په عربي کې ذی القرنین یا ذوالقرنین
مانا “هغه چې دوه ښکرونه لري” کېږي.
تر ۲۰ پېړۍ مورخینو په اندازه، ذوالقرنین د مقدونیې اسکندر و ځکه هغه د یورپ او ایشیا لویه برخه فتح کړه. خو د اسلامي عالمانو په نظر اسکندر بت پرست او ذوالقرنین مسلمان و. دوی وایی چې په ټولې نړۍ څلورو باچاهانو حکومت کړی دی چې دوه کافران، نمرود او بخت نصر او دوه مسلمانان، حضرت سلیمان (ع) او زوالقرنین وو.
یو روایت دی چې ذوالقرنین پخوانیو کتابونو کې لوستي وو چې د سام په اولاد کې یو کس به ” آب حیات” ( د ژوند اوبه) څښي او تل به ژوندی وي. هغه د دې تالاب په تکل ختیځ ته سفر وکړو او ځینې علماء وایی چې حضرت خضر(ع) د ذوالقرنین وزیر هم ورسره و. هغه د باچا نه وړاندې دغه اوبه وڅښل خو ذوالقرنین ترې محرومه پاتې شو.
د قران کریم په سوره کهف کې دا آیت د ذوالقرنین کیسه بیانوي.
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ ؕ قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًا اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا فَاَتْبَعَ سَبَبًا.
مانا- او دوی له تا د زوالقرنین په اړه پوښتنه کوي. ورته وایه چې د ده لږ حال به درته ووایم.” د هند مولانا ابوالکلام آزاد په خپل تفسیر ”ترجمان القرآن“ کې د ذوالقرنین د دې وضاحت په تفصیل ولیکلو.
دا آیت هغه وخت نازل شو چې کله د مکې ځینو خلکو د یهودانو په لمسون د حضرت محمد ﷺ څخه د ذوالقرنین په اړه پوښتنه وکړه. ممکن دوی د حضرت محمد ﷺ د رسالت ازمیښت کاو. په قران کریم کې، ذوالقرنین د نمر د ډوبیدو ( لویدیځ) ځای ته ورسیدو نو وې لیدل چې دا په تورو خټینو اوبو کې ډوبیدو. هغه ته ( الله) امر وشو چې یا خو هلته اوسیدونکو ته سزا ورکړه او یا د دوی په معامله کې ښه چلن وکړه.” ده دویمه لاره خپله کړه او خلکو ته يې خبرداری ورکړو چې که څوک ظلم کوي نو لومړی به ورته مونږ سزا ورکوو او بیا به پرې د الله عذاب ناذل شي. البته څوک چې په الله ایمان راوړي او ښه عمل تر سره کوي نو د هغه انجام به ښه وي او مونږ به هم ورته آسانتیاوې پیدا کوو. بیا ذوالقرنېن ختیځ لوري ته لاړو او د لمر د راختلو سیمه يې ولیده. هلته د ګرمۍ څخه د ژغورنې لپاره څه نه وو. بیا دی شمال ته ورسیدو نو هلته د دوو غرونو تر منځ یوه تنګه دره يې ولیده. د هغه ځای خلکو بله ژبه ویله او یوې ډلې (جوج ماجوج) به ورباندې حمله وکړه، د دوی له زمکو غله، څاروي او انسانان به يې وتښتول. د مظلومو ډلې ذوالقرنېن ته خواست وکړو چې مونږ به ستاسو لپاره پېسې راټولې کړو چې د ظالمانو د مخ نیوي لپاره راته یو حفاظتي دېوال جوړ کړئ. باچا ورته وویل چې الله ماته قدرت راکړی دی چې بهتر دی. تاسو په خپل توان راسره مرسته وکړئ نو زه به ستاسو او د دوی ترمنځ یو مضبوط دېوال جوړ کړم. ذوالقرنېن هلته د اوسپنې دېوال ودراو او د ویلي شوي برونزو سره يې اوسپنه د غرونو سره ونښلاو. دی د الله پاک شکر ادا کوي چې د هغه دېوال د جوړولو جوګه شو. بیا وایی چې زما رب د کومې ورځې ( قیامت) وعده کړی ده، په هغه ورځ به دا دېوال ړنګ شي. د حضرت علي (رض) او نور صحابه په دې قانع وو چې ذوالقرنېن یوعادل باچا و.
په تورات کې د هغه باچا نوم “کوریش” ۲۰ ځلې راغلی دی چې په بابل کې د بخت نصر په قید کې یهودانو ته يې نجات ورکړو. هم دغه باچا په انجیل کې ” یاه وی” او “کوریش” نومېږي چې په لاطیني کې سایرس” دی. دغه باچا په پارس کې “کیخسرو او کوروش کبیر نومېږي چې تر ۵۳۹ ق م ژوندی و. په ۲۰ پېړۍ کې د شیراز په یوې دشتې کې دده مقبره او د یوې وړې ماڼۍ دېوالونه رابرسیره شول. هم هلته په تیږه کې د یو انسان نقش هم وموندل شو چې په سر يې دوه ښکرونه جوړ وو. لرغون پوهانو په اندازه ممکن دا د کوریش باچا شبیه و. مولانا آزاد دا شواهد مطالعه کړل او په دې نظر دی چې ذوالقرنین هم هغه کوریش یا سایرس و.
یوناني مورخین لکه “هیروډوټس او ذینوفون” د سایرس په اړه وایی چې دی یو شهزاده و خو پالنه يې د یو عادي کس په شان وشوه. وروسته هغه پرشاهي تخت کیناستو نو د ” میډز” سیمه يې د پارس سره یو ځای کړه او د دې نښه د کوریش په تاج کې دوه ښکرونه وو. ده په لویدیځ کې تر بحیره روم، په ختیځ کې د مکران تر ساحل او په شمال کې د بحیره خزر ( کیسپین) او تورې بحیرې ترمنځ غرنۍ سیمې ونیول. د کوریش د تاج ښکرونو په منځ کې درې ستنې په ختیځ، لویدیځ او شمال کې د ده د سلطنت نښې ښکاره کوي. کوریش یو عادل او منصف باچا و او په بابل (عراق) يې حمله وکړه نو هلته د بخت نصر په قید کې خلک ازاد شول. په بابل کې یو نیم سل کالو راهیسې بندي یهودان له نجات وروسته د حضرت عزېر په مشرۍ بیرته فلسطین ته لاړل. دوی ذوالقرنېن خپل محسن ګڼلو چې بیا په بیت المقدس کې د دوی وران شوی معبد هیکل سلیماني يې ورته بیا جوړ کړو.
خو اوس هم ځینې عالمان د ذوالقرنېن په اړه باوري نه دي چې دا به سایرس باچا وي.