په ۹۳۴م کې د کاشغرستوق بغرا خان ( بوغره خان) لومړی قامي مشر و چې په خپله خوښه مسلمان شو.
د اوومې پېړۍ تر نیمایی په سغدیه (مرکزي ایشیا) کې ترک قبایلو په وړو سیمو کې ښاري حکومتونه جوړ کړي وو. د دوی مشر به خان یا “قاغان” په لقب پیژندل کیدو. هلته د پارس ساماني ټبر ځواک په ختمیدو او ټوله سغدیه خپلمنځي جنګونو په مخه اخیستې وه. کله چې پارس عربانو په لاس کې شو نو په ۷۰۵م کې عرب لښکر د قتیبه بن مسلم په مشرۍ سغدیه ته ته ورسیدو. امیه خلفاو، د تبت سره یو تړون وکړو او په څو کلونو کې د دوی ګډ ځواک بخارا او سمرکند ونیول. هلته ” ساماني” ځواک چې د پارس او ترک نژاد خلک پکې شامل وو، تاشکند هم کنټرول ک ړو. هلته لږ شمیر خلک مسلمانان شول خو د عربانو له وتلو وروسته بیرته خپلو پخوانيو عقیدو ته واوختل. دغې سیمې زیات خلک د ” آسماني” عقیدې پېروان وو. دا په عربي کې ” تنغریه سماویه” او انګریزي کې ” ټینجرازم” نومېږي. د اروشیایی غرونو د خلکو دا لرغونی عقیده د شامني او د څاروو د نمانځنؤ یوه ګډوله وه. دوی به د اسمان څخه خپل مرادونه غوښتل چې ریښې يې په آریایی عقیدو کې پټې وې. دوېم ذردشتي عقیده وه چې خلکو د اور نمانځنه کوله. د دې نه علاوه هندوان او بودایان هم وو چې لږ شمیر يې مسلمانان شول. په ۷۵۰م کې د امیه خلافت تخته نسکوره او عباسیان واکمن شول. په مرکزي ایشیا د دوی ګروت کمزوری شو. د کاشغر خان ” اوغولچک” د خپل ورور له مړینې وروسته کونډې وریندارې سره نکاح تړلی وه او د ماشوم وراره “الستوق” سرپرست و. عرب تجارتي قافلې به په دغې سیمې تیریدل او د بخارا یو نوی مسلمان شوی، ساماني تجار ابو النصر به هم کاشغر ته تلو. ده غولچک سره ملګرتیا پیدا کړه او یو وخت هغه څخه يې د مسلمانانو لپاره د عبادتځای جوړولو اجازه وغوښته. د خان په خوښه، النصر د کاشغر کلا نه بهر “ارتوش” (ارتق) کې یو وړوکی جومات جوړ کړو چې تجاران او نورو مسلمانانو به پکې لمونځ کاو. ماشوم الستوق به اکثر د راتلونکو قافلو نندارې ته هلته ورتلو او د اسلامي عبادت طریقو ته به زیر و. بیا ابو النصر او نورو په تبلیغ، ستوق کلیمه طیبه تېره کړه او د ده اسلامي نوم عبد الکریم شو. د ده لومړی ژوند لیک وایی چې الستوق هغه وخت د ۱۲ کالو. خو نورو د هغه عمر ۲۴ کاله لیکلی دی.
عبد الکریم د خپلې مور او تره ته د خپل مسلمانیدو حال نه و ویلې خو ملګرو ته يې قناعت ورکاو چې دوی دې هم مسلمانان شي. اخر تره پرې شکمن شو او هغه ته يې د یو مزدک جوړولو وویل. النصر په مشوره هغه په زړه کې د یو جومات جوړولو نیت وکړو او د خپل مور په سرپرستۍ کې د ” د نیلا آسمان” معبد په جوړولو يې لاس پوری کړو. تره يې باوري شو چې هغه نه دی مسلمان شوی نو له دغې کار يې منع کړو. خو وروسته د دواړو ترمنځ ناندرۍ پېل شوې او په څو کالو کې وسله واله جګړه ونښته. الستوق خپل تره په وژلو د بغره ( بوغره) خان په لقب د کاشغرسلطان او سرکاري مذهب يې سني اسلام اعلان کړو. د کاشغر په لویدیځ کې خلک په لوی شمیر مسلمانان شول. ده به نویو مسلمان شویو خلکو ته پېسې او نور مراعات ورکول خو د اسلام مخالفان يې وژل. هغو چې دا دین نه منلو له کاشغر کډه وکړه او ځینې يې بلخ یا منګولیا ته تلل. تر ۹۴۲م سلطان بغره خان د ساماني ځواک په ملاتړ په ختیځ کې د ” قراخاني” سیمو د نیولو هڅه وکړه خو پاتې راغلو. د ده بل ګوزار پخپله په هغو ساماني ډلو و چې پوځي ځواک ورته یو ګواښ و. بغره خان په ۹۵۵م کې وفات او په ارتوش کې خښ شو چې مزار يې اوس هم شته.
په راتلونکو لسو کالو کې د الستوق بغره خان زامنو قره خاني مشران یو ځای کړل او د ساماني حاکمانو نه يې سمرقند او بخارا ونیول.
د یارکند ” یوغور” خلک چې هغه وخت ورته کرغیز ویل کیده، هم هغه وخت مسلمانان شول او تر ۹۶۰ میلادي د مرکزي ایشیا زیاتو خلکو اسلام ومنلو. ختیځ ترکستان یو پیاوړی اسلامي سلطنت شو چې مختلف ساینسي علوم پکې وغوړیدل.