کېږي” جمله کاروي چې خبره بیا مشکوک شي.
په اروپای ژبو کې د ” خپلې کشتۍ سیزل” محاوره دوه زره کاله پخوا هم کاریده چې مانا یو کار ته په پوره صداقت وردانګل وي. د روم جنرل او باچا ” جولیس سیزر په برطانوي جزیرو حملې په وخت خپل لښکر ته وویل، ” که تاسو دا ټاپو نیول غواړئ نو کشتۍ وسیزئ.”
ښایی عربانو دا محاوره ریښتیا وګڼله او د اسپانیې په فتوحاتو کې يې ځای کړه.
له بیلا بیلو ویبپڼو څخه