جمدهر


دا په سانسکرت کې دوه اړخیزه نیغ خنجر ته وایی او ” کټار” هم بللې شي. د هند په لویه وچه جمدهر د پوځي وسلو یوه برخه وه.
د فولادي “جمدهر” عمومي اوږد والی به څه د پاسه یو فټ او پلن والی نیم فټ و. دا یوه خطرناکه وسله وه ځکه د دې دواړه غاړې به تیره او د څرمنې په پوښ کې ساتل کیدو. آهنګر به په فرمایش لوی یا وړوکی جمدهر جوړول.
د مرهټو او مغل پوځیانو لپاره داسې جمدهر جوړیدل چې لاسکی يې پلن او پوښ کې به يې کمربند سره ځوړند وړلی شو. د خپل دفاع لپاره دا د سپایی وروستی دفاعي وسله وه. د ښځو لپاره به وړوکی جمدهر هم جوړیدل او د جنګ په وخت به دوی ورباندې ځان ژغورلو. هم دغسې باچاهانو یا نوابانو ته د ډالۍ ورکولو لپاره به يې د جمدهر په دسته قیمتي کاڼي ټک وهل او پوښ به يې د سرو او سپینو و.
په ۱۹ پېړۍ کې د ټوپک او نور بارودي وسلو په رواج د جمدهر اړتیا پاتې نشوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *