په قدیم یونان او روم کې دا دود و چې د یو مړي د ویرژنو خپلوانو اوښکې به د خاورې یا شیشې په یو وړوکي بوتل کې راټول کړل. بیا به دا په قبر کې مړي سره د ډالۍ په توګه خښول.
په فارسي کې د ” اشک دان” نوم هغه وړوکي بوتل لپاره کاریدو چې خله يې د سترګې په ډول جوړیده. په دې کې به هجر زپلي عاشقانو خپلې څڅیدلې اوښکې معشوقې ته واستولې.
هم دغسې د یو مسافر یا پوځي میرمنې به د هغه په یاد کې د ژړا ثبوت په بوتل کې ساتلو. البته ځینو مکر ژنو ښځو یا سړو به” اشک دان” په مالګینو اوبو هم ډک کړو.