په ایرلینډ کې هر کال د بحرین پوهنتون د “رفيدة الاسلمية ” په نوم مشهور انعام بااستعداده نرسې ته ورکوي چې لوړې زده کړې وکړي. رفیده (تلفظ – روفاېده) بنت سعد په اسلامي تاریخ کې لومړۍ مسلمانه نرسه او جراحه وه. دا په ۶۲۰م کې په مدینه کې زیږېدلې وه. د هغې پلار سعد الاسلمي یو طبیب (ډاکټر) و او هغه خپلې لور ته طبابت وښوده. هغه وخت کې نارینه طبیبان هم کم وو او د جراحي کارونه به یواځې نارینه وو کولای شول. رفيدة الاسلمية د مدینې د خزرج قبیلې د بني اسلم د قوم څخه وه، دوی هغه خلک وو چې کله حضرت محمد(ص) او نورو مسلمانانو له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، دوی ورته په مدینې کې ښه راغلاست ووایه. د مدیني پخوانی نوم یثرب و، چې بیا محمد (ص) په مدینې واړوه، د یثرب مانا انتقاد او نیوکه ده. د مدینې په انصارو میرمنو کې رفیده ځانګړی ځای لره، ځکه هغی د مهاجرو د خیر ښیګڼې لپاره منډې ترړې وهلې. د خندق د جګړې په وخت رفیده یوې ډلې میرمنو سره پیغمبر (ص) ته ورغله او هغه نه يې اجازه وغوښته چې برخه اخلي. محمد (ص) ورته اجازه ورکړه نو هغې د میدان یوې خوا ته کېږدۍ ودروله او سیار کلینیک/روغتون یې جوړ کړو. په ځینو نورو غزواتو کې یې هم دا کار کړی. کله چې سعد بن معاذ (رض) د خندق په جګړې کې ژوبل شو، نو پیغمبر (ص) وویل، “هغه په جومات کې د رفیدې کېږدۍ ته انتقال کړئ. زه به یې ژر پوښتنې ته ورشم.” د اسلام په غزواتو کې رفیده جراحي هم زده کړه ځکه په جنګونو کې به ډېر خلک ټپیان شول. دا ټپي مسلمانان به په کېږدیو کې د سختې ګرمۍ او تند بادونو نه ژغورنې لپاره ساتل کیدل. د سیرت کتابونه وايي چې د خندق له جګړې وروسته چې له مدینې څخه د یهودو د بني قریظه/قریضه قبیلې د شړلو او “نارینه وو/جګړې عمر ته برابر د وژلو پرېکړه وشوه”، نو پیغمبر دا پرېکړه سعد بن معاذ (رض) ته وسپاره. هغه لا هم د رفیدې په کېږدۍ کې بستر و او له جګړې شا وخوا یوه میاشت تېره شوې وه. همدغسې د خیبر په جنګ کې د رفیده له طبي خدماتو څخه ګټه واخیستل شوه. رفیده د ښځینه وو نرسانو یوه ډله د دې لپاره روزلې وه چې هغوی د جنګ په میدان کې د زخميانو په ټپونو ملهم پټۍ کېږدي. هغه چې زیاتې طبي درملنې ته به يې اړتیا وه، د رفیدې خیمې ته به يې یوړل. دغو نرسانو به په رضاکاره ډول د رفیدې سره مرسته کوله. په دې اساس ویلای شو، چې اسلامي تاریخ کې لومړی ګرځنده روغتون رفيدة الأسلمية جوړ کړی و چې له غزواتو څخه وروسته هم فعال و. د مسلمانانو د تاریخ دا حقیقت او واقعیت مې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د طبې زده کړو او تعلیم د دروازو په بندېدو پورې ولیکل. “یلیت قومی یعلمون”
محمد جعفر هاند
په زړه ♥️ پوري حقيقت
Thank you, my respected brother. May you always be happy and successful. Every sentence of this writing is a lesson. I salute you for your writing because it reveals a truth.
Thank you, my respected brother. May you always be happy and successful. Every sentence of this writing is a lesson. I salute you for your writing because it reveals a truth.
ډيره ښکلي ليکنه مو کړي الله دي درته د نورو ليکلو توفيق درکړي.
چيګوارا وايي څوک چه وسله لري او فکر نلري یوه ورځ به يا غل تري جوړيږي يا به خپل وطن ورانوي
ماشاالله ډير ښکلي معلومات ول.
مننه هاند صیب ډېره په واقیعت او حقیقت
مطابق لیکنه ده ولاړه او د حالاتو
رفيدة الاسلمية په اسلامي تاريخ کې د رحم، مېړانې او خدمت يوه روښانه بېلګه ده. هغې نه يواځې د جګړې ټپيانو درملنه وکړه، بلکې ښځو ته يې د روغتيا په برخه کې روزنه هم ورکړه. ددې ژوند موږ ته درس راکوي چې ښځې د ټولنې په پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبولی شي، که فرصت ورکړل شي.
ډېره ښکلي د عبرت او درس ښکلي ليکنه مو نشر کړئ پر ژوند او قلم مو برکت شه