د اسلام اباد نه ۷۰ کلوميټرجنوب ختيځ کې د جرنیلي سړک په یوه تخته ” مقبره شهاب الدين محمد غوري” لیکلي دي.
په ۲۰۰۲ م کې نوميالي ساينس پوهه ډاکټر قديرخان (غوري)، په هندوستان کې د لومړۍ اسلامي حکومت بن سټ ایښونکي د دې باچا د قبر شناخته جوړه کړه.
په ۲۰۰۸ م کې د دې ليدو لپاره مې د جرنیلي سړک نه ۱۶ کلوميټر وراخوا ” دهمیک” کلي ته د غونډيو په منځ کې سفر وکړو. په یوې غونډۍ د مرمرو ګومبدي ودانۍ او بهر په تيږه د شهاب الدین غوري د فتوحاتو حال لیکلی و. د مقبرې څلورو خواو ته وړې مرمرین ګیلرۍ، يو وړوکې جومات او لايبريري جوړ دي. د دې ښکلې ودانۍ نه بهر د “غوري توغندي” یو ماډل لکه د نظر ماتې خال او ډاکټر عبد القدیر یو لوی انځور هم ښکاریدو.
د افغانستان او هند په تاریخونو کې د غوري سلطان د شهادت کال ۱۲۰۶م ورځ ۱۵ مارچ او په غزني کې د هغه د خښیدو نېټه ۱۰ اپریل لیکلی ده.
د سلطان خپل نوم معزالدين محمد بن سام او په ۱۱۵۰ م کې زیږېلی و. د ده ورور غیاث الدین، پلار بهاوالدین سام او نیکه عزالدین حسین نومیدل. د ۱۲ پېړۍ په نیمایی کې د معزالدین تره سلطان علاوالدین او تربور (سیف الدین) دواړه مړه شول نو د ده مشر ورور غیاث الدین پر ګدۍ کیناستو. په ۱۱۷۳م کې هغه د “اوغز” ترکانو نه غزني ونیوله او خپل ورور معزالدین يې هلته حاکم وټاکلو چې د غوریانو مستقل مرکز و. دی له هغه وخت شهاب الدین په لقب مشهور شو او په ۱۱۷۵م کې يې د ګومل په لار، ملتان، “اوچ” له نیولو وروسته په ګجرات يې حمله وکړه. هلته د ” سولانکي” باچا نه يې ماتې وخوړه نو په لاهور يې برید وکړو. تر ۱۱۸۶م ده سیالکوټ او پیښور هم ونیول او په ډېلي کې د راجه ” پرتهوي راج چوهان” سره دوه جنګونه وکړل. په ۱۱۹۲ م کې شهاب الدین د “تراین” په جنګ کې راجا چوهان ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل، د هند پر خاوره يو اسلامي حکومت جوړ شو. بیا د لاهور په یو دربار کې يې خپل بااستعداده ترک غلام قطب الدين ایبک حاکم اعلان کړو. په ۱۲۰۳م کې د ورور له مړینې وروسته شهاب الدین په فیروز کوه کې د سلطان په توګه د یو پراخ سلطنت واګې ټینګې کړې.
د ملتان او لاهور ترمنځ بيلا بيل راجپوت قامونه اوسيدل چې ” گکهړ-کهوکر- بهټي پکې لوی و. ځینو يې اسلام نه و منلی او په غوري لښکر به يې بریدونه کول. د ۱۲۰۶ میلادي کال، په سپرلي کې سلطان شهاب الدين د لاهورنه روان شو او ماښام محال د جهلم سیند ته نږدې په “سوهاوه” ته ورسیدو. په دهمیک کې په یوې غونډۍ د باچا او د ده محافظانو خيمې ټک وهل شوې. سلطان په خپلې کېږدۍ کې لمونځ کاو چې څو کسان په تیاره کې وردننه شول. دوی سلطان غوري ۲۲ وارې په چړو ووهلو چې پکې د شهاب الدین درې محافظان هم قتل شول.
د سلطان غوري مړې يې غزني ته يوړو. ابن خلدون د هغه د خښيدو نيټه ۶۰۲ هجري ( ۱۲۰۶م) د شعبان مياشت ليکلې ده او واي چې دده قبر د غزني په ” شاهي مدرسه” کې جوړ و. بل ځاې دا نيټه ۲۲ شعبان ښودل شوې ده چې هم هغه کال دریم اپریل سره سمون خوري.
په طبقات ناصري کې ددې پيښې په اړه يوه پارسي څلوريزه داسې ده.
شهادت ملک بحر و برمعزالدين
کز ابتدای جهان شد چو او نيامد يک
سوم زغره شعبان بسال شش صدودو
فتاد در ره غزنين به منزل دميک
علامه عبد الحی حبيبي د جهلم سره نزدې ” کوټ دهميک” نوم په انګريزي املا هم ليکلی دې. دا هلته د ” غوريان پهاړي” په نوم شهرت لري او ” کوټ کروړ” ورته نږدې دې چې د علامه حبيبي په وينا، د اميرکروړ د نوم کلا پکې جوړه وه.
خو استاد پژواک ” دمیک” په ځای دا ” دهيک” (ده یک) ولوستلو او واي چې د اندړ په سيمه کې دا د يو کلي نوم دې. هلته په اندازه یو قبر سلطان شهاب الدين قبرګڼلی شي.
علامه حبیبي “د افغانستان په جغرافياي تاريخ” کتاب کې ليکي چې په غزني کې د غوري د قبر شته والې ښايي چې يو وخت د ده مړې له ” کوټ دهميک” څخه غزني ته راوړل شو. ” دهمیک” او غزني تر منځ ۱۲۰۰ ميله فاصله ده.
د غیاث الدین غوري مقبره په غور کې جوړه ده خو افسوس چې د شهاب الدین غوري قبر چا ته معلوم نه دی.
په دهمیک کې د سلطان شهاب الدین غوري د شهادت مقام سره نزدې يوې پخوانۍ هديرې کې څو نور قبرونه هم شته. ځاي خلکو راته وويل چې هلته یو وخت د محمد غوري قبر موجود و چې دده د نوم کتيبه پرې لګيدلې وه. دا چې په هغه کتیبه څه لیکلي وو، معلومات يې نشته. هلته د يو محرابي ودانۍ مات دیوالونه ممکن د پخوانۍ شناختې نښه وه.
سرچينې
۱. جاې شهادت سلطان شهاب الدين غوري. جغرافياي تاريخ افغانستان. ( پنجاه مقاله) پوهاند عبد الحۍ حبيبي. بنگاه انتشارات ميوند، کتابخانه سبا. ۱۳۶۲ ه ش. دريم چاپ. ۱۵۳ نه تر ۱۵۵ مخ.
۲. تذکره، د پښتنو اصليت او ددوي تاريخ. خان روشن خان، روشن خان ايجوکيشنل ټرسټ. ۱۹۸۳ م. ۲۱۹ او ۲۲۰ مخ.
۳. طبقات ناصري. منهاج سراج. اردو ژباړه غلام رسول مهر. ترتيب و تحشيه عبد الحۍ حبيبي قندهاري. ۲۰۰۴ م . اردو ساينس بورډ. لاهور. ۷۱۶ مخ. لومړې برخه
۴. غوريان. عتيق الله پژواک. ژباړن اورنگزيب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه. ۲۰۰۹ م . ۳۰۱مخ.
دا مضمون په ۱۵ مارچ ۲۰۱۳م کې په لومړي ځل په دې پاڼې خپور شوی دی.