غټې وریژې

????????????????????


د اشنغر خلک اوس غټو وریژو ته د پښتو په ځای د اردو نوم اخلي. ” موٹا چاول”
دا هغه وریژې دي چې کورمه وال- بیګمۍ او ډنډکۍ په نومونو هم مشهور دي. د پلاو په پرتله د وریژو دانه يې خټه شوی وي نو د پیښور او کابل خلک ورته ” شوله” وایی. د شولې د پخولو او خوړلو رواجونه هر ځای بیل دي خو پښتانه پرې سر ورکوئ.
د چارسدې پښتانه اوس غټو وریژو ته ” موټا چاول” وایی ځکه د دوی په اند دا به په ټول پاکستان کې مشهور وي. څو کاله پخوا د چارسدې سره جوخت د ” رزړو” دوه سوغاتونه مشهور وو. یوه د دوی د ګوړې مټایی ( شیرینی) او بل ” رزړ وال غټې وریژې”. هلته د سړک پر غاړه د مټایی یوه هټۍ وه چې د کاغذ په خاکي کسوړه کې به يې د ګوړې مټایی ورکوله. د ښار خلکو به ورته په سپکه کتل ځکه هلته حلوایانو به په ډبو کې د پیو جوړ برفي، قلاقند، ګلاب جامن، رس ګوله، شکر پارې او بالو شاهي خرڅول. د ۲۰ پېړۍ تر پای چارسدې سره لویه لار جوړه شوه نو د رزړو تقدیر هم بدل شو. بې روزګاره ځوانانو به د کولال نه سهار د غټو وریژو یو دیګ واخیستو او تر غرمې به يې په مزدورانو دا خرڅول. د لسو روپو په یو قاب به خلک مړیدل. د ۲۱ پېړۍ له پېل د نورو خلکو هم ورته پام شو او د خامتا خرڅونکو د خپلو دکانونو مخه د وریژو دیګ مارانو ته په کرایه ورکوله. چارسد والو پرې خېټه واچوله خو کاشکه چې نوم يې ورته په پښتو یادولی.
اوس د غني خان سړک په یو څلور لاری د پښتنو لویه شمله د مجسمې په ډول جوړه شوی ده. خو په دغه لار هر څو قدم په فاصله د ” موټا چاول” لوحې عجیبه ښکاري. دا هم هغه ځای دی چې د پښتو په نوم ځینې مشران د پاکستاني حکومت نه د مختلفو پروجو لپاره پېسې اخلي. یو غیرتي هم نشته چې پوښتنه وکړي، اخر “غټې وریژې” په لیکلو دوی ولې شرمېږي.

????????????????????


د وریژو خرڅونکي زیات کسان بې وزله او بې تعلیمه دي. دوی یا خو د خوراک فروش لوی دکان مخې ته د پخ شویو وریژو لوی دیګ کېږدي. په دغو غټو وریژو کې مۍ او لږ د میښې غوښه ګډه وي. په ځینو هټیو دا هم لیکلي وي چې څومره وریژې، هم هغه هومره غوښه. خو دغه دعوا تر اوسه چا ریښتیا نه ده ثابته کړی. څوک به د ټولو دیګونو وریژې یو بل سره پرتله کړي؟ څو کسانو راته وویل چې د هرې هټۍ دیګونه د یو کولال په لاس پخ شوي وي. خو دا هم څوک په ډاډه نشي ثابتولی. ځینو دیګیانو سره اوس د پلاسټیک ډبلي او قاشوغې تیار پراته وي. د سړک پر غاړه ولاړ موټرو کې خلک هم هلته دا وریژې وخوري. ځینو هټۍ والو، د دیګونو شا ته په لرګین څپرکې کټ یا څو کرسۍ ایښې وي. چا د ښځو لپاره د پردې انتظام او د دې اعلان هم په اردو کې لیکلی وي. د سلو روپو وړوکی ” پولی سټایرین” د وریژو ډبلی د یو کس خېټه مړولی شي. په اوسني دور کې د یو مزدور لپاره دا بیا هم ارزان خوراک دی خو ځینې د دې وس هم نه لري. دویم لږ لوی ډبلی په ۲۰۰ روپۍ او تر ټولو لوی په ۵۰۰ روپۍ کېږي.
بې وزله خلک د مجبورۍ نه په واده ښادۍ کې دغه غټې وریژې پخوي ځکه له پلاو ارزانه وي. د خوړلو لپاره ورته د قاشوق او چمچې نه وي پکار. د مړي په خیرات کې هم دغه شوله خوري. خو په غني خان سړک اوس د ودونو لپاره اته هالونه جوړ شوی دي او هلته مالداره خلک د فیشن له کبله، د نکریزو په شپه میلمنو ته دغه غټې وریژې ورکوي. هلته هیڅوک ورته ” موٹا چاول” نه وایی.
ما یو دیګي نه پوښتنه وکړه چې د دوی وریژې څوک خوري؟ ویل يې هم د دې ځای خلک (پښتانه). نو ورته مې وویل چې په لوحه مو ” موټا چاول” ولې لیکلي دي؟ ویل يې دا خو د دکان مالک راته لګولی دی. د کریانې هغه دکاندار په پټو سترګو د نورو په شان لوحه اخیستې ده. د ډاکټر اختر علي د یو شعري ټولګې نوم راته رایاد شو. ” خړې اوبه او ړانده مهیان.”

????????????????????

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *