د کویت په ملي میوزیم کې د ” اناهیتا” یوه مجسمه نندارې ته ایښې ده. دا په ۳۳۰ م کې ایران کې له برونزو څخه جوړه شوی وه.
د زردشتي دین په صحیفو (اويستا) کې د اناهيتا د یوې مجسمې انځور داسې کښلی دی. ” د سرو زرو عبا يا چپنه يې په غاړه ده او په سر يې طلايي تاج دی چې اته مخه او په سوونو ستوري لري. دا په دېرشو پوټکو پټه ده چې لکه د سمور ځلېږي.”
د ایران په ختیځو صوبو کې د اناهیته څو نور لرغوني بوتان هم وموندل شول. هلته ذردشتي دین د آذربایجان څخه راکډه شو چې خلکو د اور نمانځنه کوله.
هیروډوتس د ۵ ق م پېړۍ په نيمايي کې په لومړي ځل تاریخونه ولیکل. د پارس په اړه وایی چې دوي د مجسمو، قربان ګاه او د شبيه د جوړولو دود نه لري او څوک چې دا کار کوي هغوي احمق ګڼي. هېروډوتس وايي زما په نظر د پارس خلک د یونان په پرتله، دا نه مني چې خدای د انسان په بڼه جوړیدای شي. په ۳۰۰ ق م کې د بابل تاريخ ليکونکې “بېروسسس” وايي چې د پارس خلکو د دویم اردشېر ( ۴۲۴ ق م) تر واک هم مجسمې نه جوړولې.
هغه وخت په ” بابل” کې اسوریانو د یوې ښځې ” ایشتار” اسطوره نمانځله. د ” انایټس” په نوم یوه اسطوره د اوبو او سیندونو ساتونکی وه. دا نوم په پارس کې وروسته انیا، نانیا او بیا اناهیته شو. په یونان کې د ” ایفروډایټي” عبادت کیدو او په هند کې ” سرسوتي” نمانځل کیده.
په باختر د اسکندر مقدوني له حملو وروستو يوناني کلچر او ژبې وده وکړه. د خپلو اسطورو مجسمې جوړول د دوي د عقيدې يوه برخه وه. په مرکزي ایشیا کې د سیندونو پر غاړه اباد خلکو ” اردویسورا” یعنی د اوبو عبادت هم کاو چې د دوی زمکې يې خړوبولې. ښای تر یوناني اغیز دوی ” اردویسوره اناهیته” په نوم ونمانځله چې یوه مهربانه ښځه وه. د وخت په تيرېدو “اردويسورا” نوم متروک او يواځې د اناهيته یادیده. د یوې سیمې پخوانۍ عقیدې په ختمیدو کې ډېر وخت لګي. زیات وخت به د یوې سیمې اسطورې په بله بڼه یا نوم نورو ځایونو کې خلکو خپلې کړې. د آمو سیند پر غاړه بلخ کې د اناهيتا په وياړ يو شاندار معبد جوړو چې ذکر يې د زردشت په مناجاتو کې هم وشو. دا د څاروو د زياتولو او د ناروغۍ نه شفا ورکوونکې او د علم سرچينه ګڼلې شي. په ” آبان يشت” نومې مناجاتو کې اناهيته د څلورو اسونو په يوې ګاډۍ کې ناسته ده چې دا اسونه، باد، باران، وريځې او واورې دي. دې معبد ته خلکو سره زر او نور قيمتي توکي د نذر په توګه راوړل.
د هغه ځای يوناني واکمن ” لومړي ديميټريوس” په سکه د اناهيتا انځور هم جوړ شو. وروسته د بلخ مزدک، یوناني باچا سېليوکس او پارتيانو له خوا چور شو. لرغونپوهان په دې باور دي چې ايران د دې اسطورې نمانځنه له باختر څخه وروسته پېل کړه. د پارس واکمنو د خپلو برياو او د نذر لپاره اناهيتا ونمانځله. د دې مجسمې د ټولو لويو ښارونو لکه بابل، سوسا، ايکبتانه، تخت جمشېد، دمشق او سردا په عبادت ځايونو کې پراته وو. دا “اناهيد” او ورپسې ” ناهید” شوه. ځینو اروپایی لیکوالانو دا د ” وینس” سره پرتله کاو. د بابل ” مايليتا” او اليتا” هم د اناهیتا یوه بڼه وه. د هندوستان د څېړونکو په اند اناهيته د ” شکتي” اسطوره وه. دوی د شکتي پوجا په نوم يو ځانګړې عبادت لري. څرګنده نه ده چې اناهيتا د سرسوتي بل نوم و او که د هند څخه د اناهیته الهام واخیستل شو. د ايران په مجسمو کې اناهيتا د زمرو سره هم ښودل کېږي چې د هند نامتو اسطورې ” درګا” شباهت لري.
ښايي لرغوني انسان د يو بل د عقيدو نه متاثره کیدو. د یونان او د هند خدایان یو بل ته ډېر شباهت لري. د بلخ په ولسوالۍ کې فرانسوي لرغون پوهانو په ۲۰۰۵ م کې د اناهيتا عبادت ځاې څو دېوالونه رابرسېره کړل.
د اناهيتا نمانځنه اوس يواځې په ارمينستان کې کېږي.
سرچينې
۱. افغانستان د تاريخ په رڼا کې- احمد علي کهزاد- ژباړن اورنګزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه، مارچ ۲۰۰۱ م ( کب ۱۳۷۹)۲۲۶ او ۲۲۷ مخونه
۲. د زردشتي عقيدې له ويبپاڼو.
دا مضمون په ۲۰۱۴م کې په دغه پاڼه خپور شوی و.